کور / تازه خبرونه / دبلخ والي دايراني ډيپلوماتانو په نوم دمزارشریف دکوڅو له نومولو ملاتړ وکړ

دبلخ والي دايراني ډيپلوماتانو په نوم دمزارشریف دکوڅو له نومولو ملاتړ وکړ

مزار شريف : په کابل کې دیوي معتبری رسني په حواله ، د بلخ والي عطامحمد نورد مشرانوجرګې د رييس پر وړاندې په دغه ولايت کې دايراني ډيپلوماتانو په نوم دکوڅې له نومولو ملاتړ وکړ.
د هغه په وينا، دغه کار له ايران سره د ښواړيکو د ټينګښت په موخه شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د يادې کوڅې د نومولو په غبرګون کې، خلکو لاريونونه وکړل او دملي شورادواړو مجلسونو هم ورسره مخالفت کړیدي.
خو دبلخ والې عطامحمد نورو وايي، چې په دې اړه دومره سخت مخالفت څرګندول په کار نه وو.
ده زياته کړه، چې په افغانستان کې له دې دمخه هم په يو شمېر ولايتونو کې ځينې سيمې د بهرنيانو په نوم نومول شوې دي.هغه د بېلګې په توګه په کابل کې د اندراګاندي روغتون، په خوست کې د شېخ زايد پوهنتون او په مزارشريف ښار کې د ابراهيم لنکن په نوم د يوه کتابتون له نومونې څخه يادونه وکړه.
عطامحمد نور د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په وړاندي له خپل دريځ څخه ټینګ ملاتړ وکړ او له مشرانو جرګې څخه يې ګيله وکړه،چې په دې برخه کې يې له څېړنې مخکې پرېکړه کړې او د بلخ والي يې خاين بللى دى.
مشرانو جرګې د وږي مياشتې په وروستيو کې پرېکړه وکړه، چې په مزار کې بايد دايراني ډيپلوماتونو په نوم سړک ونه نومول شي او داطلاعاتواو فرهنګ وزير بايد په دې اړه جرګې ته ځواب ورکړي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، نن د بلخ له والي سره په ناسته کې وويل، چې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې د نومونې په اړه مشرانو جرګې خپل يو پلاوى دغه ولايت ته استولى و او دهغوى د څېړنو پر بنسټ يې پرېکړه کړېده.مسلميار وويل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه ډول نومونو صلاحيت لري.
خو ده د بلخ والي ته وويل: ((د دې نومونې له امله هېڅوک تا ته خاين نه شي ويلې او هر څوک د دې پرېکړې په اړه خپل نظر لري.)).
د ملي شورا ددواړو مجلسونو دغړو(دولسی جرګې او مشرانو جرګې )د مخالفت سره سر ه بیا هم دبلخ والې پر خپل هوډ باندي ولاړدی ، ولې داطلاعاتواوکلتور وزارت اودارګ لوړ پوړو چارواکو تر اوسه پوري په دي اړه کوم غبرګون ندئ ښکاره کړي.