شکایت پاڼه
دښووني او روزني پوهنتون لاریون کوونکي محصلین
موږ دکابل دښووني او روزني پوهنتون محصلین،دښاغلي جمهور رئیس کرزي په هغه فرمان چي د کابل دتعلیم وتربیه پوهنتون يې د استاد رباني په نامه ونوموئ، موږ د یوې اونۍ راهیسي په سولیز ډول خپل لاریون ته ځکه دوام ورکړچي بیرته یې په خپل پخوانی نوم تعلیم و تربیه بدل کړي.
دسولیزو لاریونونو په جریان کي د شنبې په ورځ(۸/۷/۱۳۹۱ ) یو تعداد سولیزه لاریون کوونکي د اولسي جرګې د دروازې مخي ته دځینو وکیلانو له خوا څو تنه محصلین د وهلو ټکولو او تهدیدولو سره لاس او ګریوان سول. موږ دوی ته داوښودل چي موږ په واقعیت سره دتعلیم او تربیې پوهنتون محصلین یو او په سولیزه توګه سره لاریو کوو خو قاضي نذیر احمد حنیفي چي دهرات وکیل دﺉ او دجمعیت ګوند طرفدار دﺉ، په زوره تر موټر درې تنه محصلین لاندي کړه چي په دغو محصلینو کي افغان معيوب ليکوال ، شاعر ، سياستمدار او په ټولنه کي منلى شخصيت محمد يار يار هم شامل دئ او د هغه لکړي پکښي ماتي سوې او دمحمد نسیم لاس اودویوه بل محصل پښه ترموټر لاندي سوه. که څخه هم موږ( لاریونکوونو) قاضي نذیر احمد حنیفي ته ددرېدو اشارې او ږغونه وکړو خو فایده یې ونه کړه او په زوره اوپه قصداً یې دا کار وکئ. بل خواته عبدالاحد دراني زموږ څو تنه تهدید کړه اومحصلینو ته یې سخت اختطار ورکړه.
همدا رنګه څو تنې ښځینه سولیزي لاریون کوونکي محصلیني د اولسي جرګې مخي ته د یوې ښځینه وکیلي له لخوا په سوکانو او لغتو باندي ووهل سوې چي دا درې تنې ژوبل او خوږ سوې د ثبوت لپاره یې زموږ یوه محصل او محصلي په مبایل باندی فلم(ویډیو) عکاسي کړیده، سته.
موږ دټولو هغه نهادونوڅخه لکه: دبشرحقوق کمیسون، دیوناما دفتر، دولسي جرګې دشکایاتو د اورېدو کمیسون ، دمشرانو جرګه او لوي څارنوالي څخه په ټینګه غوښتنه کوو چي په دې قضیه کي زموږ سره پوره همکاري او کومک وکړي اونوموړي پوهنتون اوجاده بیرته په خپل نوم سره ونوموي چي له یوې خوابه به په هیواد کي دتعلیم او تربیې بنسټ ژوندی اوفعاله وي او له بله اړخه به دتعلیم او تربیې دپوهنتون شپږزره محصلین پرکرار اوبیله قومي اختلافاتو خپلوزده کړو ته ادامه ورکړي.
داړوند ارګانونو داقدام په هیله
په درنښت اوادب
دتعلیم و تربیه پوهنتون محصلین
۹/۷/۱۳۹۱