کور / تازه خبرونه / طالبان د کندهار د ښوراوک ولسوالۍ دنيولو ادعا کوي

طالبان د کندهار د ښوراوک ولسوالۍ دنيولو ادعا کوي

دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي تیره شپه ۳بجې دکندهار ولایت له لیري کنټرولیدونکې ولسوالي ښوراوک دطالب جنګياليو د بريد په نتيجه کي ددوی لاسته ورغلې ده .
نوموړی ادعا کوي چي ډیری عسکردجګړې له میدانه و وتښیدل او ۴تنه وژل شوي جنګیالي یې دجګړې په ځای کي پاتې شول او یوتن هغه یې اسیر شو .
قاري يوسف وايي چي په دې جګړه کي ددوی يو طالب هم وژل سوی دی خو سهار مهال طالبان د ولسوالۍ څخه د يو شمېر سپکو او وسلو په وړلو سره بيرته له سيمي ووتل .
د کندهار چارواکي بيا د طالبانو دغه ادعا نه مني او وايي په ښوراوک ولسوالي کي د درې ساعته وسلوالي جګړې پرمهال ٤ تنه وسلوال مخالفين وژل سوي چي مړي او سلاوي يې په سيمه کي پاته دي. چارواکو د ۴ پوليسو زخمي کېدل تاېيد کړيدي .
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر لخوا په دې اړه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي د کندهار په سرحدي ولسواليو کي ډېر وختونه وسلوال مخالفين د پاکستان له پولي را اوړي او دلته د ورانکارو فعاليتونو تر اجرا وورسته بيرته د پاکستان پولي ته اوړي چي د پاکستاني پوله ساتو لخوا هم ورته تود ښه راغلاست ويل کيږي.