د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت سنګين اولسوالي کي ئې عمليات کړي او په پايله کي ئې يو وسله وال قومندان د خپلو ملګرو سره يو ځاى وژلى.
چارواکي وايي چي ياد کسان د بهرنيانو په هوايي بريد کي وژل سوي .
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم لېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي ترڅنګ ويل سوي چي په دې بريد کي د وسله وال قوماندان چي ملا فيض الله نومېږي خسر هم وژل سوى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي.