کور / سياسي / پوځي پاله بهرنۍ تګلاره : ډیر تلفات او تباهۍ

پوځي پاله بهرنۍ تګلاره : ډیر تلفات او تباهۍ

لیکوال : جورج بریسګر
منبع : فیوچر آف فریډم فاونډېشن ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۹/۱۹
ژباړه او لنډیز د نثار احمد صمد
د دعوت ويبپاڼي څخه په مننه

بارک اوباما او میټ رومني دواړه به یوه داسی امریکایی امپراتوري مخته بیایی چی هم به خپل هیواد او هم به نوره نړۍ سخته زیانمنه کړی . سپما ( اقتصاد ) ته خورا سخت خطر متوجه کوی . که یې له دوی نه هر کاندید هم وګټی ، په نړۍ کی به د دولتونو جوړونکې ، بم اچونکې او ننوتونکې بهرنۍ تګلاره همداسی جاری وی . بس دا د دواړو ګوندونو اړونده جنګ پلوه ( جنګره ) بهرنۍ تګلاره ده . دغه ثابت او مسَلم نتایج د اوباما او میټ رومنی دواړو په څرګندونو کی له ورایه ښکاری .

کوم بدلون ؟ څلور کاله مخکی اوباما د « بدلون » ژمنه کړې وه . خو د ده بهرنۍ تګلاره تر اوسه هم هماغه ده چی له مخی یې امریکا د نړۍ پولیس دی . یعنی هغه څه چی اوباما یې پر ضد د ۲۰۰۸ په انتخاباتی مبارزه کی خبری کولې… په حقیقت کی اوباما کټ مټ هغه بهرنۍ تګلاره تعقیب کړې ده چی د ده نه مخکني غیر عوامی ولسمشر راپیل کړې وه .

اشتباه ګانی هماغسی جریان لری : اوباما نه یوازی دا چی افغانستان ته نور ډیر پوځیان ولیږل ، بلکی په مې کی یې وویل چی امریکایی پوځیان به هلته تر ۲۰۱۴ پوری پاته وی . نو ځکه به په افغانستان کی د راتلونکو دوو کالو په موده کی نور ډیر امریکایان هم ووژل سی . که څه هم دﺉ په دې ښه پوهیږی چی امریکایان دا جنګ نه خوښوی ، خو بیا یې هم وویل چی امریکایی پوځیان به تر غوڅ ضرورت آن یوه ورځ لا هم اضافه پاته نسی . ده دا قول هم وکړ چی « دغه مأموریت به بشپړوو » او « دغه جنګ به مسؤلانه پای ته رسوو » . دا چی وایی دغه جنګ به مسؤلانه ختموو ، هماغه د ریچرډ نیکسن خبره رایادوی چی ویل یې زما تګلاره به د ویتنام د جنګ لپاره « شرافتمندانه سوله » رامنځته کړی…. د ویتنام جنګ هم نیکسن نه و راپیل کړی ، بلکی هغه د لیندن جانسن لخوا په میراث کی ورپاته سوی و . نیکسن هم د اوباما غوندی وروسته دا جنګ ته چی هغه نه و پیل کړی ، دوام ورکړ . آن دا چی ویل یې له ویتنامه پوځی وتنه به جنوبی ویتنام په دې قادر کړی چی دا جنک پرمخ یوسی لکه نن چی راته وایي چی افغان حکومت هم دغسی وړتیا لری ، نو ځکه امریکایان باید « په عزت سره » خپل هیواد ته راستانه سی .

نیکسن ته د فرانسې ولسمشر چارلیس دوګول ، چی ده ډیر احترام ورته درلود ، خبردارﺉ ورکړی و چی د امریکا لپاره یوازینۍ محسوسه لاس رسي هماغه له ویتنامه فوری وتنه ده . خو نیکسن هم د اوباما غوندی ښه مشوره او خبره و نه منله ، نو هغه وو چی په ویتنام کی د هماغه نیکسن د ولسمشرۍ پر مهال د جانسن تر مهال ډیر امریکایان ووژل سول .

کوم توپیر ؟ که څه هم بارک اوباما او میټ رومنی زیار باسی چی خپله بهرنۍ تګلاره یو له بل نه بیله وښیی ، خو دا توپیر یې صرف په خوله یعنی ګفتار کی دی نه په عمل کی . د هغوی بهرنۍ تګلارې نور هیوادونه زیانمن کړی او پسی زیانمن به یې کړی .

لیکوال مایک ګیرسن لیکی چی « ولسمشر اوباما د جورج بوش لخوا د ترور پر ضد راپیل کړی جنګ هماغسی مخته وړی… مورنی ګوند په دې برخه کی د بې پیلوټه طیارو او اهدافی وژنو له درکه پلارنی سوی دی . » دا چی اوباما د ۲۰۱۲ کال لپاره د ملی دفاع ۶۶۲ بلیونه ډالره بودجه منظور کړه ، نو په دې سره یې آن تر پخوا لا هم ډیره نظامی لاس رسي ثابته کړه . په دې حصه کی د ایران ، چین او روسیې پر ضد سپماییزه ( اقتصادی ) بندیزونه هم شامل دي .

په افغانستان کی د امریکا جنګ جورج بوش راپیل کړ ، خو هغه اوس د بارک اوباما جنګ دی . پایلی یې څه دي ؟ څه نا څه ۱۵۰۰ امریکایی ځوانان په افغانستان کی په صرف تیرو درونیمو کالو کی وژل سوي دي . د ۲۰۰۱ راهیسی خو هلته د ټولو امریکایانو تلفات ۲۱۰۰ ته رسېدلي دي . دا لا څه ، نور په لسګونو زره جنګېدلي امریکایی پوځیان دغه جګړې ټپیان کړي یا یې پخپله ځانونه وژلی دي . دا هر څه د امپراتورۍ هغه لګښت دی چی په اوباما او د ده څخه مخکنیو نورو ولسمشرانو پورې ، چی دغه امپراتوري یې چلولې ده ، اړه لری .

د ټایمز مجلې داسی لیکلی دي : « د ټولو مجربو او جنګېدلو پوځیانو لخوا په هرو ۸۰ دقیقو کی یوه ځان وژنه پیښیږی . د امریکایی پوځ د ځان وژنو بشپړ اکثریت په افغانستان کی تر جنګ را وروسته پیل سوي دي نسبت هغو ته چی په دې جنګ کی وژل سوي دي . همدا سږ کال د مجربو پوځیانو ځان وژنی ۱۸ سلنه نور هم زیات سوي دي .

د دې جنګ په مصارفو کی د غیر امریکایی انسانانو وژنی هم شاملی دي . یعنی ډیرﺉ نور کسان هم د امریکایی بم وریو ، دولت جوړونو ، او پرله پسې بې پیلوټه طیارو د حملو له امله وژل سوي دي .

یو بل جانسن یا نیکسن ؟ اوباما نن د تاریخ یو قیدي ګرځېدلی دی . د افغانستان په هکله د ده تګلارو د څه باندی یوې پیړۍ امپراتوریزه ولسمشرانو د خطا ایستونکی پالیسۍ تکرار دی . بیلګه یې دا ده چی وایه یو څه ، خو کوه بل څه . یعنی امریکایانو ته وایه چی موږ او تاسی خو سوله غواړو او د نړۍ په بیلابیلو برخو کی د ننوتنو څخه ستړی سوي یو ، لکه بوش چی د ۲۰۰۰ کال د ولسمشرۍ لپاره اړونده مناظرې پر مهال همداسی وویل . د یو سوله خوښونکې کاندید په حیث انتخاباتی مبارزه پر مخ وړی ، خو کله چی کامیاب سي نو چی زړه یې وی هغسی کوی .

اوباما قطعأ د دې لپاره نه و انتخاب سوی چی افغانستان ته یې نور ډیر پوځیان لیږلی وای . خو که هر څه هم وی ، افغان جنګ به ، که امریکا هر وخت هم ترې راووځی ، د اوباما او جورج بوش او هم نورو ناکامو ولسمشرانو میراثی جنګ به وی…

اوباما هم د خپلو تیرو اسلافو غوندی ، ښایی بیا کامیاب سی او یا یې هم وبایلی ، خو د تاریخ څخه هیڅکله هم نسي تښتېدای او هم دا چی د خپلو ځینو ملاتړو څخه ځان نسي بچ کولای . ځکه ، هغوی په دې ښه پوهېدل چی یو داسی څوک بریالی کوی چی د جورج بوش ډیرﺉ تګلارې به همداسی جاری ساتي . ولی یې داسی وکړه ؟

ځینو فکر کاوه چی اوباما بیرېدﺉ چی که یې دغسی توندې تګلارې نه وای غوره کړي ، نو داخلی اجندا به یې ورانېده . خو ولسمشر افغانستان ته د نورو پوځیانو په لیږلو سره خپل ډیرﺉ ملاتړې او پلویان حیران کړل او ځینی امریکایان په دې ګروهه سول چی دا خو یو ځل بیا د خارجه پالیسۍ هماغه تیری غلطۍ دي . افغانستان ته به د نورو پوځیانو نه لیږل ولی خپرونې راپارولای ؟ اوباما ته به رایه ورکونکي ولی خپه او ناراضه کېدل ؟ د ده ځینی ملاتړې په رښتیا هم ترې خپه سول .

د یو راپور له مخی په دې هکله د حکومت په دننه کی یو څه اختلاف موجود و . ډیویډ سینګر د سږ کال په لومړیو کی په نیویارک ټایمز کی د ولسمشر د یو سلاکار له خولې ولیکل چی اوباما نه غوښتل چی افغانستان ته نور پوځیان ولیږی : « هغه د دې مفکورې سره له هماغه پیله کرکه لرله . خو پوځ پر همدې خبره سخت تینګار کاوه او بارک اوباما دا کار نه غوښت . » اوباما د پخوانیو ولسمشرانو غوندی د کټ مټ معما سره مخامخ دی ، یعنی په داسی یو جنګ کی جنګیږی چی پخپله کرکه ورڅخه لری ، خو په دې ګروهه دی چی هغه د سیاسی پلوه لازمی دی .

نو اوباما د هغسی ځواکونو په قید کی دی چی هیڅ یې نسي کنټرولولای . هغه یوه داسی غمجنه څیره ګرځېدلې ده چی غلطۍ یې ګڼ شمیر انسانان بې ژونده کوی .

اوباما یو کمزوره ولسمشر دی چی توان او قدرت نلری او د هغسی تاریخی پوهې څخه بې برخي دﺉ تر څو دا ورڅخه زده کړی چی ځینو تیرو مشرانو څه کړی دي ، یعنی : د جنګ منل یوه غلطي وی ، خو هغه باید مخکی له دې چی ډیر انسانان ووژنی ، پای ته ورسوی .

خو افغان جنګ ، د اوباما د زیاتو ملاتړو او اصلی خپرونو د نزدیک بینۍ سره سره داسی جنګ دی چی بربادونکي مصارف به یې د ولسمشر د ریکارډ ( سابقې ) یوه ستره برخه وی . اوباما نور نو باید یقینأ په افغانستان کی د خپلی ننوتنی عبث والی په سترګو ووینی .

میټ رومني بیا د امریکا د « ستر توب » خبری کوی ، یعنی ستر بحري پوځ او اردو ، تر څو د نورو له منځه د چین او روسیې د راټوکېدونکي ځواک سره مقابله وکړی . د رومني په نظر د امریکا دښمنان چینایان ، روسان ، ایرانیان ، وینزویلایان ، تروریسټان او د منځني ختیځ هغه هیوادونه دي چی د اسراییلو یعنی هغه هیواد سره ضدیت لری چی ده یې د بې حده امریکایی مرستی ژمنه کړې ده .

نو آیا موږ داسی تګلاره غواړو چی له مخی یې « هر ځای وجنګیږو او نړۍ زموږ د فکر سره سمه ترتیب او جوړه کړو آن که هر څومره بم ورۍ هم وکړو او په لسګونو زره انسانان هم ووژنو » ؟ په بل عبارت ، آیا موږ څو نور افغانستانه او ویتنامونه هم غواړو ؟

نو که د اوباما بهرنۍ تګلاره د یو داسی کمزوره ولسمشر لخوا راپیښ خطر دی چی په نړۍ خبر هم نه دی ، نو د معاصر لیندن جانسن یعنی میټ رومني غلطي به د هغه برعکس وی . هغه د ناټو د هغو هیوادو ستاینه کوی چی افغانستان ته یې پوځونه لیږلی دي . د ده اصلی فیصله دا ده چی په افغانستان کی یې لاس اچونه لوی هدف دی ، خو دﺉ پر حقیقت سترګی پټوی .

پس داسی ښکاری چی د بارک اوباما او میټ رومني دواړو پر مهال جنګ سوله بلل کیږی . امریکا سوله جوړونکې نه بلکی جنګ جوړونکې ده . د دغو دواړو اصلی کاندیدانو د بهرنۍ تګلارې بیلوونکي نښی ( مَحَکونه ) به ووینو خیر دی چی څومره اعلانونه به وکړی او څومره قسمونه به واخلی چی موږ په سوله ایمان لرو .

نه بارک اوباما او نه هم میټ رومني دا توان نلری چی د امریکایی اهدافو لپاره د پوځ سره مقاومت وکړی . نو په دې بهیر کی به د امریکایانو او هم نړیوالو سرونه ، مالونه ، آزادۍ ګانی او سپماییزه ښېګڼې همداسی له منځه ځی ، پای .