پرون ماښام دهالندد هارن په یوه کوچني ښارګوټی کي چي ۱۸۵۰۰ وګړي یی او سیدونکي دي ،یوی شپاړس (۱۶ )کلنې انجلي دخپلی زوی کړی(سالګری) د لمانځني لپاره په فیس بوک کي ټولودوستانو ته دیو ه پیغام وړاندیز وکړی، چه ددي دزوی کړي په مراسمو کي دی بر خه واخلې. نوموړي په فیس بوک کي خپل دکور پته په ډاګه کړه. څوګړۍ وروسته د هالند د بیلا بیلو ښارګوټو څخه په زرګونه تنکي ځوانان د هغه فیس بوک پتې ته برابر د نجلي کورته راغلل کوم چي د دغي انجلی د زوی کړی پیغام یی لوستي وو. د ځوانانو شمیر کرارکرار په ډیریدوسواو د سترګو په رپ کې یی شمیر ( ۳۰۰۰۰ )دیرش زره ځوانا نو ته ورسیدي.
۱۶ کلنه انجلي چي په خپل کور کي یی تر لسو زیات دوستان نشوای ځایولای ،دیو ی غټی ستونځۍ سره مخا مخ سوه.په کوڅو او بانډوکي بی نظمیو او ګډوډیو زور واخیست .ځوانانو دهغي دکورنږدي په اور لوبو( آتش بازی) او خوشالیو پیل وکړي اودشاوخواه ګاونډیواوسیدونکوخلکوعادی حالت یی دګواښ سره مخا مخ کړي.
د هارن دښارګوټی والي دپولیسو څخه کمک و ِغوښتي اوپه سل ګونه پولیس دکوڅو څخه دځوانانو وشړلو ته مجبورسول . دڅو ګړیو وروسته پولیسو دغه هرج مرج او ګډوډی ته د پای ټکی کښیښودي. پولیسوانجلي او دهغي کورني دکوره څخه بهر ویستل او نا مالوم لوری ته ولاړل. په دغه کش مکش کي شپږځوانان ټپیان سول چي دری یی تر اوسه په شفاخانه کی بستردي او دیوه مریض د روغتیا حالت خطر ناک دی.
پولیسو د ۲۵ شرررو ځوانانو څخه ۱۸ ځوانان ونیول او څیړنی تری روانی دي.