د ولسي جرګې په ننې غونډه کې يو شمېر وکیلانو د واليانو په وروستيو ټاکنو باندي نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دغه واليان د مصلحتونو او مشورو له مخې ټاکل شويدي.
په ولسی جرګه کي یوه وکیل وویل چې ،د کابل، بغلان، فارياب او ميدان وردګو په شان ولايتونه په هغو ولايتونو کې شامل دي، چې واليان يې نوي ټاکل شوي، په داسې حال کې چې دغه ولايتونه په تېرو پنځو کلونوکې د څو واليانو د تبديلۍ شاهدان وو، داسې واليان شته چې په يوه ولايت کې يې لس کاله تېر کړي دي، خو بدل شوي نه دي.
هغه زياته کړه:د خلکو هيله داده؛ هغه واليان چې په تېرو لسوکلونوکې بدل شوي نه دي، بايد تبديل شوى واى، خوله بده مرغه دغه کار نه دى شوى.
د ولسي جرګې دغه غړي په ځانګړې توګه د کوم والي نوم ياد نه کړ او ويې ويل، چې حکومت يواځې هغه واليان ګوښه او يا تبديلوي، چې زور يې پرې رسېږي او ټول دغه بدلونونه د مصلحت او مشوری له مخې ترسره شويدي.
د ولسی جرګی یوي بلی غړی شينکۍ کړوخېل وايي، چې د دغو واليانو په بدلولو سره نه شوکولى چې د اصلاحاتو هيله ولرو،ځکه چې يو والي دخلکو د شکايتونو له مخې ګوښه کېږي، د دې پر ځاى چې ناکام والي په کورکښیني، په بل ولايت کې نوی والې مقررېږي.
هغې دولايت په مقام کې د ښځو دشتون په نشتوالي نيوکه وکړه او ويې ويل: زه فکر نه کوم،چې دا دې د اصلاحاتو دراوستو لپاره يو ښه اقدام وي. د یادوني وړده چي دبلخ والي عطا محمد نوردلسو کلنو راهسي دبلخ ولایت چاری پر مخ بیایی او د تبدیلولو اراده نلری.