کور / هراړخیز / په يو نيم ګز مځکه هم نه ارزي

په يو نيم ګز مځکه هم نه ارزي

د کندهار د نړۍ وال هوايي ډګر پر نوم راپورته سوې لانجه کي يو شمېر ليکوالانو او تبصره کوونکو حامد کرزي ته بېلا بيلي مشورې ورکړي دي. پدغو کي داسي مشورې هم تر سترګو کيږي چي وايي د بدخشان نوم دي د خدای بخښلي رباني په نوم واړول سي، بعضي وايي چي په بدخشان کي دي د رباني په نوم نوی هوايي ډګر جوړ کړل سي…

د دغو او ورته نورو ټولو مشورو څخه يو ډول د تعصب بوی راځي او خدای دي وکړي چي افغانان نور د دا ډول خبرو څخه ډه ډه وکړي. تعصب پدې لحاظ نه چي ولي د رباني صاحب په نوم د کندهار د نړۍ وال هوايي ډګر د نومولو مخالفت کيږي. تعصب پدې لحاظ چي که خلک فکر کوي چي يو څوک پدې نه ارزي چي د کندهار هوايي ډګر دي يې په نوم سي نو هغه کس هيڅکله پدې هم نه ارزي چي په بدخشان او يا د افغانستان په بله برخه کي دي يې يو ځای په نوم ونومول سي. هغه د جهاني صاحب خبره کندهار دی که لغمان دی وطن زما دی…

تاريخ موږ ته ښيي چي هغه کسان چي د خپل ملت په شتمنيو يې ځانونه پړسولي، د خپل ملت ويني يې توی کړي، نفاق ته يې لمنه وهلې، خپل ناموس ته يې پخپله لاس وراچولی او يا يې د هيواد يوه لوېشت مځکه هم خرڅه کړې يا ګروي کړې وي، نو د هغوی قبرونه لا حتی ورک سوي دي.

زما نظر خو دا دی چي که د افغانستان سره د یوه کس د وفادارۍ په هکله شکوک موجوده وي او يا حتی دغه خبره روښانه وي چي دغه کس د افغانستان سره غداري کړې ده، نو بايد حتی پر دې لا فکر وسي چي هغه کس که مړ سي ايا ورته د افغانستان پر سينه يو نيم ګز د قبر مځکه ورته په نوم سي او که څنګه. پر دې بايد فکر وسي چي ايا مړی يې د هيواد دننه پرېښودل سي او که هلته ولېږدول سي د کوم ځايونو سره چي يې د افغانستان سره د غدارۍ امضاوي کړي وې.

که د استاد رباني صاحب په نوم د کندهار د هوايي ډګر د نومول کېدلو سره مخالفت کيږي نو بايد بيا د افغانستان په بل هيڅ ولايت کي د هغه په نوم کوم ځای ونه نومول سي.

استاد رباني خو دا دی دومره خواخوږي لري چي ګرد سره دا ډول موضوع مطرح سوه. خو د کرزي صاحب په هکله زه سخته اندېښنه لرم چي و هغه ته به حتی د يو نيم ګز مځکې ورکولو او د هغه په نوم کولو پر سر لويي لانجې راولاړي سي.