په افغانستان کې دبشري حقونو لپاره کارکونکې او دافغانستان دحقونودخپلواک کمیسیون اوسنې مشره سیما سمرته د پنجشنبې په ورځ( د سپتمبر ٢٧) د ژوند دحقونو په نامۀ د نړيوالې جایزې دورکولواعلان وشو.
دغه جایزه هغه چا ته ورکول کیږي چې دنورودژوندښه کولو لپاره کارکوي.
په ۲۰۰۱ کال کې سیما سمرله بهره خپل هېواد ته را ستنه شوه او د ښځودچارود وزیرې په توګه وټاکل شوه. مېرمن سمرپه ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د بشري حقونود خپلواک کمېسیون مشره وټاکل شوه، چې تراوسه پورې په دغه مقام کي کارکوي.
دیادولووړده چي څه موده مخکي سيما سمرداولسي جرګي دشکایاتو دکمیسون لخواه په اداري اومالي فساد کي ښکیله بللي شوی وه.،ددي دکاراوکړنو په اړه له وړاندې هم شکايتونه موجود وو. دبشری حقونو دخپلواک کمېسيون دیوه کمېشنرلخوا داولسي جرګی دڅارني کمیسیون ته وویل ، چي پخپله سيما سمرپربې عدالتۍ اواداري فساد تورنه ده .د ياد کمېسيون يوه کمېشنرعبدالکريم عزيزي د ولسي جرګې د قانون پر پلي کېدو د څارپه کمېسيون کې د بشري حقونو پر خپلواک کمېسيون د وکيلانو د نيوکې پر مهال وويل چې سيما سمر په اداري او مالي فساد کې ښکېله ده. ده وويل چې سمردغه راز د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې پر خپل سرخلک پردندوګوماري اود افغانستان قوانينو ته درناوى نه کوي. د پارلماني چارود وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و. چې عزيزي د سيما سمرد فساد په اړه يو لړاسناد هم د ولسي جرګې غړوته سپارلي دي.
د افغانستان په دولتي اداروکي ګڼ شمیر لوړ پوړي چارواکي د اداری فساد او درغلي په تور تورنیږي خو تراوسه پورې هیڅ کومې ادارې د دوى پرخلاف په رسمی توګه دملامتیا ادعا نه ده کړې او نه هم کوم چارواکي دقانون منګولو ته سپارل سویدی چي دخپلي ناقوني کړنی جزاوویني.