کور / تازه خبرونه / دلوی څارنوالې پخوانې مرستیال په نغدو پیسو جریمه سو.

دلوی څارنوالې پخوانې مرستیال په نغدو پیسو جریمه سو.

د افغانستان دلوی څارنوالي پخواني مرستیال فضل احمد فقیریار چي دوه کاله مخکي نوموړې متهم اوملامت کسان محکمی ته لیږل نن په خپله د محکمي لخوا په نقدو پیسو جریمه سو.
دکابل داستیناف یوی محکمې دافغانستان دلوی څارنوالې پخوانې مرستیال فضل احمد فقیریارددروغواو تهمت ویلو په تورپه جرم پنځلس زره افغانۍ چي (۲۵۰) امریکا یی ډالره کیږی نغدي جریمه کړی.
دفضل احمد فقیریار جرم دا وو،چي دوه کاله مخکې یی ادعا کړې وه، چې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ددې لامل شوی، چې دهېواد ۵۰۰ زره ډالرودلېږدوني پانګه یی دیوه بهرني شرکت جیب ته لوېږي او بېرته نه راګرځي.
خودښاغلي سپنتا وکیل ادعا کړې ده، چې ښاغلي فقیریارله ځینو بهرنیواوکورنیورسنیوسره په څرګندونوکې د ښاغلي سپنتا شخصیت ته زیان رسولی دی.
د فضل احمد فقیریاراورنګین دادفر سپنتا قضیه پر ۱۳۸۶ هجري لمریزکال پورې تړاو لري، چې هغه وخت ښاغلی سپنتا د بهرنیو چارو وزیر و.
د ښاغلي سپنتا وکیل احمد فریدعرب زی وايي، چې ښاغلي فقیریارله تقاعداو د دندې له پرېښودو وروسته هم ټینګار کاوه چي ښاغلی سپنتا د فساد په یوه قضیه کې ښکېل دی.
خو ښاغلي فقیریاردمحاکمې پرمهال وویل، هرڅه یې چې ویلي اسناد پرې لري او له خپل ځانه څخه به دفاع وکړي.
د محکمې د ناستې په پای کې، ګمارل شوو قاضیانو ښاغلی فقیریار په دروغو تورن کړ اوپه ډاګه یی کړه چي ښاغلی فقیریار بایدپنځلس زره افغانۍ نغدي جریمه ورکړي.
خو ښاغلی فقیریارد محکمې له پرېکړې ناراضه ښکارېده او ویل یې چې د یوې بلې محکمې غوښتونکی دی.
دیادونی وړده چي په افغانستان کي د کابل بانک ، دترانسپورت وزارت، د حج اواوقافووزرات، دآریانا افغان هوایی شرکت اود لسګونونورولوړپوړوچارواکود غلا،رشوت اوپه فسادکيي ککړوښکیلوکسانودوسیېي اوقضیي دمحکمودپریکړومیز وته راونه رسیدي چي پړاوملامت کسان تراوسه پوري نه دي محاکمه شوي.