استادله تیاروڅخه دسباوون په لورلارښوونه کوي.
استادله علــم، معرفت،قلـم او کتابونو سره مینه لري.
استادپه انســاني چاپېریال کې هم پتنــګ وي هـم ډېـوه.
استاددوینوله تویولوڅخه زغم اومحبت ته ولسونه هڅوي.
استاد د ځان لپاره نه، بلکـې د ټول جهـان لپاره معـماري کوي.
استادلارښود دی، وګړي له کمراهـي او ګړنګونوڅخه راګرځوي.
استاددخپل درایت اوفضلت له مخې دټولنیز پرمختګ مخکښ وي.
استادخپل زده کوونکي اوزده کړیالان دزړه په وینواوپاکـه میـنه روزي.
استادله ماضي څخه په ګټه دنن اوسبانسلونو دهوسايي په فکر کې وي.
استاد ته لـه خپل طبعي ژونـد څخه وروســـته معنوي ژونـد ورپه برخـه کیږي.
استاددومره ګڼ شمېر صفات لري، چې ډېرې پاڼې پرې ډکولای شوخوله بده مرغه برهان الدین رباني داستادي له صفاتوڅخه محروم والبته دامنو،چې هغه دمصردالاضحرله فراغت څخه وروسته دکابل په شرعیاتوپوهنځي کې داستادي دنده تر سره کوله خودمالوماتو له مخې رباني دخپلې مقدسې دندې خیال هیڅکله هم نه و ساتلی.
ـــ هغه له تیاروڅخه دسباوون لټون داسلامي اومدني ارزښتونوپرخلاف فقط دخپل ځان اوخپل قوم لپاره کاوه.
ـــ هغه دعلم، معرفت، قلم او کتاب په کیسه کې نه و، که وای نومهرباني وکړئ یو مهم علمي اثریې راوښیاست.
ـــ هغه دانساني چاپېریال دودې اوارتقألپاره نه ډېوه شواونه یې خپل وزردنوروعلمي ډېووپه وړانګو ایره کړل.
ـــ هغه دمینـې اوزغم په ځای دهېوادپه ګوټ ګوټ کې ترهه خپره اودګران کابل سینه یې په بېـګناهووینوولړله.
ـــ له هغه سره دنوروغم نه و یوازې ځان ته یې ددنګوماڼیوجوړولوحق ورکړی و خوپه نهایت کې تنګ ګورته ولاړ.
ـــ هغه د ډېری وګړو داذهانو روښنايي واخیسته او له اسلام څخه په ناوړه ګټه یې ولسونه ګړنګونوته وغورځول.
ـــ هغه له فضلت اودرایت څخه محروم و، ځکه دافغان ټولنیز سیاسي شعورد رکوداومصمومېدوسبب وګرځېد.
ـــ هغه نه دزړه په وینودزده کوونکویا زده کړیالانو روزنه کړې اونه یې له ښوونیزبهیر سره کومه مینه لیدل شوې.
ـــ هغه دهېوادله تاریخ اوماضي څخه په ناوړه ګټه خپل سیاسي خوځښت دهېواددوراني اوتورتم لپاره وکاراوه.
ـــ هغه خپلوکړنوله طبعي اومعنوي ژوندڅخه بې برخې کړځکه یې اوس څوک مصنوعي شخصیت نه شي منلای.
دلیکنې په سر کې داستادي د لسـومهمو صفاتوتشریح درباني په اړونددحقیقت له مخې معکوسـأولیکل شوه.
نوداسې تش په نامه استادته مصنوعي شخصت ورکول دهغه په نوم دعلمي موسساتویاتاریخي ځایونونومول دجرم ترڅنګ هېواد، دهېوادتاریخ اوولسونوته لوی توهین ګڼل کیږي چې مخنیوی یې زموږ ټولومسؤلیت دی.
زه دښوونې اوروزنې پوهنتون زده کړیالان په حق بولم، چې درباني په نوم دیادپوهنتون دنومولومخ نیوی کوي.
همدا راز د دې لیکنې دسرلیک له مخې له درنو روڼ انـدو او لیکوالوملګرو څخه هیـله کوم، چې پخپلو لیکنو اوویناووکې داستاددرنه کلیمه یوازې وړکسانوته وکاروي ترڅوزموږ درانه اورښتیني استادان مایوس نه شي.
نورزیات څه په لاندې لینک کې لوستلای شئ:
http://www.larawbar.net/33839.html