کور / هراړخیز / اسلامي نړۍ ته هېښوونکی خبر
کوکاکولا او پيپسي ته الکهول ور ګډيږي

اسلامي نړۍ ته هېښوونکی خبر
کوکاکولا او پيپسي ته الکهول ور ګډيږي

د زیات وخت راپدیخوا د نړی ژورنالستان او د خواراکی موادو کنترول اداری په دی هڅه کښی وه چی د کوکاکولا د ګډولو نسخه لاسته وروړی تر څو وګوری چی په دی خوندورو اوبو کښی کوم شیان شامل دی . دا مریکا او اروپا د خواکه موادو له قانون سره سم باید د هر خوراکه باب پر پاکټ ، بوتل ، قطعی او یا کاټن باندی لیکل شوی وی چی کوم مواد پکښی ګډ دی . اما د کوکاکولا نسخه د ۱۲۵ کالو راپدیخوا پټه ساتل شوی وه . داسی ویل کيږی چی د کوکا کولا د ګډولو نسخه د امریکا په اتلانتا کښی د یوه مشهور بانک په تجرۍ کښی ساتلې پرته ده .



 
خواوس د امریکا یوی ويب پاڼی لیکلی دی چی يوه ډیره زړه ورځپاڼه د هغی لاس ته ورغلی ده چی په هغی کښی د کوکا کولاد ګډولو نسخه لیکلی وه. ددی نسخی نه معلومیږی چی له کوکاکولا سره د تولید په وخت کښی په کمه پیمانه الکهول ګډیږی . ددی خبر سره سم د فرانسی  یو خوراکی موادو انستیتوت ۱۹ مختلفی کوکاکولاوی تر کنترول لاندی ونیولی چی له هغو نه په ۱۰ کوکاکولاوو کښی الکهول پیدا سوه . ددی لسو جملی نه اصلی کوکاکولا او پپسی هم شاملی دی . ددی انستیتوت د کنترول نتیجی د اسلامی نړی احساسات راو پارول ، دا ځکه چی مسلمانان د خپلی دینی عقیدی په اساس له الکهولو نه ډډه کوی . څنګه چی کوکا کولا په اسلامی هیوادونو کښی هم زیات چښل کیږی ، نو د کوکاکولا کمپنی په مسلمانانو په پټه توګه الکهول خوړلی دی .
 
د کوکاکولا کمپنی د تجارتی پالیسی سره سم د نړی په هر هیواد کښی چی کوکاکولا تولید کیږی ، باید له اصلی نسخی نه استفاده وشی تر څو ددی خوندورو اوبو ستنډرد او معیار وساتل شی . له همدی کبله په اسلامی نړی کښی  د مسلمانانو جذبات راپاریدلی دی په دی مانا چی ددوی په هیوادونو کښی هم په کوکاکولا کښی الکهول شامل دی .
 
کوم وخت چی دا خبره میدان ته راووتله ، په اسرائيلو کښی یو مسلمان خپل دين او خپل عبادت په ستونزه کی ولید او د کوکاکولا پر کمپنی یی دعوه چالان کړه . په دعوه کښی راغلی دی چی دی سړی د کلونو راپدیخوا بیله کوم خبر او اطلاع نه الکهول خوړلی دی چی ددی عمل مسئول د کوکاکولا کمپنی ده . داسړی د کوکاکولا د کمپنی نه د هر یوه مسلمان پر سر چی په اسرائیلو کښی ژوند کوی تاوان غواړی . جمله مبلغ چی دا مسلمان سړی یی د کوکاکولا نه غواړی ۳۳ میلیارده ډالرو ته رسیږی . په دعوه کښی داسی هم راغلی دی چی د کوکاکولا دا عمل د خوراکه مواد په کنترول کښی دا لوی ترینه خطاایستونکی لوبه ده چی د کوکاکولا کمپنی د مسلمانانو سره کړی ده . د نړی زیاته لویه کمپنی لکه کوکاکولا ولی پرخپلو تولیداتو د الکهول نوم ندی لیکی پداسی حال کښی چی دوی پدی ځای پوهیږی چی مسلمانان الکهول نه خوری . د کوکاکولا کمپنی ددی ادعا په مقابل کښی ويلی دی چی په کوکاکولا او پپسی کښی پر هر ليټرکی فقط ۱۰ ملیګرامه الکهول شامل دی چی دا یوه ډیره کمه اندازه ده او صحت ته تاوان نه رسوی . خو دوی بیا دا خبره هیره کړیده چی په اسلام کښی د الکهولو مقداریا کمیت د بحث وړندی بلکه د هغه شتون په کوکاکولا کښی دی ، ځکه په اسلام کښی الکهول په هره پیمانه چی وی ، اصلاً منع دی .




De oorspronkelijke bijlage downloaden
لیکوال : احمدالله رحمانی
28.09.2012


په کوکا کولا او پپسی کی د اکهولو ورګډولو ثبوت


دری ورځی مخکی زما یوه لیکنه » اسلامی نړی ته هیښونکی خبر« تر عنوان لاندی د لر اوبر ویيپاڼی له خوا خپره شوه ، ما هلته په کوکا کولا او پپسی کی د الکهولو ورګډولو په اړه پوره مالومات وړاندی کړ . د زیاتو لوستونکو له خوا هیله څرګنده شوه چی که زه ددی موضوع په باب ثبوت وړاندی کړم ، نو د ګرانو لوستونکو قناعت به حاصل شی . له همدی کبله یی زه اوس پر ځای بولم ، پدی موضوع پوره رڼا واڅوم .


لکه څنګه چی ما په تیره لیکنه کی لیکلی وه ، د لمړی ځل لپاره یوی امریکای ویبپاڼی خبر ورکړ چی د کوکا کولا د ګډیدو نسخه لاس ته ورغلی ده او په هغه کی روښانه شوی ده چی کوکا کولا او پپسی ته الکهول ور ګډیږی . کوم وخت چی ددی موضوع په اړوند د کوکا کولا د کمپنی نه پوښتنه وشوه ، هغوی ومنل چی الکهول ور ګډیږی ، اما په ډیره کمه پیمانه . د کوکا کولا کمپنی ددی لپاره چی ددی خبر نه لویه ډ نډوره جوړه نه شی ، زیاته کړه چی په هره میوه کی لکه مڼی (سیب) ناک او یا انګور د کوکا کولا تر پیمانی زیات الکهول موجود دی ، او دا میوی خو هم مسلمانان خوری . دا خبره پر ځای ده ، لیکین له میوو نه الکهول د نشی په منظور نه تجزیه کیږی ، او ترکومه وخته چی میوه پدی شکل تجزیه شوی نه وی ، و مسلمانانو ته د میوی حیثیت لری ، نه د الکهولو . له بلی خوا هغوی ته باید وویل شی چی مسلمانان د اسلام ددین پیروی کوی او هر څه چی په اسلام راغلی دی پرهغه مسلمانان عمل کوی . په اسلام کی د میوی خوراک منع نه دی او الکهول منع دی . پدی ځای کی دا سوال بیځایه دی چی په میوه کی الکهول شتون لری او که نه؟


د دا لاندی لینکونو په کتلو به محترمو لوستونکو ته ثابته شی چی په کوکا کولا او پپسی کښی الکهول شتون لری او ددی حقیقت نه هیڅوک سترګی نه شی پټولای .


Telegraph /GB


http://www.telegraph.co.uk/foodanddrink/8324778/Coca-Cola-recipe-discovered.html#


 The Sydney Morning  Herald


http://www.smh.com.au/lifestyle/life/is-the-secret-to-cocacola-out-20110215-1au59.html


 Time


http://newsfeed.time.com/2011/02/15/is-this-the-real-thing-coca-colas-secret-formula-discovered/


د کوکا کولا د کمپنی د پالیسی سره سم باید د دی خوندورو اوبو د تولید لپاره په هر ځای ، هر هیواد او هره کمپنی کی د اصلی او اوریجینل نسخی نه استفاده وشی . هغوی په خپله پالیسی کی د اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو توپیر نه دی ښودلی . دا چی په افغانستان کی به هم د اصلی نسخی په استفاده کوکا کولا او پپسی تولید کیږی او که نه ، و دی پوښتنی ته باید د افغانستان د کوکا کولا کمپنی جواب ووایی . زما نظر دادی چی د کوکا کولا کمپنی کولای شی هر څه و خپلو تولیداتو ته ور ګډ کړی ، خو باید پر بوتل او قطعی لیکلی شوی وی چی هلته کوم شیان ور ګډ دی . پدی صورت کی به هغوی له ځانه مسئولیت لیری کړی وی او مسلمانان به پوه وی چی له کومو تولیداتو نه استفاده وکړی او له کومو نه ډډه شی . اما داسی کړنه چی  الکهول ور ګډ کړی او د اسلامی نړی په مقابل کی پر هغه خوله پټه کړی ، د انسانیت او اخلاقو نه لیری کار دی . ما خپله اولنی لیکنه په هماغه ورځ په افغانستان کی تقریباً ټولو ورځپاڼوته هم لیږلی ده. خو څنګه چی زه په افغانستان نه اوسیږم ، راته مالومه نه شوه ، چی ورځپاڼو دا خبر خپور کړی دی او که نه ؟ که یی نه وی خپور کړی نو جوته کیږی چی هغوی د خپلو ګټو په نظر کی نیولو سره دداسی هیښونکی خبر د خپریدو نه قصداً ډډه کوی . نن ورځ دولسونو د خبرتیا لپاره ښه ترینه وسیله ورځپاڼی دی . نو که هغوی پر داسی مهمو موضوعګانو باندی خوله پټه کړی ، بیا به د افغان نا خبره اولس په څه خبریږی . زموږ سپیڅلی اسلام ته نه یواځی په بمونو اویا فلمونو سپکاوی کیږی ، حتی په خوراکی مودو کښی مو هم د ین سپک دی . 
خدای (ج) قاضی دی ، هغوی به خپله جزا ووینی . ومن الله توفیق