دافغانستان دچارواداری لراوبرته خبرورکړي چي دلاندي لسوولایتونودوالیانونوی ټاکني دافغانستان دجهموری ریاست لخوا منظوری شویدی.
۱: عبدالجبارتقوا دتخار پخواني والي د کابل ولایت دنوی والی په توګه
۲:تورن جنرال احمد فیصل بیګزاده دفاریاب پخوانی والي دتخارولایت دنوی والی په تو ګه
۳: جنرال محمد نعیم بلوڅ د هلمند ولایت دنوی والي په توګه
۴: سلطان محمد عبادی د بغلان ولایت دنوی والي په توګه
۵: داکتر محمد الله بتاش د فاریاب ولایت د نوی والي په توګه
۶: عبدالمجید دمیدان اووردګودنوی والي په توګه چي پخوا په ولسی جرګه کي دننګرهار دخلکو استازی وو.
۷: محمد سرورثبات د نیمروزولایت د نوی والي په توګه
۸:عبدالحمید فض الله مجددی دلغمان ولایت دنوی والي په توګه چي پخواپه ولسی جرګه کی دلوګر ولایت دخلکواستازی وو.
۹: د لغمان ولایت پخوانی والي اقبال عزیزی دلوګرولایت د نوی والي په توګه .
۱۰: دلوګرولایت پخوانې والي محمدطاهرصبری دباد غیس ولایت دنوی والي په تو ګه
ددغه فرمان په حکم کي راغلی دی چي منشی عبداالمجید د بغلان پخواني والي دجمهوری ریاست مشاور سلاکار وزیر ټاکل سویدی.
په فرمان کی د ځينو نورو واليانو خلاف د کابل والی احمد الله علیزی،هلمند والی ګلاب منګل، بادغیس والی دلبرجان آرمان او دمیدن اووردګو والی حليم فدايي ته کومه نوې دنده نه ده سپارل شوې.
په حکم کی راغلی چي ددوو میاشتو په موده کي دی نوی ټاکل شوی والیان خپلي نوی دندی فعاله کړی.او دولسمشر اړوند مشورتي بورډ بايد د دوو مياشتو په موده کې د يادو نوو واليانو د تقرر مراحل بشپړ کړي.