کور / هراړخیز / حاجي معراج او دهغه اتلواله خدمتونه

حاجي معراج او دهغه اتلواله خدمتونه

دتيرو درې لسيزو را پديخوا دپخوا په نسبت دلراوبر اوسيدونکو يو دبل سره په پوره نږديوالي وپيژندل او هم ديوې ستونزې په لرلو سره دلرى او برى پښتونخوا اوسيدونکى دخپلو افغان کډوالو ورونو په دردونو او ستونزو کې شريک شول .

حاجي معراج افغان کډوالو ته په غوره خدمتونو چې په خيبر پښتونخوا افغان کونسلګرى کې يې دمخه هم دستاينې وړ خدمتونه کړى ؤ يوځل بيا ئې دخپلو افغاني ورونو خدمت ته ملاوتړله حاجي معراج دننګرهار ولايت دبهسودو اوسيدونکى چې نه يوازې ديوې سيمې بلکه دټولو افغانانو دحقيقى نماينده په توګه يې په افغان کډوالو کې ځانګړى مقام ترلاسه کړيدى . ددې ځانګړى مقام ترلاسه کول دخپلو افغانانو په غوره توګه خدمت کول ، په لر اوبره پښتونخوا کې ديوه غوره شخصيت شهرت ترلاسه کول دهغه بې له ژبني ، لوريز او نورو کينه ګرى نه دپاک سياست نتايج دى څومره معلومات چې ماته لاس ته راغلى هغه پدې دلالت کوي چې ښاغلى حاجي معراج په پاکستان خيبر پښتونخوا افغان کونصلګرى کې دافغانانو لپاره يو ريښتنې پازوال او دزړه دتل نه يو دردمند خوالګر انسان دى ځکه درې لسيزى دمخه دحاجي معراج کورنۍ په افغان او اسلامي هوډ دنورو هېوادوالو سره دسرلښکري په توګه اوسي تاړالګرو په مقابل کې دويښو او پوځيوالو په څير راپورته شوى ، دجهاد مقدس سنګر يې دالله اکبر په نعرو تود ساتلى دى . دخپلو نيکونو په څير يې پرنګ ته يې ماته وکړې وه دا رنګه يې دخپلو هېوادوالو په مرسته روسي بلوسګرو ته هم ماته ورکړه دهمدې قربانيو پايله ده چې نن ورځ دهر افغان په زړه کې ځاى لري .

په خيبر پښتونخوا دافغان کونسلګرۍ مرستيال حاجي معراج دخدمتونو هر څومره چې انځورګرى شويده دخپل ګران هېواد و مسلمان غيرتى ملت سره دبې کچه مينې او اخلاص څرګندونې په لاس راغلى دى ځکه خو په پاکستان کې نه يوازى افغانان بلکه د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ دښو اړيکو ښه لرونکى پدې وياړ کوي دلته يوه ټکى ته اشاره کول اړين بو،لم هغه دا چې تراوسه پورې ښاغلى حاجي معراج دخپلو شخصي ګټو دپاره هلې ځلې ندي کړى تل يې ملي ګټي په نظر کې نيولى دبښاند او لوراند ذات دخوښۍ دپاره يې په هر ډول سرښندنى دکوټمارو پر ګنيز سياست ته په متين هوډ ځواب ويلى دى .

دکونسلګرۍ په چارو کې يې دچا توپير هم ندى کړى دپاسپورټ ، ويزې او نورو د کونسلګرۍ پورى اړوند چارو کې چې دچا هم ورته اړتيا پيدا شويده په ورين تندي يې ديوه ريښتنى خدمتګار په توګه خپل افغاني او پښتني غيرت ورسره مرسته کړى ده ،هغه په خدمت کولو دهر چا زړه لاس ته راوړى دى . ځينې وخت کې چې په چا دظلم او ميرى مور دسلوک معلومات ورته شويدى بې له دې چې پيژندګلوي د چاسره ولري ديوه افغان په صفت يې هغه سره مرسته کړيده . دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ته مونږ ټول افغانان چې په پاکستان کې اوسيږو يوه غوښتنه دا هم کوو چې دحاجى معراج خدمتونه په نظر کې ونيسي او لوړ مقام ته يې دافغانانو دلا خدمت دپاره وروپيژنى ګوندې افغانانو ته دنورو خدمتونو توفيق هم خداى ورکړى په پاى کې وايم چې لوى رب العزت دى هغه چاته عزت ورکړى څوک چې دخپل مسلمان او مجاهد عزت کوي او د قدر په سترګه ورته ګوري.