د کنړ ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ماڼوګي اولسوالۍ کي څلور وسله وال طالبان وژل سوي .
د دې ولايت امنيتي مسئولين وايي چي ياد کسان د بهرنيانو په هوايي بريد کي وژل سوي .
د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسئول وايي چي بهرنيانو د وسله والو د قوماندان حميدي پر کور بمبار کړى او د هغه په ګډون ئې څلور وسله وال وژلي خو دا ئې و نه ويل چي د هغه په کور کي نور د کور غړي ول او که يا ؟
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.