د افغانستان د تجزیی پلان د ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ د مخه د بیل کلینټن په واکداری کی جوړ شوی وو
په دا اخیرو ورځو کښی وطنوالو د ګران افغانستان د تجزیی او خدای نکړی د ټوټه کیدو په اړه له مختلفو رسنیو نه څه ناڅه واوریدل او ویی لوستل. خو خبره پر همدی ځای تمامه نه شوه . دشیطان لکۍ ترهغه چی وطنوال یی فکر کوی ، نوره هم اوږده ده او ورځ په ورځ د افغانستان د دښمنانو، که کورنی دی او که بهرنی ، داسی ناشونی پلانونه ښکاره کیږی چی د افغان بی وسه ولس به خوب هم نه وی لیدلی . د کره ثبوتونو له مخی د افغانستان تجزیه تر کال ۲۰۰۱ د مخه د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلینټن د واکداری په دوره کی ترتیب شوی وه .
دا لاندی لیکنه وګوری ، د امریکا او دافغانستان پر حکومتونو قضاوت وکړی :
د کال ۲۰۰۱ د سپتامبر د یولسمی نيټی نه تقریباً۱۰ میاشتی مخکی د امریکا د هغه وخت ولسمشر بیل کلینټن د افغانستان د ټوټه کیدو پلان د دیموکرات پارټی سناتورانو په ګډون جوړ کړ. دا پلان امریکا پداسی حال کی جوړکړچی د القاعدی د تروریستی فعالیتونه او کړنی د نړی په هر ګوټ کی د امریکا پر ضد و خپل اوج ته رسیدلی وی . پلان په نظر کی لرل چی په لمړی ګام کی به په افغانستان کی طالبان له واکداری نه لیری کیږی ، بیا به القاعده له منځه وړل کیږی اودوخت په تیریدوسره به نور پلان عملی کیږی . د امریکا حکومت هغه وخت دا پلان د روسیی ، ازبکستان او پاکستان حکومتونو ته وړاندی کړ . روسیی په ډیر کم وخت کی موافقه وکړه ، داځکه چی روسیه تر اوس مهال پوری له طالبانو نه په ډار کی ده . پاکستان اساساً پلان رد نه کړ،اما امریکا ته یی خپل تشویش ور په ګوته کړ چی دداسی ګامونو په مقابل کی به پاکستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ شی . د پاکستان تشویش پدی خاطر وو چی هغوی هیله درلوده چی ګوندی افغانستان دطالبانو دواکداری په وخت کی د پاکستان سره یو شی او یو ائیتلافی حکومت منځ ته راولی . ازبکستان د امریکا پلان فوراً رد کړ او ویی ویل چی د طالبانو لیری کول د اوږد مهاله جګړی سره تړلی کړنه ده او امریکا به زیات وخت د ازبکستان له خاوری نه پر افغانستان بریدونه کوی ، چی دا کار ازبکستان ته د منلو وړ نه دی .
د بیل کلینټن پلان په نظر کی لرل چی په لمړی ګام کی به طالبان له واکه نه لیری کیږی ، بیا به په افغانستان کی یو داسی حکومت منځ ته راوستل کیږی چی هغه دامریکا دوست وی ، او که پښتنو د طالبانو سره لاس یو کړ او د امریکا په مقابل کی ودریدل ، نو بیا به د پښتنو اود شمالی قومونو تر منځ خط کش شی او امریکا به په هغه خواکی ځان ټینګ کړی چی د امریکا پلوی کوی . خو کوم وخت چی ازبکستان د کلینټن پلان رد کړ ، امریکا مجبوره شوه چی خپل پلان د څو مودی لپاره شاته واچوی . کوم وخت چی القاعدی په یولسم د سپتامبر ۲۰۰۱ پر نیویارک او واشنګټن بریدونه تر سره کړه ، د امریکا بهانه جوړه شوه او په ازبکستان یی پر افغانستان بریدونه ومنل . د امریکا بریدونه پر افغانستان لا چالان وه چی په دغه وخت کی د بن په پیترسبرګ کښی دملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان په باب کنفرانس جوړ شو. پدی کنفرانس کی ۲۰ امریکایی پلاوی ، دری اسلامی پلاوی او د افغانستان پاچا غوښتونکی پلاوو ګډون کړی وو. تر زیات لړیو وروسته د افغانستان لپاره دامریکا په زور یو حکومت جوړ شو او حمید کرزی چی له زیات وخت نه راپدیخوا یی د سی آی ای سره اړیکی درلودې ، د افغانستان موقتی صدراعظم په توګه وټاکل شو . څنګه چی د کرزی حکومت په افغانستان کی په رسمیت نه وو پیژندل شوی او کرزی له هره پلوه په خطر کی لیده کیده، نو هغه افغانستان ته دلمړی ګام په سرکی د یوی پیاوړی امریکایی ساتونکی ګروپ له خوا کابل ته بدرګه او هلته له هره خطره وساتل شو . دا ده امریکا لپاره بله بهانه وه چی خپل نظامی ځواکونه هلته ټینګ کړی . له همدی شیبی نه وروسته افغانستان د امریکا اوناټو نظامی تمریناتو اډه وګرځیده چی هلته د امریکا نوی اختراع شوی وسلی ، نوی تیپ بی پیلوټه الوتکی ، د فرانسی نوی جوړی شوی میراج الوتکی او د المان نوی اختراع شوی زرعدار ټانکونه امتحان شی . څنګه چی د سپتامبر د یولسمی برید دامریکا د پلان نه پر خلاف وشو اوبیا پر افغانستان د امریکا په بریدونو کی ناټو شامله شوه چی دهغی په چوکاټ کی نور زیات هیوادونه هم ښکیل شوه ، نو د کلینټن هغه اولنی پلان شاته پاته شو .
حمید کرزی په کال ۲۰۰۲ کی د پیترزبورګ د کړنلاری سره برابر د یوی لوی جرګی په بهیر کی د افغانستان ولسمشر وټاکل شو. دا ټاکنه هم بیله درغلویو سر ته ونه رسیده . د رایو د شمیرنو وروسته جوته سوه چی ۲۴ رایی د لویی جرګی د غړو تر تعداد زیاتی صندوق ته ور اچول شوی وی . خو پر دی درغلیو امریکا او کرزی خوله پټه کړه . درغلی پر دغه ځای تمامه نه شوه . د لوی جرګی د رسمی غونډی مخکی امریکا د ۱۰ میلیونو ډالرو په بدل کی د کرزی په ګټه رایی رانیولی وی . دا کار امریکا ددی لپاره وکړ چی د کرزی ټاکنه حتمی شی . د رایی درانیولو د تصمیم په وخت کی د ملګرو ملتونو پلاوی ، داروپا پارلمانی استازی او د امریکا مخصوص سفیر زلمی خلیل زاد هم حاضر وه . دا ټوله تصمیمونه یا دکرزی په دفتر کی او ياد امریکا په سفارت کی نیول کیده . ټولو استازو د زلمی خلیل زاد په شمول د امریکا د حکومت پلانونه په پټه خوله تائید کړه او خپل شخصی د نظر استقلال یی تر پښو لاندی کړل .
پر ۲۴ د جون ۲۰۰۴ په استانبول کی د ایساف قوماندو جوړه شوه او افغانستان پر څلورو سکتورونو تقسیم شو. ددی سکتورونو په جوړولو د ملګرو ملتونو د نظار صلاحیت او دافغانستان خپلواکی له منځه یوړه شوه. د افغانستان د خپلواکی له منځه وړلو نه دامریکا مطلب داوو چی وکولای شی په افغانستان کی زیاته موده پاته شی . د شمال ټلوالو د امریکا هر ذلت راوړونکی ګامونه ومنل ، سرونه یی کښته واچول او د بهرنیو په چوپړ کی ودریدل . څنګه چی د پښتنو په خټه کی پر افغانستان د پردیو باداری د نه منلو وړ کاردی ، نو ځکه د طالبانو غورځنګ بیا په ښور راغی . امریکا د لمړی ځل لپاره په کال ۲۰۰۵ کی له کرزی نه وغوښته چی د امریکا سره اوږدمهاله ستراتیژیکی قرار دادونه امضأ کړی . کرزی هم ددی لپاره چی د افغانستان ولس ته یی ښکاره کړی وی چی ولسمشر هره پریګړه د ولس په مشوره کوی ، د خپلو پلویانو په ګډون یی یوه غونډه جوړه کړه او دا مسئله یی له هغوی سره شریکه کړه . په کال ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کی د امریکا سره ستراتیژیکی قرار دادونه امضأ شول او امریکا بالاخره و خپلوهغو هدفونو ته ورسیدل چی د افغانستان نه د همیشه لپاره نه ډوبیدونکی الوتکه وړونکی کښتی جوړه کړی او له دی ځایه د افغانستان نه بهر و هر پلو ته الوتنی وکړی . څنګه چی د افغانستان کابینه ۵۰ سلمه له امریکایی افغانانو څخه تشکیله وه او پاته کسان یا اروپای افغانان وه او یا خپل سری جنګسالاران وه چی فقط دډالرونو لپاره یی کار کاوه ، امریکا ته مشکله نه وه چی په خپله ګټه ستراتیژیکی قرار دادونه په افغانستان ومنی . دا خو مالومه خبره ده چی په قراردادونو کښی همیشه ضعیف پلو د قوی پلو تابع وی ، هیڅکله نه پیښیږی چه قوی پلو دی د ضعیف پلو تابع شوی وی . نو دافغانستان او امریکا په قراردادونو کښی هم افغانستان د امریکا تابع دی او هر څه چی هغوی غواړی افغانستان به یی کوی .
په دا تیرو لسو کلونو کښی امریکا په افغانستان کی داسی سیاست ولوبوی چی د افغانستان اقتصاد یی قصداً له ځمکی سره برابر کړ. امریکا د افغانستان پر حکومت ددیموکراسی په بهانه زور راوست چی تجارت په پوره اندازه ازاد کړی . د کرزی حکومت هم دسیاسی بی تجریبګی له امله د افغانستان دروازه دنړی پر مخ خلاصه ودروله . پایله یی هغه وه چی افغانستان ته له هری خوا ارزن قیمته مالونه را واردیدل او په مقابل کی یی کورنی تولیدات صفر شوه . په عین وخت کی امریکا د نشه یی توکو بازارپه غیر مستقیم ډول ګرم وساته. دنشه یی توکو مافیا چی ددی لاری نه یی پیسی لاس ته راوړلی ، د بهرنیانو لپاره په لوکسو هوټلونو ، لوی ماڼیو او یا اروپایی او امریکای خوراکی موادو ولګولی او د وطن بیا رغونه شاته پاته شوه . د کابینی غړو او جنګسلارانو خپلی پیسی و بهرنی ملکونو ته انتقالولی . د هغه وخت د ولسمشر لمړی مرستیال احمد ضأ مسعود د ډوبی په هوایی ډګر کی د ۵۰ میلیونه ډالرو سره چی په یو بکس کی یی له ځانه سره لرلی ، ونیول شو . د تجارت پخوانی وزیر ښاغلی فرهنګ ۱۹ میلیونه ډالره اختلاص کړه او بیرته المان ته راستون شو . محمد اسحق الکو ته اوس لا هم د حکومتی واکدارانوپه غرونو غرونو د دادری فساد دوسیی پرتی دی .
په افغانستان کی چی نن ورځ هره ناخواله منځ ته راځی د امریکا د پلان سره سم راځی . له کومی ورځی نه چی ناټو او امریکا د بهرنیو سرتیرود وتلو ورځ مالومه کړیده ، هره ورځ په میلیونونو ډالرونه له افغانستان نه و بهرنیو بانکونو ته انتقال کیږی . ناټو په یوه کنفرانس کی اقرار وکړ چی په کال ۲۰۱۱ کی له افغانستان نه ۴ میلیارده ډالره و بهرنی بانکونو ته انتقال شوی دی . او ددی خبر په بغل وایی چی موږ دداسی اعمالو مخنیوی نه شو کولای دا ځکه چی په افغانستان کی دیموکراسی او ازاد اقتصاد چلیږی . اما که په امریکا داسی کړنی حکومت مشاهده کړی نو حتمی په یی مخ ونیسی . نو څنګه ؟ هلته خو هم دیموکراسی او ازاد اقتصاد دی .
له بله پلوه په افغانستان کی د خلکو ژوند ورځ په ورځ مخ پر خرابیدو دی . په جنوبی او شرقی ولایاتو کښی ۹۰ سلمه خلک بیکاره دی او د اولاد لپاره خوراکه نشی برابره ولای . همدا ی سبب دی چی په دغو ولایاتو کښی زیات خلک د طالبانو پلوی کوی . دامریکا هدفونه په افغانستان کی له لویه سره دا نه وه چی افغانستان بیا ورغوی او یا یی په اقتصادی توګه پرخپلو پښو ودروی . پداسی ترتیب خو بیا هغوی د همیشه لپاره هلته نشی پاته کیدای . د امریکا برملاشوی سیاست داسی دی چی له یوه پلوه ناری وهی چی اداری فساد زیاد دی او له بله پلوه په اداری فساد ککړو کسانو ته میلیاردونه ډالره دافغانستان د بیا رغونی په نامه ورکوی . که څه هم امریکا پوه ده چی دا پیسی و شخص جیبو ته ځی . مثال یی دادی چی د کال ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۶ پوری افغانستان ته ۸۳ میلیارده ډالره د بیا رغونی په نامه ورغلی دی ، اما مصرف شوی فقط ۷ میلیارده ډالره دی . نور پیسی ټولی یا پخپله د امریکایانو حسابونو ته تللی دی اویا د افغانی فسادګرو په جیبو کی لویدلی دی .
اوس مهال امریکا پوه شوه چی په افغانستان کی د هغوی ورځ نوره تاریکه ده او نن سبا به مختوری له دی ځایه وزی ، نو بیا د کلینټن ، بلکویل او یا هم د ایلوډ پلانونه تازه شول . ددی لپاره چی امریکا وکولای شی ، داپلانونه عملی کړی ، نو یی په افغانستان کی وژبنی او سمتی توپیرونو ته لمن وهل شروع کړه او دپښتون ، هزاره ، ازبک او تاجک په مابین کی یی توپیرونه و غوړول . هغه کسان چی په اصطلاح تر ویش په چور خوشحاله دی ،هغوی هم دا حالت غنیمت و ګاڼه او د امریکایانو سره یی لاس یو کړ . کرزی د خپلی سیاسی بی تجریبګی له مخی پر ځان څه د پاسه ۱۲۰ هغه سلا کاران را ټول کړی دی چی یا جنګی جنایتکاران دی ، یا د هیروئینو مافیا دی او یا د افغانستان د تجزیی لپاره کار کوی . دا هغه کسان دی چی باید ددنهاګ په محکمه کښی محاکمه شی . خو څنګه چی امریکا په افغانستان کی د کلینټن او یا بلاکویل د پلانونو عملی کیدل غواړی او داکسان د هغوی د پلانونو پلوی کوی ، نو ځکه امریکا پر هغوی لاس راګرځولی دی او حمایه کوی یی . کرزی د خپل ولسمشری په اخیرو سلګیو کښی د سمبول شکل نیولی دی . نه یی څوک اوری او نه یی څوک وینی . دده چاپیریال له امریکا نه نیولی بیا تر مسعود او دوستم پوری ټوله په خپلو پلانونو مشغول دی . طالبان له یوی خوا تر کال ۲۰۱۴ وروسته د لوی جنګ تیاری نیسی او د شمال ټلوالی هلته په خپل منځ کی د شمال د ولایتونوویشل پر کاغذونو باندی پلانوی . اما د لوی او پیاوړی افغانستان تاریخ په هر پړاو کی ښودلی ده چی داسی پلانونه همیشه له خاورو سره برابر شوی دی . زیات وخت به ونه نیسی چی د افغانستان ددښمنانو پرکاغذ لیکلی پلانونه به د هغوی سره یو ځای تر خاورو لاندی پراته وی .
و من الله توفیق
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه