کور / ترخې خبري / د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، غزنی او د جنوري مياشت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، غزنی او د جنوري مياشت

خبرونه مي اورېدل چي په ٢٠١٣ ميلادي کال به د غزني ولايت د نړيوال اسلامي کلتوري مرکز په توګه پرانستل سي. ما ته دا خبر دقهقها خندا راوړونکي طنز په توګه وبريښيدی ، خو وروسته مي انځورونه وليدل ، پوه سوم چي طنز نه ، بلکي جدي او رسمي خبر دی. حواس مي را يوځای کړه او د خبر اورېدلو ته مي جدي پام را وګرځاوه . خبر مي تر ورستی ټکي واورېدی. تر هغه وروسته مي لومړی په قهقها وخندل او بيا وروسته څه ژړغونی غوندي سوم .
په خبر کي راغلي چي ٤٥ پنځه څلويښت پروژې د دې وزارت له لوري طرحه سوي وې ، خو د هغو څخه يې ١١ يوولس پروژې پای ته رسولي او نوري په ګړندی توګه پلي کيږي . د خندا خو دا وه چي په تيرو شپږو کالونو کي يوازي يولس پروژې بشپړي سويدي، خو په پاته دريو مياشتو کي به ٣٤ پروژې بشپړي سي!!

دوهمه د خندا خبره دا وه چي اوس به دا پاته چاري د ولايت په ملاتړ کيږي ، تر دې وړاندي د وزارت او تر هغو د لوړو مقاماتو په ملاتړ دا چاري پر مخ بيول کېدې. هر څوک بايد پر دې وخاندي چي د وزارتونو په صلاحيت او امکاناتو دا( ١١ ) پروژې په شپږو کالونو کي بشپړي سوې ، نو د ولايت په امکاناتو به دا پاته ٣٤ پروژې څنګه پلي او بشپړي سي. راځی زما سره په ګډه لومړی وخاندو او بيا وژاړو .

خندا د دې لپاره چي زموږ چارواکي خپلي دندي نه نسي تر سره کولای او په ډاګه مالوميږي چي ناکامه دي. اوپه لوړو سلګو ژړا څکه بايد وکړو چي زموږ د اطلاعاتو او فرهنګ چارواکي په دې هم نه پوهيږي چي د جنوري مياشت د غزني ټول ولايت اکثرا تر سپينو واوري لاندي وي. د واورو خوند هم د هغو هيوادونو د سيلانيانو لپاره په زړه پوري وي چي د تودو سيمو په لمن کي اوسيږي خو د داسي جشنونو لپاره چي د نړيوال اسلامي کلتوري مرکز پرانسته کيږي ، بيا د نړيوال اسلامي کنفرانس سره دواوري فصل منل چي اړين امکانات هم نه وي ، په رښتيا چي د ژړا خبره ده .

د ښاعلي ولسمشر د ورستي فرمان د اورېدلو په لومړی لحظه مي دا ستونزه ياده او وليکل چي دا وړی به شړی نه سي. اوس هغه ورځ را رسېږي ، چي د نړيوالو په وړاندي وشرميږو. زه پر ښاغلي ولسمشر ږغ کوم چي ازموده شده را ازمودن خطا است ، ماهي چي هر وخت د اوبو را وباسې تازه دی، اوس هم د دې ناکامو چارواکولاسونه لنډ او لمنه يې ټوله کړه او پر دې خوار ولس رحم وکړی، چي الله (ج ) به پر تاسو رحم وکړي !

و ما علينا اللبلاغ

هیله من یم جی دا لاندی لیکنه هم ولولی چی یوه می ‌څلور او بله می شبږ کاله وړواندی لیکلی او دهغو وړاندیزونه می دلته راوړی دی .

٦ / ٥ / ١٣٨٤ هـ ل | 2005-07-28 م
لرغونۍ غزنۍ او د هغه ځانګړي تاريخي وياړونه
http://www.salaamtolana.org/fullstory.php?id=2964

٣ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-24 م
غزنۍ ياد اسلامي نړۍ کلتوري او مدني پلازمينه
http://www.salaamtolana.org/fullstory.php?id=3321

اوس چي له نيکه مرغه د اسيسکو اسلامي سازمان د غزني ښار ته په ٢٠١٣ ميلادي کال کي د اسلامي کلتوري مرکز دلقب ورکولو پريکړه کړېده، ټولي هغه اړيني چاري چي د دې لقب د پرځای کولو او ساتلولپاره شته، بايد په پوره ځيرکۍ او وړتيا تر سره شي .په دې ترځ کي غواړم د خپلي هغه ليکني څخه د وړانديزونو لړۍ د لاسوهني پرته را واخلم چي دوه کاله وړاندي مي د (( لرغونۍ غزنۍ او د هغه ځانګړي تاريخي وياړونه ))تر سر ليک لاندي ليکلي وه .
پايله:
غزنۍ د افغانستان د يوه تاريخي ولايت په توګه د هيواد په ټوليز تاريخ کي ځانګړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري ، چي رښتينوالي يې په هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي څرګند دۍ چي د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترګو کيږي . د غزني تاريخ زريني پاڼي د سيمي لپاره هم وياړني او د برمه ډکي لاس ته راوړني لري ، چي زيات شمير مورخينو او لرغونپوهانو يې په اړه په خپلو اثارو کي يادوني کړيدي .
د غزني ولايت د نورو تاريخي وياړونو سر بيره داسي بيلګي هم شته چي څيړونکي يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانګړني بولي . د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په باور ، د ناوردښت په افغانستان کي د پخواني انسانانو تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د سويسي لرغونپوه بوخارر په وينا په غزني کي د بودا تر ټولو لويه وېده مجسمه شته چي د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله رابرسيره شويده ؛ او په دې ډول نوري ځانګړني شته چي د ټولو را يادول د دې ليکني تر توان لوړ دي .
وړانديزونه :
د غزني ولايت د تاريخي برم او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، په هيواد کي دکلتوري ادارو او سيمه ايزو چارواکو پام لاندي وړانديزونو ته راګرځوم :
لومړۍ : په غزني ولايت پوري اړوند و ټولو لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ شي .
دويم : هغه شمير تاريخي ودانۍ دي په ګوته شي چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې شته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا جوړولو او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد د کلتوري چارو داړوندو ادارو په ملتيا پيل او پلي شي؛
دريم : په غزني کي د ګرځندوۍ ادارې ته پوره پاملرنه وشي ، او د زايرينو ، ګرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانګړي ودانۍ ، پارکونه او هوټلونه په نظر کي ونيول شي ؛
څلورم : د غزني تاريخي موزيم د پياوړتيا او ودي لپاره دي د سيمه ايزو ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل شي ؛
پنځم : د غزني پوهنتون دي ، د لرغونپوهني په برخه کي د ځوانو محصيلينو د روزني لپاره د (( د اسلامي پير لرغونپوهنه )) تر نوم لاندي ځانګړۍ ديپارتمنت پرانيزي ؛
شپږم : د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو چارواکو په مرسته دي په غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په ګوته شي ، چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو وړتيا لري ، د هغو نومونه او لنډه پيژندګلوي دې ، د يونسکو ادارې ته د رسمي منلو لپاره ورکړل شي ؛
ورستۍ خبره داچي ، د غزني چارواکي او د هېواد د کلتوري چارو واکمنان په ډير ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني او هيواد په تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني د تاريخي برم درا يادولو او پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نومورکي به شي.