کور / تازه خبرونه / کندهار: ناټوهوايي پوځ دوه ماين ښخوونکي په نښه کړيدي

کندهار: ناټوهوايي پوځ دوه ماين ښخوونکي په نښه کړيدي

د ايساف ځواکونو د هوايي قواوو بريد نن سهار د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کي دوه تنه ماين ښخوونکي د ماين ښخولو پرمهال ووژل.
د کندهار والي وياند جاويد فيصل په وينا دغه دوه تنه نن سهار اوه بجې او دېرش دقيقې د يادي سوي ولسوالۍ د موشان په کلي کي هغه مهال په نښه سوي چي غوښتل يې د سيمي پر يوه خامه سړک چي زياته ګڼه ګوڼه لري ماينونه ښخ کړي.
د نوموړي په وينا وژل سوي دوه تنه لومړى د امنيتي کامرو لخوا ليدل سوي چي وروسته يې په اړه د قوماندې مرکز ته راپور ورکول سوى او په پايله کي يې دواړه ځاى پر ځاى وژل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو کي په جنوب غرب حوزه کي په لسګونو ځله دولتي او بهرنيو ځايي مطبوعاتو داسي خبرونه ورکړيدي چي ګواکي دوی يو يا دوه وسله وال د ورانکارۍ پر مهال کشف کړي او بيا يې د هوايي پوځ په مټ له منځه وړيدي . پر دولت او بهرنيانو دواړو دا نيوکه مخ پر زياتېدو ده چي ولي ددغسي يو يا دوو کسانو چي دوی يې ورانکاري او وسله وال مخالفين بولي د ژوندي نيولو هڅه نکوي .
د چارو څارونکي وايي چي په ډېرو دغسي پېښو کي د خپل منځيو شخړو او قومي مخالفتونو پر اساس يو اړخ پر بل د ورانکارۍ تور لګوي او بېله دې چي د کسانو د نيول کېدو او هڅه وسي له هوا څخه په بمونو وژل کيږي .
دولت او بهرنيان دا خبره مني چي دغسي مخالفين په سپکو وسلو ( توپنچه يا کلاشينکوف ) سمبال وي او پر موټر سايکل تګ راتګ کوي خو د نيول کېدو او د قانون له مخي پوښتني ګروېږني پر ځای يې په بېړنۍ توګه د وژل کېدو عمل اجرا کيږي .