دامریکا جمهور رییس اوباما کله چي څلورکاله مخکې په انتخاباتو کي بریالې سو، سمدستی یي هوډ وکړی چي د طالبانو د پر ځولو لپاره افغانستان ته دری دیرش زره تازه دمه عسکر لیږی. ددغو ۳۳ زره اضافي عسکر هدف دا وو چي،وافغان ځواکونو ته دامنیتی واګولاری او چاري هوار ی کړي. ددي ۳۳ زرو عسکرو له ډلې نه ځیني په جګړو کي مړه او ځینې یې ټپیان سول.
د افغانستان دامنيت لپاره، د امريکا متحده ايالات، ناټو، ايساف – نړيوال سوله ساتي ځواکونه همدا اوس
نژدې اویا زره امریکايي سرتېري او پوځي پرسونل لري، چېرې چې د ناټو قومندانان په خپلو سرتېرو د افغان پوځیانو او پولیسو له مرګوني بریدونو سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د ناټو پر سرتېرو د خپلو افغان ملګرو له خوا له خونړیو بریدونو وروسته ناټو چارواکو پرېکړه وکړه، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به ګډ پوځي عملیات وځنډوی .
د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د هغې وروستۍ پرېکړې ننګه وکړه چې وايي له افغان ځواکونو سره به خپل گډ پوځي عمليات محدود کړي
د دغې پريکړې له مخې به افغان او ائتلافي ځواکونه يوازې پر لویو پوځي خوځښتونو کې په گډه برخه اخلي. د ښاغلي راسموسن په وینا دغه گام يې د لنډ مهال لپاره پورته کړي دى.
بل لور ته په افغانستان کې د هغې وېډیو په غبرګون کې مظاهرې وشوې، چې په امریکا کې جوړشوی او په کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی شویدی. په دې مظاهرو کې تاو تریخوالی هم تر سترګو شو.
په همدې اړه دسوله ساتو ځواکونو( ایساف) ګډ مرکز هم له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو د محدودولو په اړوند په افغانستان کې د ننه او بهر له دې نه د یوه لامل په توګه یادونه وکړه او هغه یی یو جدی خطر وګاڼي.
بل لور ته د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په دې اړه وویل، چې دغه ګام باید د اوسنیو حالاتو په اړه له یوه محتاط غبرګون پرته بل څه ونه بلل شي. داپه داسي حال کي چي په تیر و دوو میاشتو کي د امریکا او ناټو سر تیری د افغان سرتیرو لخوا په ډزو وویشتل سول ،چي ښکاره بیلګه یی څلور امریکایې سر تیری او دوه برتانوی پو ځیان وو. کوم چي په دا ورستیو کي د افغان پوځیانو له خوا ووژل شول او له دې سره د روان کال د اګست د میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې ۵۱ ناټو سرتېري د افغان پوځیانو له خوا وژل شویدي.
د سږ کال په اوږدو کې له هرو پنځو تنو وژل شویو برتانوي پوځیانو څخه یو يې د وسله والو مخالفانو پر ځای د افغان پوځیانو او یا افغانی پولیسو له لوري وژل شویدی.