کور / تازه خبرونه / د مارجې اولسوالۍ له پاره نوې وداني جوړه سوه

د مارجې اولسوالۍ له پاره نوې وداني جوړه سوه

د هلمند د مارجې ولسوالى نويې ودانى جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل شوه
نوموړې ودانى د سه شنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل،د مارجې ولسوال،د ولايتي شورا رئيس اويوشميرنورود ملكي اوپوځي ادارومسؤلينوگډون درلود د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې نوموړې ودانى د شاوخوا يوكال په موده كې د ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي لخوا د ۷۵۰ زره امريكايي ډالروپه لگښت چې اتلس اداري خونې،د شورا هال،مجهزتشنابونه اوټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول شوې دي جوړه شوې ده.
د نوموړي په وينا چې وړاندې نوموړې ولسوالى د چارود ترسره كولولپاره ځانگړې ودانى نه درلوده اوپه يوه كرايي كوركې يادې چارې پرمخ وړل كيدې خوددې ودانى په جوړيدوسره هغه ستونزې هوارې اوهيله من دى چې په دې ودانى كې به اداري چارې لا منظمې اونورهم پرمختگ وكړي.
د هلمند والي په ډاگه كړه چې درى كاله وړاندې نوموړې ولسوالى د سختوجگړوډگروخوددې ولسوالى د خلكوپه همكارى نه يوازې پكې امنيت ټينگ بلكې لښكرگاه ته يې لويه لاره په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې اوپكې د پرمختگ نورې چارې هم روانې دي