خبر ی څانګه: خبر زیاتوی چي دپکتیکا ولایت پر ولایتې مقام، ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ باندي تېره شپه څلورو وسله والوډله وسله وال ډلییزبریدونه پیل کړل.
د دغه ولایت د والي ویاند مخلص افغان خبري اژانس ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا اووه نیمې بجې څلور تنه وسله وال بریدګر د مرکز ښرنې یوې څو پوړیزې ودانۍ ته پورته شوي وو او له همغه ځایه یې پر ولایت مقام او ملي امنیت ریاست ودانیو ډزې پیل کړې، چې تر یولسو بجو پورې یې دوام وکړ. بل لوری دپکتيکا ولايت په سرروضې ولسوالۍکې د ماين په دوو چاودنوکې او دغه رازد ښرنې -اورګون په لويه لاره کي په وسله وال بريدكې دڅلوروسیمه يیزو پوليسو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
په ورته وخت كې د ښرنې روغتون د بېړني واټ ډاكټران بيا وايي، چې له يادې پېښې يې دوى ته دوه جسدونه او دوه ټپيان وروړي دي.
وسله والو طالبانو د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستى او په اړه يې د همدې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې دا چاودنې د دوی له لورې پر سیمه يیزو پولیسو شوېدي.
ده ادعا كړې، چې چاودنو کې يې پنځه سیمه يیز پولیس وژلي او درې نور يې ټپيان كړي دي.
د یوبل خبر له مخې د شنبې په ورځ ناوخته د ښرنې – اورګون په لویه لاره د مامورینو ښارګوټي ته څېرمه وسله والو پر یوه سراچه ډوله موټر ډزې کړي او درېیو تنو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
وسله والو طالبانوهم د دې برید مسؤلیت هم منلي او په اړه يې د دې ډلي سیمه يیز ویاند شهاب الدین اتل رسنيو ته ویلي، چې په دې برید کې یو ټېکه دار وژل شوی، یو بل ټیکه دار او د هغوی یو ساتونکی سخت ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې یوه اونۍ وړاندې هم وسله والو طالبانو د مامورینو له ښارګوټي څخه یو تن تښتولی و، چې وروسته یې بېرته خوشی کړی.