کابل:دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایی چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یی شپاړس ۱۶ وسله وال طالبان وژلي دی؛ خو وسله وال طالبان دا ادعا وی نه مني.
د دغه وزارت خبرپاڼه زیاتوی ، چې نن د یکشنبه ورځ ملي پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په فاریاب، زابل، میدان وردګو، لوګر، غزني، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې له ملي اردو، ملي امنیت او بهرنیو ځواکونو سره په اووګډو چاڼیزو عملیاتو کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۲۴ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
سرچینه زیاتوي،چې په دغوعملیاتوکې یوشمېر وسلې اویوه اندازه مهمات هم د ملي پولیسولاسته ورغلي دي.
خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کورنیو چارو وزارت دغه ادعاوې په کلکه ردکړې او زیاتوي، چې تېره ورځ یې پر افغان او بهرنیو ځواکونو لسګونه بریدونه کړي او ګڼو بهرنیو او کورنیو سرتېرو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.