دکنړولایت ځايي چارواكي وایی چي نن بیادکونړ پردانګام ولسوالۍ باندی دپاکستاني پوځ ددرنووسلودبريدونو ډزی روانې وی.
د دې ولايت د والي وياند یوی افغانی رسني ته وویل:چې ياد بريدونه په تېرواته څلوېښت ساعتونوکې ددانکام ولسوالۍ پر بېلا بېلوسيمو شویدي. دبریدونود تازه توغول شويو مرميو شمېر ١٦٢ ته رسېږي اودزيان په اړه يې لا دوى کوم راپور نه دى ترلاسه کړى.
د کونړ پر دانګام ولسوالۍ دپاکستاني پوځ تازه بريدونه په داسي حال کي کیږی چې افغان دولت دامنيت شورا ته د دې بريدونو په اړه شکايت وکړی.افغان دولت د پاکستان پوځ په دغو بریدونوکې ښکیل بولي خو پاکستان وايي دوی د وسلوالود بریدونو په ځواب کې کله، ناکله راکټي بریدونه کوي.
پر افغان خاوره د پاکستان له لورې راکتي بريدونو شاخوا دوه کاله وشول، چې په دوام سره يې لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته اوسلګونه کورنۍ يې له امله کډه کېدو ته اړې شوي.
بل لوری دافغانستان د باندنیو چارو وزیر زلمي رسول د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې هیواد یې غواړي چې دغه بریدونه په سمدستي او بشپړه توګه ودریږي. دي وایی که چیري پاکستان دا کار ونکړي نودغه بریدونه به ددواړو هیوادوپر دوه اړخیزواړیکو باندي منفي اغیز وکړي او د سولې،امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخووکې به منفي تاثیرات واچوي..
د یادونی وړده چي د همدغو بریدونو له امله څه موده مخکي دافغانستان د ملی دفاع اوکورنیو چارو وزیران چي دبریدونو د مخنیوي لپاره هیڅ عملي ګام نه ووپورته کړي ،د ولسي جرګی لخوا ددندی څخه ګوښه شول. ولې دبریدونو لړۍ لا تر اوسه پوری دوام لری.