د پوهني وزارت څخه لراوبر په رارسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي چې په دې ورستیو کې زموږ پر پاکه خاوره د پولې له هغې غاړې د توغول کېدونکو توغندیو د د لګېدو له امله د کنړ ولایت د دانګام ولسوالۍ د زوړبرول ښوونځي ودانۍ ویجاړه او ترڅنګ یې ددې ښوونځي اداري سندونه، تجهیزات، درسي کتابونه او سربېره پردې شل جلده قرانکریمونه او د ښوونځي نور ګڼ لوازم وسوځېدل.
په خبرپاڼه کي د پاکستان دغه کړنه غير اسلامي عمل بلل سوی دی ((د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت په داسې حال کې چې د زوړبرول په ښوونځي کې د ۲۰ جلده قرانکریمونو په سوځېدلو ژوره خواشیني څرګندوي، دغه غیر اسلامي کړنه محکوموي او په کلکو ټکو یې غندي)).
د پوهني وزارت په خبرپاڼه کي راغلي چي د افغانستان مجاهد او مسلمان ولس به چې خپلې دنیوي او اخروي ګټې د اسلام مبارک دین تر سیوري لاندې ویني، هېڅ وخت هېچاته اجازه ورنکړي، چې دیني او ملي ارزښتونو ته یې په سپکه سترګه وګوري او یا تېری پرې وکړي.
پر کنړ ولايت د پاکستاني پوځيانو لخوا د تېرو شپږو مياشتو راهيسي لسګونه زره توغندۍ ويشتل سوي دي خو دا لومړۍ ځل دی چي په دغو توغنديو کي ښوونځی ، کتابونه او د قرآن کريم نسخې سوځول کيږي .
تر دې وړاندي د عامو خلکو کورونه او سيمه ايزو وګړو ته ددغو بريدونو له امله ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي .
تېره ورځ په ملګرو ملتونو کي د امنيت شورا ته د افغانستان د دولت لخوا په دې اړه شکايت پاڼه رسېدلې او تر غور لاندي نيول سوې وه .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه