کور / هراړخیز / د افغان د نوم مانا د پردیو له نظره

د افغان د نوم مانا د پردیو له نظره

په کال ۲۰۰۱ کی چی امریکایان ، ناټو او نور بهرنی ځواکونه افغانستان ته ورغله ، افغانانو ته یی په داسی سترګه کتل لکه هغوی چی ډیر بی وزلی وی ، له دنیا نه ناخبره ، ناپوه ، بی علمه ، غریب او د نړی له هره تمدن نه پاتی وی . د هغوی په نظر ماشومانو یی ښونځی نه در لودی ، ښځی یی بی حقوقه وی ، ازادی او دیموکراسی نه وه ، ځوانان بیکاره او د وطن اقتصاد دځمکی سره برابر وو . خو تر کومه ځایه چی افغانستان ته نظر وراچول شی او ۳۰ کاله جنګ هم په نظر کی ونیول شی نو بیا د بهرنیانو دا سی نظرونه تر هغه ځایه رښتنی بلل کیږی ، کوم چی یی تعلیم او تربیه ، اقتصادی وضعه ، د ځوانانو بیکاری ، دښځو حقوق ، ازادی او دیموکراسی مطلب وی . اما د افغانانو د نا پوهی او یا بی خبری په حصه کی بهرنیان اعتراف کوی چی هغوی په دی نظر کی اشتباه کوی ، افغانان نه یواځی نا پوه او یا بی خبره نه دی بلکه د نوری نړی په پرتله په هر څه پوه با خبره او ډیر ځیرک دی . نو ځکه بهرنیانو افغانانو ته په دا اخیرو کلونو کښی قسم قسم نومونه انتخاب کړیدی . افغان د بمونو مشتری ، افغان د بم جوړولو متخصص ، افغان د جنګ سیکالوژی طبیب ، افغان د چاودیدونکو توکو دام ، افغان د کیمیاوی کود ذخیره کونکی(دبم جوړولو لپاره) ، افغان د نشه یی توکو تاجر ، افغان د سری رڼا خاوند ، افغان د کوفتی د ماشین خاوند ، افغان د امونیاک چښونکی ، افغان په خاوره کی پټ بم ، افغان د بمونو نجار، افغان د رزعدار ټانک چاودونکی او داسی نور نومونه چی په هیڅ قاموس کی ځای نلری . هغوی وایی د افغانانو نه د کوچنی ماشوم نه نیولی بیا تر سپین ږیری پوری او د کوچنی نجلی نه نیولی بیا تر ځوانی ښځی پوری باید ټوله نړی وبیریږی او د هغوی سره په ورځنی ژوندانه کښی نهایت احتیاط وکړی . د افغانانو هر کس که یی تعلیم کړی وی او که بیسواده وی ، د بمونو په جوړولو کی پوره مهارت لری او هر یو پر خپل ځای د خپلی پوهی نه کار اخلی .

رويترز په خپل یوه راپور کی لیکی چی افغان نه کور ته اړتیا لری او نه د خوب ځای ته . افغانان نه خوب لری او نه ارام . افغان ته څو راکټه پر اوږه ورکړه او ورته ووایه چی ځه ددی راکټونو نه کار واخله . هغه ځی او بیا هغه وخت راستنیږی چی راکټونه یی تمام شوی وی . افغان نه تعلیم ته اړتیا لری اونه په وسله پوهید نه . افغان ته چی هر قسم وسله ورکړی ، هغه په پوه دی او په پوره مهارت یی کارولای شی . نوره نړی کلونه کلونه زیاتی پیسی لګوی تر څو خپل سرتیری و مدرنو وسلو ته تربیه کړی ، خو کوم وخت چی افغانستان ته ځی او ګوری چی افغانان په خپلو سپیره شکلونو له همدغه وسلو نه په پوره مهارت کار اخلی په داسی حال کښی چی هغوی یوه ورځ هم نظامی تعلیمات لیدلی نه دی . د افغان ګټه پدی ځای کیده چی د هغوی سیکالوژی په پوره ډول پیاوړی ده او هيڅ وخت یی د جنګ په وخت کښی مورال نه ضعیف کیږی . رسنی په خپلو راپورونو کښی لیکی چی افغانستان د هغه کسانو لپاره نه دی چی کمزوری اعصاب ولری . افغانان په افغانستان کی زیږیدلی دی او هلته خپل ټول ژوند تیروی ، یو یی هم لیونی شوی ندی . بهرنی سرتیری چی فقط شپږ میاشتی افغانستان ته واستول شی ، کوره ته لیونی را ستون شی او بیا په خپل هیواد کښی اوږد مهاله درملنی ته اړ تیا لری

نوری رسنی بیا لیکی چی په افغانستان کی داسی کور نه شته چی چاودیدونکی توکی دی نه شی جوړولای . په هر کورکی د کوفتی ماشین ، اوړه ، د لرګی تختی ، د برق تارونه ، د تیلو ډ بی ، کیمیاوی کود ، چادری ټوټی او داسی نور شیان چی د چاودیدونکو توکو د جوړولو لپاره کارول کیږی ، موجود دی . که بهرنی سرتیری د افغانانو د کورونو د تلاښی په وخت کی دا شیان تر سترګو شی ، باید پوه شی چی پدی کور کی د بمونو ذخیره شته . بهرنیان پدی نظر دی چی افغان که هر څومره غریب هم وی ، د چاودیدونکو توکو د جوړولو توان لری . ځکه یو کوچنی بم چی د هغه جوړول افغان ته تر ۲۰۰۰ افغانی زیات مصرف نلری ، هر څوک یی جوړولای شی او په هم دغه بم دبهرنیانو زرعدار موټرونه چی هر یو یی څه د پاسه ۴۵۰۰۰۰ رزه ډالره ارزښت لری ، ورانولای شی. هغوی په خپلو راپورونو کښی لیکی چی د غربی نړی اوسیدونکی دنیا ته راځی ددی لپاره چی ژوند وکړی ، اما افغان د نیاته راځی ددی لپاره چی ځان تر وطن قربان کړی او د وطن په لاره کښی مړ شی . نو دداسی کسانو نه چی ژوند د مرګ لپاره کوی ، ځان ژغورل پکار دی . افغان په ښه وخت کی ښه دوست دی او په بد وخت کی لوی دښمن دی . هر هغه څوک چی افغانستان ته ورځی ددی لپاره چی هغوی ته ماته ورکړی ، داد هغوی لویه خطا ده . افغان هیڅ وخت ماته نه خوری . افغانستان ته ورتګ د مرستی لپاره پوهی ده اما هغوی ته د ناپوه په سترګه کتل نا پوهی ده .