کابل : نن په ميدان وردګو ولايت کې د ملي اردو او ايساف سرتېرو ترمنځ نښته وشوه ،په دغه نښته کي ددواړو لوريو پنځه سرتېري وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي، چې پرون دافغانستان په ختيځ کې په خپل منځې بريدکي يوه پېښه رامنځته شوې ده.
سرچينه وایي ، چې په دې پېښه کې د ايساف يوسرتېرى او يو بهرنى قراردادي وژل شوي ،خو ايساف په دې پیښې کي د وژل شويو کسانو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
ايساف ويلي، چې په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د ملي دفاع وزارت وایی چې دوى ته په دې اړه تر اوسه راپور نه دى ورکړل شوى.
بلخوا د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد وايي،چې دا پېښه پرون ماښام د سيداباد ولسوالۍ دسي سۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.هغه زياته کړه،چې په دې سيمه کې د ملي اردو او ايساف ځواکونو ترمنځ نښته شوې،خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يادونې وړده،چې په دې وروستيوکې دافغان ځواکونو لخواپر بهرنيوسرتېرو د بريدونو لړۍ زياته شوې ده.
د ايساف د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د داخلي بريدونو شاوخوا ٣٥ پېښې رامنځته شوې دي،چې په ترڅ کې يې ٥٣ بهرني سرتېري وژل شوي،چې ډېرى يې امريکايي سرتېري دي. تېراګست ددي ډول بريدونو تر ټول خونړۍ مياشت وه،چې په ترڅ کې يې ١٥بهرني سرتېري ووژل شول.
ددې بريدونو مخ په زياتېدو سره ناټو ديو شمېر نويو افغان سرتېريو د روزنې لړۍ ودروله او له کنډک څخه په ټيټه کچه يې د ګډوعملياتواوګزمونه کولواعلان هم کړى دى.
بلخوا د افغانستان ددفاع وزارت هم ددې بريدونو د کمولو په موخه يو لړ اقدامات په لاره اچولي دي، دغه وزارت وايي ، چې په دې اړه يې سلګونه نوي سرتېري له دندو ګوښه کړي او د سرتېرو لپاره يې دلارښود يو کتاب هم چاپ کړى دى.