کور / شعر / د خپل یار، وطنیار په یاد

د خپل یار، وطنیار په یاد

وطن خسته دی، وطن دیغ دی وطنیار نشته
په وطن څه وکم چې ژاړي، خو هیڅ لار نشته
اوس به د عشق دعوه د چا په توره وګټمه
زما (سید) زما (آغا) زما سردار نشته
زما د جانان تر جنازه لاندې ځواني ورکه شوه
نور مې د ژوند ژمی نژدې دی ګلبهار نشته
د عزرائیل لښکرو لوټ نګارستان کړ د خدای
نور د خالق د وجود نښه ګلنګار نشته
چې ښه یاران یې لکه ګرد له ځانه وڅنډله
نوره مزه مې د مایوسه کندهار نشته

۱۳۹۱/۰۶/۳۰