کور / هراړخیز / د غلاښوونې او غل روزنې پوهنتون !

د غلاښوونې او غل روزنې پوهنتون !

له دې وروسته به له خیره سره ټولنې ته د ښوونکو په ځای غله او د روزونکو‌په ځای داړه ماران وړاندې کوي ځکه چې په پښتو کې یو متل دی چې وايی: لکه غر غوندې کربوړی

زما د ژوندانه له ترخو ورځو څخه !

کله چې دسې شنبې ورځي په پای کې له دفترنه رخصتیدو نوداسي آوازې وې چې ګویا سبا درباني دوژني لومړي تلین له امله ټول دولتي ادارت رخصت دي،کارکوونکي ډیرخوشاله بریښيدل ځکه هغوی یوه ورځ هم غنیمت بولي په ذهن کې مي یو پښتو متل چې دمامورینوله دې حالت سره کټ مټ سمون خوري راتیرشو چې وایي (کله غم کله ښادي په کې خورم به لم ګونډي) دغه متل مي دمشرانوله خولې ډیر اوریدلی وه خو دکارولو ځای مې نه وه اوریدلی، زه هم له دفتره دکورپرلور روان شوم دلاري په اوږدوکې موټروان راته وایي “سبا خو رخصتي است انې؟ ” ما هم ورته وویل “آوازه خواست شاید باشد” په دې خبروکې وه چې کورته ورسیدو اوله موټرنه کوز شوم زه دسبا ورځي درخصتۍ په فکرکې یم چې دشپې ټلویزیون اعلان وکړ: سبا عادي کاري ورځ ده ټول دولتي مامورین دي خبروي، لږمتعجب غوندي شوم دخوښۍ احساس مي وکړپه زړه کې راتیرشو په لالاکې لکه چې دپښتونولۍ غیرت بیرته په راټوکیدوده، په هرحال یوڅه ډاډمن شوم موټروان ته مي زنګ ووهل چې سبا راشه رخصتي نشته ،دلومړي کس په توګه سهار په موټرکې کښیناستم دنورو ورځو په پرتله مي دغه ورځ یوڅه غیرعادي محسوسوله څه سربه موخوږوم موټر روان شوپه لاره کې هیڅ کوم بل مامورموټرته راپورته نه شو چې یوڅه په مخ لاړو عسکرموټرودراوه زړه مي ټکان وکړچې دلته خومخکي تلاشي نه وه خوپه دې چورتونوکې وم چې عسکرغږ راباندي وکړ” بیادر کجامیرین” موټروان ځواب ورکړ” مامورین است ” خوکارت چیزي دارین ماورته ددفترکارت وښود، نې کارت جوازرفتن به ای سرک! حیران شوم دابیا لکه چي کوم نوی قانون راوتلی چې په سړکونوتګ راتګ هم جواز ته اړتیالري عسکربیا وویل “هله بیادر راه ره بند نه کو د اوکوچه دیګه برو درین راه اجازه نیست”، خو بلاخره دفترته له ټاکلي وخت نه نیم ساعت ناوخته دلومړي کس په توګه ورسیدم ددفتر دروازه تړلي وه له یوڅودقیقووروسته مي ددروازې ساتونکی پیداکړ په خندنۍ لهجه یې راته وویل “چې میکني بیادر امروزهیچ کس نیامده مثلیکه وطنه دریک روز توجور میکنی یا چی بلا؟ ” خو خیرڅه مي ونه ویل دفترته لاړم څه وخت وروسته دوه دری کسان نورهم راښکاره شول ، په دفترکې په خپل کاربوخت وم چې یوناڅاپه مي موبایل ټیلیفون زنګ ووهل زما ملګری وه ټیلیفون مي اوچت کړ سلام علیکم له جوړپه خیروروسته مي ملګري په ډیره حیرانوونکي لهجه راته وویل لکه چې نه یې خبر؟ په څه شي ، دښووني اوروزني دپوهنتون په دروازه د “پوهنتون شهید صلح استادپروفیسوربرهان الدین ربانی” لوحه ځړول شوي، په سوچ کې شوم خو یوناڅاپه مي په ذهن کې دسهاردسړک بندښت مصورشو او وپوهیدم چې سړک خو ددې لوحې له امله بند وه، خوخیرملګري ته مي څه ونه ویل اوټیلیفون مي کیښود.په سوچونوکې مي راګرځيدل داڅنګه امکان لري؟ پوهنتون خو یوه اکاډمیکه ساحه ده دا خو باید دیوه داسي کس په نامه شي چې دې مظلوم ملت ته یې دپوهې په ډګر کې یوڅه خدمت کړی وي اویا لږترلږه دې رنځیدلي ملت ته اغیزمن واقع شوی وي نه دا چې دخدمت په ځای یې وژلي، رټلې اوځورولي وي هغه زما دپلارخبره مي را یاده شوه چې دامریکایانو دیرغل پرمهال یې له راډیودده محترم له خپلې خولې اوریدلې وه ” غت غت بمونه واچوئ په دې ګذاره نه کیږي”، او همدا ډول دغازي وزیرمحمداکبرخان تفنګچه یې په ډالۍ کې ګواډګي جنرال حمید ګل ته ورکړي او بل داچې ددې مظلوم ملت په وینو اخیستل شوي یوه الوتکه یې ایران ته ډالۍ کړه.
دیوه ملګري په خبره ایله اوس پوه شوم چې تل به یې دا خبره کوله ( زموږ په وطن کې هرهغه څوک چې دبهرنیانو ګوډاګی، قوم پرست، قاتل، غل، ورانکار او….. وي هغه ترټولوښه سړی اوپه بیلابیلو لقبونو لکه کارمان مولۍ، شیید صلح او…. لمانځل کیږي، که دغه لقبونه خلاص شي نوبیا واټونوڅلورلارواو پوهنتونونوته راشي اوپه نامه یې کړي ته به وایې چي ددوی دپلارپه پیسوجوړشوي دي) ،که دخوست پوهنتون دشیخ زاهد په نامه یادیږي نوعربي اماراتودهغه دجوړولوپوره لګښت په غاړه اخیستی وه اوترشپږراتلونکي کلونوپوري یې ټول لګښت ورکوي .اورباني نودښووني اوروزني په پوهنتون کې کوم څه رغولي اوکه یې په دې سیمه کې یوازي مظلوم افغانان په بیلابیلونومونو قتل عام کړي که دوود بدل شوی وي اوداسي وي چې دقاتلانواوملي خاینانوپه نامه اکاډمیکي مؤسسې نمول کیږي نوبیا سمه پریکړه ده. دلته دپښتو یوه بله ډبرینه لیکه صدق کوي چې وایې؛ توري نورځوانان وهي منصب سدو زڼی ګټي.