په قبايیلي سیمه کښې میشت د طالبانو شوری د پاکستان د ریلوي مرکزي وزیر غلام احمد بلور د خپل تور لسټ نه لری کړی دی. طالبانو زیاته کړی دوی به غلام بلور نه په نښه کوی.د طالبانو ویاند ځنو بهرنو مطبوعاتو ته ویيلي د عوامي نیشنل پارټۍ د مرکزی وزیر په اړه يی دغه فیصله وروستو د هغی کړی چې غلام بلور ویيلي وو د به د پیغمبر اسلام سپکاوی فلم جوړونکې تن په وژلود یو لک ډالرو انعام ورکوی. غلام احمد بلور په اوسنی حکومت کې یواځنی وزیر دی چی طالبانو خپل ملګری بللی. نوموړی د ای این پی لخوا د مرکزی کابینی غړی دی.د طالبانو ویاند زیاته کړی د عوامی نیشنل پارټۍ نور مشران هم هغه شان ددوی په نښه دی.د غلام احمد بلور د دغه بیان وروستو د پاکستان وزیر اعظم راجه پرویز اشرف ددغی بیان غندنه کړی وه او عوامی نیشنل پارټۍوييلي وو دغه بیان د غلام بلور خپل بیان دی دا د پارټۍ پالیسي نه ده.غلام احمد بلور د پخوا راهسی د پیښور یوی سیاسی کورنۍ غړی دی او دده کشر ورور بشیر احمد بلور په خیبر پښتونخوا کې د صوبايی کابینی سینیر وزیر دی. بلور کورنۍ پیښور کې د نورو کاروبارونو تر څنګ د سنیما ګانو مالکان هم دي په دوی باندی اکثره په دغه سنیما ګانو کې د ځینو فلمونو چلولو لپاره نیوکې هم کیږي. بلور کورنۍ دغه نیوکې اکثر ردوی او وايي سنیماګاني يي په ټیکو ورکړی اود فلمونو د خه یا خراب معیار ذمه وار نه ديپه قبايیلي سیمه کښې میشت د طالبانو شوری د پاکستان د ریلوي مرکزي وزیر غلام احمد بلور د خپل تور لسټ نه لری کړی دی. طالبانو زیاته کړی دوی به غلام بلور نه په نښه کوی.د طالبانو ویاند ځنو بهرنو مطبوعاتو ته ویيلي د عوامي نیشنل پارټۍ د مرکزی وزیر په اړه يی دغه فیصله وروستو د هغی کړی چې غلام بلور ویيلي وو د به د پیغمبر اسلام سپکاوی فلم جوړونکې تن په وژلود یو لک ډالرو انعام ورکوی. غلام احمد بلور په اوسنی حکومت کې یواځنی وزیر دی چی طالبانو خپل ملګری بللی. نوموړی د ای این پی لخوا د مرکزی کابینی غړی دی.د طالبانو ویاند زیاته کړی د عوامی نیشنل پارټۍ نور مشران هم هغه شان ددوی په نښه دی.د غلام احمد بلور د دغه بیان وروستو د پاکستان وزیر اعظم راجه پرویز اشرف ددغی بیان غندنه کړی وه او عوامی نیشنل پارټۍوييلي وو دغه بیان د غلام بلور خپل بیان دی دا د پارټۍ پالیسي نه ده.غلام احمد بلور د پخوا راهسی د پیښور یوی سیاسی کورنۍ غړی دی او دده کشر ورور بشیر احمد بلور په خیبر پښتونخوا کې د صوبايی کابینی سینیر وزیر دی. بلور کورنۍ پیښور کې د نورو کاروبارونو تر څنګ د سنیما ګانو مالکان هم دي په دوی باندی اکثره په دغه سنیما ګانو کې د ځینو فلمونو چلولو لپاره نیوکې هم کیږي. بلور کورنۍ دغه نیوکې اکثر ردوی او وايي سنیماګاني يي په ټیکو ورکړی اود فلمونو د خه یا خراب معیار ذمه وار نه دي پاکستاني طالبانو ويلي د اورګاډیو لپاره د دغه هېواد وزیر حاجي غلام احمد بېلور نوم د په نخښه شویو کسانو له لسته ځکه وباسي چې تېره اوونۍ يې د اسلام ضد امریکايي فلم جوړونکي د وژلو پر سر د جایزې اعلان وکړ.د “تحریک طالبان پاکستان” په نامه د دغې ډلې یوه ویاند احسان الله احسان رسنيو ته له یوه نا معلوم ځایه ویلي چې د دوی شورا وروسته له هغه پړېکړه وکړه چې د ښاغلي بېلور نوم د په نخښه شویو کسانو له لسته وباسي چې نوموړي د اسلام ضد فلم د جوړوونکي د وژلو پر سر د انعام اعلان وکړ.دغه ویاند زیاته کړه چې شورا يې دا پړېکړه کړې او وايي د ښاغلي بېلور اعلان یو زړه ور کار و.د اورګاډو وزیر غلام احمد بېلور هغه وخت د نړېوالو پام او غندنې را پورته کړې چې په امریکا کې د جوړ شوي اسلام ضد فلم د جووړونکي وژونکو ته يې د ۱۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو د انعام اعلان وکړ او پر القاعده او طالبانو يې غږ وکړ چې د هغه په ټکو په دغه نېک کار کې ور سره مرسته وکړي.ښاغلي بېلور استدلال کاوه چې دا به یوازېنۍ لار وي چې د اسلام د پېغمبر (ص) پر وړاندې سپکاوی ودروي. خو د ښاغلي بېلور ګوند عوامي نیشنل پارټۍ او د پاکستان مرکزي حکومت ژر ځان لېرې وښوود او و يې ويل چې دا د غلام بېلور خپل شخصي نظر دی او د هغه له ګوند او مرکزي حکومت سره هیڅ تړاو نه لري.د طالبانو ویاند احسان زیاته کړه چې که حتی په راتلونکي کې هم ښاغلي بېلور د دوی پر ضد څه وويل نو هیڅ به نه ور ته ويل کيږي او بې خاره به ګرځي.خو دا یې هم په ډاکه کړه چې د غلام بېلور د ګوند نور غړي به دا امتیاز نه لري.د عوامي نيشل ګوند څو غړي په تېرو څو کلونو کې د وسله والو له خوا په دې خاطر په نخښه شوي او وژل شوي چې د طالبانو پر ضد يې د پوځي عملیاتو ملاتړ کاوه.د پاکستان لومړي وزیر د ښاغلي بېلور د وینا غندنه کړې او داسې ګونګوسې هم وې چې ښايي حکومت د غلام احمد بېلور د وزارت له دندې نه د لېرې کېدو پر سر هم غور کوي.عوامي نيشنل ګوند د پيپل ګوند ایتلافي ملګری دی.