نانۍ ډېوه پنځه شپې زما مېلمنه وه.
تنکۍ ډېوې پنځه شپې زما کور روښانه کړی و.
منونکي ډېوې پنځه ماخوستنه زما کور د تورتم له یرغله ژغورلی و.
ډېوې، زما زینب ته نوی روح ورکړ، د مسافرۍ او یوازیتوب له دیغته یې را وایستله.
زینب به له پيشیانو او پيشنګورو ژړله، خو کوشنکي ډېوې هغه له پيشنګورو سره پخلا کړه، نور نو زینب له پيشیانو نه بېرېدله.
ډیوې او زینب به له پیشنګورو سره بازۍ کولې.
زینب به نازکه منګوله د پشنګوري خوا ته ونیوله او منونکه بټه ګوته به یې ورته ښوروله او په وړه ژبه به یې یو رقم ږغ ورکاوه او ډیوې به پيشنګوری ورته رانیاوه او دا شېبه به نو د دواړو لپاره د ساتیري تر ټولو ستر امکان و.
چې ډیوې به وژړله نو زینب به ورسره سم تر هغې لوړې چیغې کړې، د ډیوې مور به ډېوه په یوه او زینب په بل بغل کې ونیوله او د دواړو د کرارولو هڅه به یې کوله.
د افسانې لپاره ډېوه او مور یې لوی غنیمت و، ځکه چې هغوی به زینب ایمنوله او دې پنځه ورځې په بېغمه زړه د کور چارې سمبال کړې.
ما لیدله چې افسانه په ډېوه، د ډېوې په خور (وصیله) او مور یې د خپلې پلرګنۍ مینه ماتوي. زما د ملګرو او مېلمنو لپاره د زینب تر څنګ د ډېوې ښکلا، د هغې په ماشومه ژبه خو درستې- درستې خبرې د جذب او تعجب وړ وې.
د ډېوې مور ویل، چې اته کوشنیان یې مړه دي، هغه هم له لوږې، خو شکر اوس یې په کور کې یوه سپوږمۍ ځلیږي، بله یې وصیله ده، بله یې حمیده او کوشنکه یې ډېوه ګله ده، هدایت الله او نصیب الله دوه نرګاړي دي، خاوند یې ډېر مهربانه او بې مثاله دی، ژوند یې اوس هم غربت ځپلی خو تر پخوا ښه دی.
یوه ورځ ډېوه، مور یې او افسانه بازار ته په یو نیم سودا پسې ولاړې، له هغې خوا چې راغلې، نو افسانې ویل چې ډېوه ښه نجلۍ نه ده.
ما ویل دا څه وایې، ډېوه او زینب خو په ټوله دنیا کې تر ټولو نجونو واوا دي.
افسانې ویل، په بازار کې یې په عذاب کړو، ژړل یې، چې ما ته هغه سایوان را رانیسئ چې یوه سړي د کوټه سنګې له پله سره تر لاندې شیان خرڅول.
ما ویل ډېر یې ښه کول، چې درته ژړل یې، کاشکې اوس بیا درته وژاړي، خو ور رانیاوه به مو، د خوارکۍ به ګرمي کېده.
خو زه او ټول څه پوهېدو چې د ډېوې ګرمې، څه معمولي ګرمي نه وه، چې تر سایوان لاندې به یې نجات ځنې میندلی وای.
د شپې پر یوه بجه د ډېوې مور، خور او پنځو تنو نورو همسفرو ډېوه ورسره واخیسته، او زموږ له کوره ووتل، دوی د شپې په زړه کې له ډېوې سره حرکت وکړ، د غزني په غېږه کې د ډېوې حرارت زیات شو او زیات شو، دومره زیات چې ډېوه ولګېده،
ډېوه لمبه شوه
ډېوه سره غورځکه شوه
د ډېوې همسفرو هم اور واخیست، هغوی هم ټول بل- بل شول.
د دوی په شا او خوا کې ۵۳ تنه ولګېدل او د رڼا ننداره یې ټول غزني وکړه.
دوی ټول ډېوه ـ ډېوه شول.
لمبه لمبه شول.
او ایره ایره شول.
اوس زموږ په کور کې ډېوه نشته، اوس په ټوله دنیا کې ډېوه نشته.
اوس زما زینب ډېوه غواړي،
زینب غواړي د ډېوې په څنګ کې له پیشنګورو سره سات تېر کړي، خو ډېوه نشته، د ډیوې ایرې د غزني بادونو وړي دي.
زینب خپه ده.
پیشنګوري غمجن دي.
پیشیانې چوپ دي.
زما ملګري او مېلمانه هېښ پېښ دي.
افسانه حیرانه ده.
زه نه پوهیږم څه رقم یم،
زه ولاړم په غزني کې مې یو مټ ایرې د ډېوې د وجود په نوم واخیستې، کندهار کې مې سپوږمې ته وسپارلې، د سپوږمۍ رڼا تته وه.
زه بېرته کابل ته راستون شوم.
کندهار، زابل، غزنی، وردګ او کابل، هیڅ ځای کیفیت نه لاره، بدرنګ ول بدخوند ول.
زموږ کور تر بل هر ځای لکه هدیره و، او بې ډېوې هدیره.
…………………………………………………………………………………………………
ډېوه: درې کلنه ماشومه، چې له کابله کندهار ته د سفر پر مهال له خپلې خور (وصیلې) مور، پنځو تنو نورو ( څلورو نارینوو او یوې ښځینه) او مجموع ۵۳ تنو سره د موټرو د ټکر له امله یو مخ ایره شوه.
زینب: زما یوولس میاشتنۍ لور.
افسانه: زما مېرمن.
سپوږمۍ: د ډېوې مشره خور.