کابل:. د ځینورسنیو په تآیید نن بیا هم سلګونه ښځينه اونارینه محصلین د پارلمان مخې ته راغونډ شوي وو،اوله حکومت څخه یې غوښتنه داوه چې ددوی غوښتنې ومنل سی.دوی د ولسي جرګې ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو ،او وکیلان یې جرګې ته دننه نه پرېښودل.
د خښمیدلومحصلینو دغه لاریون ددې لامل شو، چې ولسي جرګې ته ګڼ شمیر وکیلان رانه شي،او د ولسې جرګې عمومي غونډه یې لغوه شي.
ځینې وکیلانودمحصلینو دغوښتنو ملاتړ وکړ او له حکومته څخه یې وغوښتل چې ددوی غوښتنې دي ومني او دغه لانجه باید ژر ترژره پایته ورسيږي.
دا اوومه ورځ ده چې محصلین لاریون کوي، خو دولت تر اوسه ددوی غوښتونوته غبرګون نه دی ښکاره کړی . نن محصلینو په جدیت سره ګواښ وکړ، که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي، پخپله به د ښوونې او روزنې د پوهنتون نوې لوحه لیرې کړي.
د یادولووړ ده ،چې دکابل ښوونې او روزنې د پوهنتون د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني د وژنې د لومړۍ کلیزې پر ورځ د کابل دښوونې او روزني پوهنتون دهغه په نامه ونومول شو. او دهغي ورځې راهیسي دپوهنتون دښوونې او روزني محصلین دهغوی دپوهنتون دنوم اړول په بل نامه نه غواړی او له امله یی لاریونونو ته ملاتړله .