د كندهارولایت د ښار په اتمه ناحيه كې ديوه لس بستريز روغتون د بنسټ ډبره نن سهار كېښودل شوه.
د كندهاردعامې روغتيا ريیس ډاكتر عبدالقيوم پخلاد دغه روغتيايي مركز د بنسټ د ډبرې داېښودلوپرمهال خبريالانو ته وويل،چې پر دغه روغتیايي مرکز ۲۱۳ زره ډالره لګښت راځي، چې دامريكا د متحده ايالتونوله خوا وركول كېږي.
د پخلا په خبره، د ورته روغتيايي مركزونو د جوړېدلو چارې په نورو سيمو او ولسواليو كې هم روانې دي.
د كندهار د عامې روغتيا ريیس ډاكتر عبدالقيوم پخلا د دغه روغتيايي مركز د بنسټ د ډبرې د اېښودلو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې پر دغه روغتیايي مرکز ۲۱۳ زره ډالره لګښت راځي، چې د امريكا د متحده ايالتونو له خوا وركول كېږي.عامې روغتيا ریيس وويل، چې دغه روغتون د شهيد مامون طاهري په نوم دى، چې په يوه جرېب ځمكه کې په يوه پوړ كې جوړېږي.
ډاکتر پخلا وویل، چې د دغه لس بستريز روغتون له جوړېدلو سره به د نژدې سيمو د خلكو ستونزې هوارې او هغوى ته به بشپړ روغتيايي خدمات برابر شي.
د پخلا په خبره، د ورته روغتيايي مركزونو د جوړېدلو چارې په نورو سيمو او ولسواليو كې هم روانې دي.
د دغه روغتيايي مركز د جوړېدلو چارې په داسې حال كې پيل شوې، چې اوس هم د كندهار ولایت ډېری وګړي روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري.
د دغه ولایت په لېرې پرتو سيمو كې زيات خلك د دوامداره ناروغيو له لاسه خپل ژوند د لاسه وركوي.