کور / تازه خبرونه / په کابل کي د ښوونې او روزنې پوهنتون دنوم دبدلون په اړه محصلینو لاریون وکړی.

په کابل کي د ښوونې او روزنې پوهنتون دنوم دبدلون په اړه محصلینو لاریون وکړی.

د کابل څخه رارسیدلي خبرونه وایی چي نن د کابل د ښووني او روزنی دپوهنتون محصلینو په یولاریون لاس پوري کړی او د پوهنتون د نامه د بدلون په اړه یی سخت غبرګون ښکاره کړي. دغو محصلينو په کابل کې د سوله ييز لاريون له لارې د استاد برهان الدين رباني په نوم د کابل د ښوونې اوروزنې پوهنتون له نومولوسره خپل مخالفت په ډاګه کړی او دکابل دښووني اوروزنې دپوهنتون لپاره یی خپل پخوانې نوم تر ټولو غوره وګاني.
دیادونی وړده چي ولسمشر تیره اووني درباني ،مسعوداو شهیدانو په نامه اووني ونوموله اوپه ټول افغانستان کې یی لمانځنې روانی وي. ددغي اوونې په ترڅ کي دولت دکابل دښوونې او روزني پو هنتون د رباني په نوم و نوماوه. همدارانګه د ربانی زوی رسنیو ته په ډاګه کړه چي کرزی غواړی د کندهار نړیوال هوایی ډګر دده دپلار په نامه یادکړی. ددی خبر نه وروسته په اولسي جرګه کي دکند هاردخلکو استازو،د کند هاردولایتي شورا غړواو دکندهار دسیمي ډیرو وګړوسخت غبرګون ښکاره کړی اوهغه یی وغاندی ،چي بیلګي یی د افغانی رسنیو په هنداره کي له ورایه ښکاري.