قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه الوتکې يا ډرون څخه ترسره شوي ميزائيلي بريد کې دالقاعده دوه کمانډران وژل شوي دي.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ديوې استخباراتي سرچينې له قوله وئيلي دي چې دالقاعده ددغو وژل شوؤ کمانډرانو نومونه ابو کاشه العراقي او صالح الترکي دي. استخباراتي چارواکي وائي ابو کشف العراقي چې دعراق سره تعلق لري په کال 2011م کې شمالي وزيرستان ته ورغلى ؤ دهاغه وخت راهسې دغلته دالقاعده لپاره په هلو ځلو بوخت يو فعاله کمانډر ؤ.دډان ترمخه دطالبانو سرچينو هم پخلى کړى دى چې دابو کاشه العراقي جنازه دگل په شپه دشمالي وزيرستان په موساکي سيمه کې ادا کړل شوې ده. دعيني شاهدانو ترمخه دشمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې ترسره شوي دډرون بريد کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وؤ. دډرون لخوا دافغان پولې ترڅنگ دشمالي وزيرستان په ديگان نومې سيمه کې دالقاعده او طالبانو په يوه گډه ځاله بريد ترسره شوى ؤ، او په وژل شوؤ کسانو کې ابو کاشه او صالح الترکي هم شامل دي.