کور / تازه خبرونه / بېرته ستېندونکي افغان کډوال له پوليسو سر ټکوي.

بېرته ستېندونکي افغان کډوال له پوليسو سر ټکوي.

پېښور : افغانستان ته بېرته ستنېدونکي کډوال شکايت کوي، چې د يو اين ايچ سي آر له کتنې څخه وروسته چې کله د تورخم په لوري روان شي نو په بېلا بېلو تمځايونو کې پوليس تنگوي او ترې پيسې اخلي. د حاجي سردار په نامه يو افغان کډوال چې د تېرو دېرشو کلونو څخه وروسته خپل هېواد ته ستنېده د پېښور تورخم په بېلا بېلو سيمو کې له پوليسو سر ټکوي او وايي چې له زرو تر دوه زره کلدارو پورې له بېرته ستنېدونکو کډوالو اخيستل کيږي، چې دا يوه ستره ناروا ده.