یو مازیګر یو سپي او یوه شرمښ سره ولیدل. شرمښ یوزاي پوست او هډوکی وو او په ډېره سختي پر لاره تلی ځکه چي هغه هغه په ډېره خواري ډوډۍ پیدا کوله او ډېر وخت به وږی وو. سپی زورور او صحتمند وو. شرمښ چي سپی ولیدی نو حیران سو او پوښتنه ئې ځني وکړه:
– تا ته څوک ډوډۍ درکوي؟
سپي وویل:
– زما خاوند.
شرمښ وویل:
– ولي هغه تا ته خوراک درکوي؟
سپي وویل:
– ځکه چي زه د هغه لپاره ښه کار کوم. که ته هم غواړې چي ښه ډوډۍ وخورې نو زما کور ته راسه او زما د خاوند له پاره کار وکړه.
شرمښ وویل:
– زه باید څه ډول کار وکړم؟
سپي وویل:
– ته باید ټوله عمر ویښ او بیداره واوسې چي غل رانه سي.
شرمښ فکر وکړ چي دا هغوی د سپي کور ته ورسېدل، نو شرمښ ولیدل چي د سپي پر غاړه زخمونه وه. هغه له سي څخه وپوښتل:
– دا ولي؟
سپي وویل:
– دا د طوق زخمونه دي.
شرمښ وویل:
– نو ته ولي طوق په غاړه کوې؟
سپی مجبور وو چي رښتیا ووایي نو ئې وویل:
– د ورځي له خوا زما خاوند زما طوق زما غاړي ته رااچوي او زما رسۍ پر یوه لرګي تړي، کله چي ماښام سي، هغه ما ایله کوي چي زه خپل کار وکړم.
شرمښ خپل سر وښورواوه او وې ویل:
– یا، زه نه غواړم چي دغه کار وکړم. زه نه غواړم چي وتړل سم، که څه هم ما ته هرڅونده ښه او خوندور خواړه راکړل سي، زه غواړم وږی تږی وګرځم خو آزاد.
له دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي آزادي تر هر څه غوره ده.
(د یونان د هیواده څخه)