دملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نن سهار رسنیوته ویلي، چي دغزني، فراه، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې د ملي اردو ځواکونو څوارلسوسرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته. خبر زیاتوی چي د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او پېنځه نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه دغه راز لیکي، چې د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې هم د دغو ځواکونو څلورسرتېري او په میدان وردګو او پکتیکا ولایتونوکې یې درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سرتېري د دولت د وسله والو مخالفینو په مخامخ بریدونو او د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د ملي اردو ځواکونو هم په بېلابېلو عملیاتوکې لس تنه د دولت وسله وال مخالفین وژلي او اتلس نور یې هم نیولي دي. ولې د پېښودکره وخت اود ټپیانودروغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویل شوي .د خبرپاڼې په ویناپه دغو عملیاتوکې یوه اندازه وسلې اوجنګې مهمات هم د ملي اردوځواکونولاسته ورغلي دي،خود دولت وسله والومخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.