کور / تازه خبرونه / د نورستان پخوانی والي ،امنیه قوماندن او مالي آمر په بند محکوم شول

د نورستان پخوانی والي ،امنیه قوماندن او مالي آمر په بند محکوم شول

دافغانی تلویزیونونو اونورو رسنیو دخبر له مخي دلویې څارنوالې داداري فسادپرضددمبارزې دڅانګې مشرغلام دستګیررنجبر، خبري رسنیوته وویل، چې دنورستان پخوانې والی جمال الدین بدر،دامنیې پخوانې قوماندان او دمالی پخوانې آمرد یو شمېرنورو چارواکوپه ګډون دکابل داداری فساد دجرمونو داپتدائي محکمي لخواه داختلاس او بډۍ په تور په بند محکوم شول.
ښاغلی غلام دستګیررنجبر وایی چي په ۱۳۹۰کال کي(۲۹)میلیونه افغانی دنورستان ولایت فسرانو،سرتیرواونورپرسونل معاشونه دوزارت له خواحواله سوی وو،مګردغه پیسي دوی ته نه وی ورکړل سوی. چي پنځه میلیونه افغانی پخوانې امنیه قوماندان اونوری یي دمالی آمر او ملګرو حیف اومیل کړي. له همدی وجي نه دنورستان ولایت سرتیرو او افسرانو خپلې دندي خوښي کړي اودولایت دری ولسوالې دپاکستاني ملیشو اومخالفوطالبانولاسته ورغلي.
د رنجبرپه وینا پخواني والي جمال الدین بدرپه دوو میاشتو بند،د نورستان پخواني د امنیې قوماندان شمس الرحمن زاهد په شپږوکلونوبند، پخوانی مالي آمرشمس الله په لسوکلونو بند او دمعاشونو دبرابرولو غړي هریو په یونیم کال بند محکوم شوي دي.