کور / تازه خبرونه / مشرانوجرګې ثريادليل په اداري فساد کې پر لاس لرلو تورنه کړه.

مشرانوجرګې ثريادليل په اداري فساد کې پر لاس لرلو تورنه کړه.

کابل :دلمر(طلوع)تلویزیون په ننې خبرکي راغلې،چي دمشرانوجرګې دشکايتونو داورېدوکمېسيون مشر ډاکټرزلمي زابلې نن دعامې روغتيا وزيره ثریادلیل دمشرانوجرګي کمیسیون ته راغوښتي وه او هغه یی په اداري فساد کې په لاس لرلو اوسليقوي چلند تورنه کړه.
د مشرانو جرګي دشکایتونوکمیسیون مشر ٍثریا دلیل ته مخا مخ وویل،چي دروغتیا په وزارت کي دیرش (۳۰) تنوداکټرانوته دلوړو ډالرې تنخواوو ورکول قانونې بڼه نلري .هغه دځینو ډاکټرانونومونه واخیستل چي د پنځه زروډالرونه تر شپږ و زرو ډالرو پوري میاشتني تنخواه(معاش) اخلې . ولی ثریا دلیل وایی چي ټول کارونه یی قانوی بڼه لري. په غو نډه کي ددغه وزارت ځینې ډاکټران هم رابلل سوی وو،چي دهیوادپه لیرو پرتوسیموکي دنده لري اودنهو میاشتورا هیسې یی خپل قانونې معاشونه دي تر لاسه کړي.نوموړۍ وزیری په غونډۍ کې راغلو ډاکټرانوته وویل چي دابه دمربوطې اداری څخه پوښتنه وکړي چي ولې یي ستاسوتنخواوي دومره ځنډولې دي.دروغتیا وزيرې دمشرانو جرګي د شکایاتونو داوریدودکمیسیون ټول واردتورونه په کلکه ردکړل. او وایی چي ددي وزارت ټول کارونه سم اوقانونی دي.