کور / اسلامي / دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۴)

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۴)

لومړۍ برخه :


دزمزم اوبه يوه معجزه ده
دحضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه می واورېدل چې دزم زم اوبه چې  په هرنیت سره وڅیښی هغه مراددرته حاصلیږی۔ (ابن ماجه)
دحضرت ابن عباس رضی الله عنهماڅخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې دزم زم اوبه په هرنیت سره وڅیښی هغه فایده به لاسته راوړی، که مودکومی ناروغۍ په نیت سره وڅیښلې نوالله به شفاء درکړی، که مودخوراک په نیت وڅیښلې نوالله جل جلاله به موموړکړی، اوکه مودتندې لپاره وڅیښلې نوالله جل جلاله به مواوبه کړی اوتنده به مومات سی۔ (دارقطنی)
دحج په شپوکی دمکې مکرمې زیارت کوونکی ددې اوبوخوندګوری، څیښې ئې اووخپلودوستانوته ئې دمقدسې تحفی په ډول سره راوړی، اوهرمسلمان ددې کوښښ کوی چې ددې اوبوتبرُک حاصل کړی، هرکال د (۵۰) لکوڅخه زیات حاجیان ودې سپیڅلی ښارته راځی په پوره پریمانۍ سره دااوبه استعمالوی اوپه زرګونوه ټنه اوبه له دې ځایه څخه وخپلوهیوادونوته وړی، دحج پرمهال کوم چې حاجیان دزم زم اوبه څیښی نوډېره تازګې، هوسایې، اوخوشحالې محسوسوی، اودنړۍ ټول ساینس پوهان په دې انددی چې دنړۍ چې څومره پرمخ تللی (منرل واټر) دی دهغوڅخه دزم زم داوبوخوند، تازګې، اوخوشحالې اواستراحت زیات دی، په دې اوبوکی دسپېڅلتوب څخه علاوه ډېرمعدنی موادهم شته چې ساینس پوهان ورته هک پک حیران دی۔
زمزم ته ولی زمزم وايی؟
۱: زمزم د(ډیرزیات) په معنی سره دی، وډیروزیاتواوبوته زمزم وایی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه هم ډیری دی نوځکه ورته زمزم وایی.
۲: زمزم و(اجتماع) ته وایی، کله چې ډیرخلک یوځای راټول شی نوودې ته (زمزمه من الناس) یعنی دخلکوټولۍ ورته وایی، نودزمزم پراوبوهم خلک راټولیږی اوڅیښی یی نوځکه ورته زمزم وایی.
۳: حضرت مجاهدرحمة الله علیه وایی چې زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی، چې معنی یی ده پرځمکې دومره  په زور سره پنده وهل چي هغه ننوځی اوځای جوړکړی، نوکله چې حضرت جبرائیل علیه السلام خپله پنده پرځمکه ووهل نوهغه په ننوتل اواوبه راووتلی نوځکه ورته زمزم وایی.
۴: جربی رحمة الله علیه وایی چي زمزم و(حرکت اوخوځښت) ته وایی، داچې دزمزم اوبه ډیری راوځی نوځکه ورته زمزم وایی.
۵: ځینی علماءکرام وایی چي زمزم د( زم) څخه اخیستل شوی دی اوزم وتړلواوبندولوته وایی کله چې حضرت هاجرې علیها السلام اوبه ولیدی نوهغه یی دراستي اوچپې خواڅخه راټولی اوبندی کړی اویوڅه خاوره یی ورته راټوله کړه نوځکه ورته زمزم وایی.
۶: ځینی علماءکرام وایی چې زمزم د(زما) څخه اخیستل شوی دی، چې دژی(مشک) وډکولوته وایی، کله چې دااوبه خلکوولیدلی اوخلک ابادشول په مکه معظمه کی نوخلک به راتلل اواوبه یی له دغه ځای څخه په ژیوکی وړلې نوځکه ورته زمزم وایی.
۷: دامت مسلمه ځینی علماءکرام وایی چې زمزم د(الزمام) څخه اخیستل شوی دی، چې وعزت، وعظمت اولوړمقام ته ویل کیږی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه یوه ژوندۍ معجزه ده اودابه ترقیامته پوری وی نوځکه یی وقار، ارزښت اوعظمت دنورواوبوپه نسبت ډیرلوړدی اوله همدی کبله ورته زمزم وایی.
۸: زمزم د(زمزمة الشئ) څخه اخیستل شوی دی، چې داوځوږته وایی، اوشرنګهاری ته وایی، چې موخه یی داده کله چې دزمزم ځای مشهوره شودخلکوتګ راتګ ورته ډیرشو نودزمزم دچینې د اوبوځوږهرچادلیری څخه اوریدلای شو، اویاکله چې به یوڅوک ومکې معظمې ته راغی نوتل به دلته دخلکوځوږوواوهرچاته به جوته وه چې دلته اوبه شته نوځکه ورته زمزم وایی.
۹: زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی، چي (زمزمه) وهغه شی ته ویل کیږی چې پاشل شوی وی اوبیاسره راټول شی، چې موخه یی داده چې کله اوبه ښکاره شوی نوهغه خپل پرمخ روانې وې چې بی بی هاجرې علیها السلام سره راټولی کړلې نوځکه ورته زمزم وایی.
۱۰: یوقول داهم دی چې زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی او(زمزمه) وساتنې اوحفاظت ته ویل کیږی، هرهغه څوک چې دااوبه وڅیښئ نوهغه به هم دظاهری اوهم دباطنی ناروغیوڅخه وژغورل شی نوځکه ورته زمزم وایی.
(تاریخ عمارة المسجدالحرام، فتح الباری، عمدة القاری، منجد)****************************************************************


دوهمه برخه :


دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۲)
دزمزم داوبونومونه:
لکه څرنګه چې دزمزم اوبه دمځکې پرمخ دټولواوبوڅخه افضله اوغوره اوبه دی نوځکه تر(۶۰) زیات نومونه لری، چې داډیرنومونه پردی باندی دلالت کوی چې دااوبه څومره عظمت، شرافت، عزت اولوړمقام لری، زه به ترټولولومړی دانومونه ذکرکړم اوبیابه وروسته دیوڅونومونوبیان اووجه دتسمیه به بیان کړم ، هغه (۶۰)نومونه دادی:
۱: برکة ومبارکة ۲: تکتم ۳: رکضت جبرايیل
۴: زمزم ۵: سقایة الحاج ۶: الشباعة
۷: طاهرة ۸: طیبة ۹:عاصمة
‍۱۰: کافیة ۱۱: مبارکة ۱۲: مضنونة
۱۳: میمونة ۱۴: هزمة جبرائیل ۱۵: برة
۱۶: رواء ۱۷: رِیَ ۱۸:سقیاالله اسماعیل
۱۹: شباعة العیال ۲۰: شفاء سقم ۲۱: طعام الابرار
۲۲: عافیة ۲۳: غیاث ۲۴: لاتنزف ولاتذم
۲۵: مکتومة ۲۶: مجلیة البصیر ۲۷:هنامة اسماعیل
۲۸: رِوَی ۲۹: حفیرة عبدالمطلب ۳۰: زمازم
۳۱: سیده ۳۲: شبعة ۳۳:صافیة
۳۴: ظبیه ۳۵: سالمة ۳۶:قریة النمل
۳۷: معذبة ۳۸: ماثرة العباس رض ۳۹: مونسة
۴۰: بُشری ۴۱: الشفاء ۴۲: نقرة الغراب الاعصم
۴۳: عصمة ۴۴: والشباعة ۴۵:مغذیة
۴۶: رَوِی ۴۷: شراب الابرار ۴۸: عونة
۵۲: مفداة ۵۳: حرمیة ۵۴: سابق
۵۵: ظاهرة ۵۶: لاشرق ۵۷: الدواء
۵۸: وطاة جبرائیل ۵۹: مرویة ۶۰: طعام طعم
۶۲: همزة جبرائیل ۶۳: نافعة
۱: برکة ومبارکة:
برکت وعزت، شرافت اوډیروالی ته ویل کیږی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه هم عزتمندې اوهم ډیرې دی نوځکه برکة مبارکة ورته وایی.
۲: برة:
داواحسان اونیکۍ ته وایی چي دزمزم په اوبوسره الله جل جلاله دحضرت اسماعیل علیه اسلام سره احسان اونیکې وکړه نوځکه برة ورته وایی.
۳: بُشری:
وزیری اوښه خبرته وایی، په داسی ځای کی چي داوبوهیڅ څرک نه وو اوالله جل جلاله داوبوچېنه پیداکړل نودادحضرت هاجرې رضی الله عنها ته ښه زیری و.
۴: حرمية:
دایی وحرم ته منسوب کړې داځکه چې دادزمزم څاه په حرم کی دی، نوځکه ددې څاه عزت ډیرزیات دی اوورته حرمیة وایی.
۵: حفيرة عبدالمطلب:
دډیروخت لپاره داڅاه ورک وو، چې بیادفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم نیکه حضرت عبدالمطلب هغه څاه پیداکړاوویی کیندی نوځکه ورته حفیرة عبدالمطلب ورته وایی.
۶: سابق:
ددې معنی وړاندی والی دی، چې موخه یی داده چي دااوبه دنړۍ پرټولواوبوباندی لوړوالی ، اوسپیڅلتوب لری.
۷: شفاء سقم:
چې مطلب یی دادی چې دااوبه دزمزم دهرې ناروغۍ دوااودرمل ده، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دزمزم اوبه دهرې ناروغۍ لپاره شفاء ده.
۸: مضنونة:
چې معنی یی ده بخل راتلل، لکه په حدیث شریف کی چې راځی چي دمؤمن څخه ماسوی دزمزم اوبه دمنافق اوکافرنس نه ډکوی اونه یی هم مړوی داځکه چې دااوبه پردوی باندی بخلې دی.
۹: مغذية:
یعنی مکمله غذا، لکه په حدیث شریف کی چې راځی، چې دزمزم اوبه که دخوراک په نیت سره وڅیښل شی نوخوراک دی اوکه دڅښاک لپاره وڅیښل شی نوڅښاک دی.
۱۰: مجلية البصر:
یعنی سترګې روښانه کوونکې، لکه په حدیث شریف کی چې راځی که یوڅوک یواځی دزمزم واوبوته ګوری نودهغه سترګې به روښانه اونظردسترګوبه یی صاف اوښه شي.
(التاریخ القدیم المکة، جواهرالقاموس، النهایة ابن اثیر، الروض الانف، نشر الآس لوحة، القاموس المحیط، اخبارمکه، البحرالعمیق، اساس البلاغة زمحشری، مشارق الانوار، شرح النووی علی مسلم، فتح الباری، لسان العرب، تاج العروس، العقد الثمین، بصائرذوی التمییز، تهذیب الاسما‌ء واللغات للنووی، معجم البلدان، سیرت حلبیه، الاعلام الملتزم، مختارالصحاح)
****************************************************************


دريمه برخه :


دزمزم مبارکې اوبه دتاريخ په پاڼوکې
دزمزم مبارک څاه وحضرت اسماعیل علیه السلام ته منسوب دی، اوپه یوه ټکی که ووایونو وبه وایو چې داڅاه هغه مهال په وجودراغی کله چې (۶۰۰۰) کاله مخکی حضرت ابراهیم علیه السلام حضرت اسماعیل السلام اوحضرت هاجره رضی الله تعالی عنهادشام څخه ومکې مکرمې ته راغلل، په دغه وخت کی دحضرت  اسماعیل علیه السلام عمرډیرکم وو، اوپه دغه وخت کی ئې شیدې رودلې، حضرت ابراهیم علیه السلام دوی دواړه حضرت هاجره رضی الله عنهااوحضرت اسماعیل علیه السلام دواړه ویوې غټی درختې (ونې) ته راوستل، هغه داوبو ژی(مشک) اودخرماوڅخه ډکه خلته(کڅوړه)ئې چې راوړې وه هغه ئې ودوی ته ورکړه، چې داداسی وخت دی چې په مکه مکرمه کی نه خوابادې شته اونه هم یوانسان شته؛یواځی غرونه اوصحرا ده حضرت ابراهیم علیه السلام دوی دواړه دلته تردرختې لاندی پريښودل اودشام پرلورئې حرکت وکړ، حضرت هاجرې رضی الله عنهاچې حضرت ابراهیم علیه السلام ولیدی چي موږئې په داسی صحراکی پریښودلونووئې ویل:
ای ابراهیم علیه السلام موږدی په داسی ځای کی پریښودلوچي هیڅوک نشته اوته چیری ځی؟
بی بی هاجرې رضی الله عنهاڅوڅوځلی داکلمات تکرارکړل، خوحضرت ابراهیم علیه السلام هیڅ ورته ونه ویل، حضرت هاجره رضی الله عنهاولاړه شول اوپه حضرت ابراهیم علیه السلام پسی روانه شول اوورته ئې وویل:
ای ابراهیم علیه السلا مه !ایادادالله جل جلاله حکم دی؟؟؟
حضرت ابراهیم علیه السلام ورته وویل: چې بلی! دازمافعل دالله جل جلاله حکم دی.
ددې ځواب په اوریدوسره بی بی هاجرې رضی الله عنهاوویل چې الله جل جلاله موږنه ضایع کوی اوواپس راغلل، حضرت ابراهیم علیه السلام وشام ته روان شو؛کله چې دومری لیری ولاړی چې بی بی اوځوی ئې نه معلومیدل نووالله جل جلاله ته  ددوی دساتنی دعاوکړل چې هغه دعاپه قرآن عزیز کی داسی ده:
ربنآانی أسکنت من ذریتی بوادٍغیرذی زرعٍ عندبیتک المحرم ربنالیقیمواالصلوة فاجعل أفئدة من الناس تهوی الیهم وارزقهم من الثمرات لعلهم یشکرون سورت ابراهیم( ۳۷)
ژباړه: ای زموږربه بی شکه چې ماخپل ځینی اولادپه یوه بی اوبواوبی کښته ناوه کښې ستاددرانه کورترڅنګ میشت کړی دی، ای زماربه څوک چې لمونځ اداکوی، نوته دخلکوزړونه ددوی په تلوسه کړه اوله میووڅخه روزې ورکړه ګوندی چې شکروکړی.
اوشام ته روان شو، حضرت هاجره رضی الله عنهااوحضرت اسماعیل علیه السلام دواړه ترونې لاندی ژوندکاوه، خپله ئې خرماخوړل اواوبه ئې څیښلې اووماشوم ته ئې شیدې ورکولې، اخراوبه ټولی ختمې شوی اوماشوم په ډیربدحالت کی شو، نوحضرت هاجرې رضی الله عنهافکروکی چې زه باید داوبویوه چینه پیداکړم نومخامخ ونژدې غره ته دصفاوختل، هلته کوم شی په نظرورنه غی  دخپل قمیص یولوریی ونیوی اوپه تیزۍ سره لاندی راکښته شوه اودمروه وغره ته وختل ترڅواوبه پیداکی، چې په همدې ترتیب سره اووه ځلی دصفااومروه وغروته وختل اخرچې کله دمروه وغره ته وختل اوڅلوروطرفوته ئې وکتل نویواوازئې واوریدی اوحال داچې هیڅوک نه معلومیږی، دااوازئې بیاواوریدی نوبی بی هاجرې رضی الله عنهاوویل چې اوازمی واوریدی نوکه کوم مرسته کوونکی یی نومرسته راسره وکه!کله چې ئې وکتل نویوه ملائیکه(حضرت جبرائیل علیه السلام) ئې ولیدل اوپرځمکه ئې خپل یووزراوپه ځینوروایتوکی خپله پنده وواهله اودځمکې څخه اوبه راپورته شوي کله چې بی بی هاجرې داولیدل نوورمنډه ئې کړه، ترڅواوبه ضایع نشی، اوداوبووڅلوروطرفوته ئې خاورې راټولې کړې اوبیایی په دواړولاسوسره خپل ژی(مشک) ډک کړچې خپله ئې هم وڅیښلې اووماشوم ته ئې هم ورکړې،
حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 
لوترکت زمزم اوقال لولم تغرف من الماء لکانت زمزم عينامعينا.
ژباړه: که ئې چیری دزمزم اوبه همداسی پری ایښی وای، اویایی وژي(مشک) ته وراچولې نه وای، نوزمزم به (دیوه څاه پرځای) یوه جاری چینه وای. صحیح بخاری حدیث: ۳۳۶۴
حضرت جبرائیل علیه السلام وبی بی هاجرې ته وویل دهلاکت هیڅ تصورهم مکوه، پردغه ځای باندی دالله جل جلاله کور(مکه معظمه) ده، چې دغه هلک (حضرت اسماعیل علیه السلام) اودده پلار(حضرت ابراهیم علیه السلام) به ئې پخپلو لاسونوتعمیرکړی، اولوی څښتن ددې ماشوم کورنۍ نه ضایع کوی، له دې څخه وروسته بی بی هاجرې رضی الله عنهادزمزم داوبوسره مستقل ژونداختیارکړ، دجرهم قبیله چې وشام ته روانه وه نووئې لیدل چي دابوقبیس دغره ولورته مرغان الوزی، دوی په دې پوه شول چې دلته اوبه پیداشوی دی اوحال داچې مخکی دلته اوبه نه وی، دقافلې څخه ئې یوسړی دمعلوماتولپاره راولیږی، ترڅوجوته کړی چې اوبه شته که یا؟هغه سړی راغی اودزمزم اوبه ئې ولیدلی اوداخبرئې وقافلې ته ورساوه، هغه دجرهم دقبیلې قافله راغله اودزمزم داوبوسره ئې پړاوواچاوه، دبی بی هاجرې علیها السلام څخه ئې  وپوښتل چې ایاموږدلته اوسیدلای شو؟ بی بی هاجرې رضی الله عنهاورته وویل چې بلی! هو! تاسی دلته اوسیدلای شی مګرددې چینې ملکیت نشی ترلاسه کولای، دقافلې خلکوداقبوله کړل اواوسیدل ئې دلته پیل کړل، څه وخت وروسته هغوخلکودلته خپل اولادونه اوکورونه راوړل اودلومړی ځل لپاره همدلته ابادی اوکورونه جوړشول؛ حضرت اسماعیل علیه السلام څه غټ شواوعربی ژبه ئې زده کړل، په اصل کی دده مورنۍ ژبه عبرانی وه، اوعربی ژبه ئې دقافلې دخلکوڅخه زده کړل، کله چې حضرت اسماعیل علیه السلام ځوان شونودجرهم قبیلې خپله یوه انجلۍ ورکړه، دځوی دواده وروسته بی بی هاجره رضی الله عنهاد۹۰ کالوپه عمروفات شوه، اوپه په مقام حجر(حطیم) کی ئې ښخه کړل، چې وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام اوحضرت اسماعیل علیه السلام دالله په حکم سره  اوحضرت جبرائیل علیه السلام دنقشې اوهدایت سره سم ئې بیت الله شریفه جوړه کړه، دزمزم څاه دیوڅه وخت لپاره په همدغه حالت کی پاته شو، کله چې دجرهم قبیلې دبیت الله شریفې حرمت اوعزت نه ساته  اوهغه خلک چې ومکې ته راتلل پرهغوئې ظلم کاوه اوخپله یي وبیت الله شریفې بی عزتې کوله نو الله ورباندعذاب نازل کړل، دجرهم قبیله ودې ته مجبوره شوه چې دامکه معظمه پریږدی اوولاړه شی، چې دتګ سره ئې سم  ئې دجرهم دقبیلې مشر (مضاض )راغی دزمزم څاه ئې  هم بند اوخراب کړ، چې بیادزمزم دڅاه ځای لاوچاته نه معلومیده داسی ئې پرت کړ، الله جل جلاله دجرهم پرقبیلې دخزاعه قبیله مسلطه کړل اودجرهم قبیله ئې له دې ځای څخه فناکړل، چې دزمزم څاه بیاوچاته نه معلومیده ترڅوچې دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم نیکه عبدالمطلب وکیندی.


****************************************************************
څلرمه برخه :


دزمزم څاه اودحضرت عبدالمطلب کيندل:
وحضرت اسماعیل علیه السلام ته لوی خدای جل جلاله ۱۲ ځامن ورکړل چې دادعربونیکونه دی، دلومړ ځل لپاره ددې څاه ملکیت دحضرت اسماعیل علیه السلام په واک کی وو، چې دده دوفات وروسته بیادده دمشرځوی په واک کی شو، چې  وروسته  ئې واک دده نیکه مضامن په لاس کی شو، چې وروسته بیاددې واک دجرهم په لاس کی شواوجرهم قبیلې بیاهغه ختم کړ، اوبیاددې سیمې واک دخزاعه دقبیلې په لاس کی شو، چې بیاپه ۵ میلادی سنه په لومړیووختوکی ددې حرم واک دقریشوپه لاس کی شو، چې دمکې اوحرم ټول خدمت دیوښکلی ځوان قصی بن کلاب په لاس کی شو، دقصی بن کلاب په څلورم پښت کی عبدالمطلب پیداشو، عبدالمطلب پخپل وخت کی په بزرګۍ اوهوښیارۍ کی مشهوره وو، ده دمکې معظمی ټول خدمت په ښه ډول سره ترسره کاوه اوتل په دې فکرکی ووچې بایددزمزم څاه پیداشی، داځکه چې داپه عربوکی سینه په سینه رارسیدلې وه چې دلته یوڅاه ؤ، اوبل داچې دحاجیانواویادهغوخلکوچې ومکې ته دعزت په خاطرراځی داوبوستونځې به ئې حل شی، نودی تل په دې هلوځلوکی وواودایی ارمان وچې کشکی داڅاه پیداشوی وای، ترڅودخلکومشکلات حل شوی وای، داځکه چې مکه معظمه یوه غرنۍ اووچه دښته وه.
 حضرت عبدالمطلب رضی الله عنه وايی چې زه دحجرالاسودسره بیده وم اوومکې معظمې ته می څنګ وهلی وچې په خوب کی یوسړی راته وویل چې ولاړشه (طیبه) وکینده، ماورته وویل چې (طیبه) څه شی ده؟ ددې غصې په حالت کی راپورته شوم له خوبه، څه ګړی ورسته بیاخوب وړی وم بیاهغه سړی راته وویل چې ولاړسه او(بره) غارکه! کله چې ماورته وویل چې (بره) څه شی ده؟ نوهغه راڅخه ولاړی،په دریم ځل ئې راته وویل چې (مضنونه) غارکه، ماروته وویل چې (مضنونه) څه شی ده؟ هغه ولاړی؛  ددې خوب څخه درې ورځې وروسته بیاهلته ویده یم چې بیاهغه سړی په خوب کی  راغی اوراته  ئې وویل چې ولاړشه دزمزم څاه وکینده،چې تاسی اوستاسواولادونه عزت حاصل کی،  چې ددې اوبه به  هیڅکله وچې نشی، اونه به هم لږشی،دااوبه وحاجیانوته ورکوی  که څه هم دحاجیانواندازه اوشمیردمیږیانوپه شان وی.
له دې څخه وروسته می ورڅخه وپوښتل چې هغه څاه چیری دی؟ هغه راته وویل چې سبایو سپین کارګه(کارغه) راځی اوهرځای چې کښینستی هم هغه ځای دزمزم دڅاه دی، په ځینوروایتوکی راځی چې ورته ئې وویل چي پرکوم ځای چې حیوانات حلالیږی هلته داکارګه راځی اوته هغه ځای غارکه ، چې ددې زیری په اوریدوسره ډیرخوښ شوم  داځکه چې دزمزم دڅاه عظمت مخکی لازموږپه غوږوکی وو، اوداهم راته جوته وه چې هغه معجزه ده، اووچیږی نه، نوځکه سبادمکې معظمې ومخی ته ناست یم اوزماځوی حارث راسره دی، چې دڅه ځنډنه وروسته کارګه راغی اودلته نژدي کښینستی اوهلته ئې یوځای یوڅه غارکی اووالوتی چې زه ورته ګورم؛ دهغه دالوتلوڅخه وروسته زه اوزماځوی حارث ورغلواوهغه ځای مو درې ورځی وکیندی اوغارموکړچې وروسته دڅاه اثرات جوت شوی اودتکبیرناره مه له خولې ووتل اونارې می کړلې چې داداسماعیل علیه السلام څاه دی، له څاه څخه دوې دسروزروهوسۍ، څه تورې اوځغرې اونورشیان راوختل، یوه هوسۍ عبدالمطلب ویلی کړل اودکعبې شریفې ددروازې لپاره ئې ورته دسروزروخښتې جوړې کړې اوبله هوسۍ ئې دښکلالپاره په کعبې شریفې کی کښېښودل، اوپه اصولی توګه سره د(السقایا) ګروپ جوړشواوخلکوته ئې اوبه ورکولې،له دې څخه وروسته دقریشوڅه قصدوشوچې داکارولی ده یواځی وکی، عبدالمطلب ورته وویل چې داپیرزوینه یواځی الله پرماکړیده اوبس، دڅاه دکیندلوڅخه وروسته عبدالمطلب یوحوض ورته جوړکی ، چې کله به حوض ډک شونوداټوله ورځ به حاجیانواوبه څیښلې، خودشپې به قریشوداحوض خراباوه، اودورځې به بیرته حضرت عبدالمطلب هغه ترمیماوه، کله چې دحوض خرابیدل ډیرشوه نووالله جل جلاله ته ئې دعاوکړل ؛ چې له دې څخه وروسته یوچاپه خوب کی ورته وویل :
اللهم انی لااحلهالمغتسل ولکن هی لشارب حل وبل ثم کفیتهم
ای الله بی شکه دادلمبیدولپاره حلالې نه دی، لکن دادڅیښلولپاره دی، اوتاسی په دې باندی کفایت وکی.
سهارعبدالمطلب په حرم کی ولاړشواوخپل خوب ئې وخلکوته ووایه، اودائې هم ورته وویل چې که هرچاداحوض خراب کړپه اینده کی دهغه ټول بدن به دناوړې اولاعلاجه ناروغۍ ښکارشی.
(تاریخ مکه، تفسیرالجامع لاحکام القرآن، طبقات ابن سعد، الحاوی للفتاوی، اخبارمکه، سبل الهدی والرشاد، نهایه ابن اثیر، بخاری، تاریخ مکه مکرمه)****************************************************************


پنځمه برخه:


دزمزم څاه چيری اوڅنګه دی؟؟؟
دزمز م څاه وکعبې شریفې ته نژدې واقع دی، په مطاف (دطواف ګاه) کی دمقام ابراهیم ترشاوچپ لورته چې وکعبې شریفې ته وکتل شی نویوه ګردۍ ډبره معلومیږی چې پرلیکلی دی (بئرزمزم) یعنی دزمزم څاه،چې اوس دزمزم څاه (۵۶. ۱) متره دطواف ګاه څخه لاندی دی اوداډبره صرف ددې لپاره ده چې هغه دزمزم دڅاه ځای وخلکوته جوت وی.
دڅاه ژوروالۍ:
۱: څاه دخولې څخه ترپایه پوری (۸۰. ۱۲) متره دی.
۲: یوه ئې هغه حالت دی چې په غره کی نوروهل شوی دی، چې دا(۲۰. ۱۷) متره دی، چې په عمومی ډول سره دڅاه ټول ژوروالی تر(۳۰) متروپوری رسیږی، دزمزم څاه یواځی ۴ متره بې له اوبوښکاره نورټول ډک دی؛ دخولې څخه ۱۳ متره لاندی داچینې دی، دڅاه پراخوالی، قطر (پسور) مختلف دی، په اوسط ډول سره د( ۵. ۱ـ ۵. ۲) متره پوری رسیږی، دزمزم ودې مبارک څاه ته درې چینې راروانې دی،
لومړۍ چينه: دحجراسودله رکن څخه.
دوهمه چينه: دجبل ابوقبیس اوصفادلوری څخه.
دريمه چينه: دمرواله لوری نه.
دزمزم دڅاه اندازه اومعلومات په مختلفووختوکی مختلف دی، اوکله چې په ۱۴۰۰ هجری سپوږمیزکال کی ددې کارمکمل شونوددي کارانجينراستاديحيی کوشک بیاداسی وایی:
دزمزم دڅاه ترټولولویه چینه هغه ده چې  دکعبې شریفې درکن غربی حجراسودڅخه سرچینه  نیسی، چې ددې قطر۴۵ سانتی متردی، اوپه ډیره زیاته اندازه  اوتیزۍ سره اوبه راوځی، بله چینه داذان اواقامت له ځایه څخه راوځی چې قطرئې ۳۰ سانتی متره دی، ددې چینوڅخه ماسوی په څاه کی ډیرسوری هم شته چې اوبه تری راوځی، چې دادډبرودسوریو څخه راوځی.
(اخبارمکه، فاکهی، کتاب زمزم، فضائل آب زمزم، آب زمزم اوربرکات)
دزمزم دڅاه چينې اوبله پلټنه:
۱: لومړی غټه چينه: داچینه دکعبې شریفې دلوری څخه ده چې دادحجراسماعیل رکن څخه عبارت ده، چې دایولوی درځ دی چې ددې اوږدوالی ۴۵ سانتی متره، لوړوالی ئې ۳۰ سانتی متره اوپه همدغه اندازه سره ددې ژوروالی هم دی.
۲: دوهمه چينه: داهم دیوه لوی درځ څخه عبارت ده چې اوږدوالی ئې ۷۰ سانتی متره دی چې دادرځ بیاپردوودرځوباندی ویشل شوی دی ، ددې لوړوالی ۳۰ سانتی متره دی چې دجیادپرلوردی.
۳: فرعې چينې: داچینې هغه چینې دی چې دډبروددرځوڅخه عبارت دی، چې اوبه ورڅخه رابهیږی، چې دا۵ درځونه دی چې دهردرځ ترمنځ یویومترواټن شتون لری، اوله دې څخه علاوه نورواړه ۲۱ درځونه هم شتون لری چې بنسټ ئې دجبل ابوقبیس اودصفااومروه څخه دی؛ دادرځونه په مختلفوډولواوواټنوسره دی اوددې داوبواندازه هم یوه نه ده، په اصل کی دزمزم دڅاه درې سرچینې لری، یوه چینه دمکې معظمې له لوری، دوهمه چینه دجبل ابوقبیس اوصفااومروه له لوری اودریمه چینه دجیادله لوری چې داپه تاریخ کی مشهوری دی، کله چې په ۱۰۲۸ هق کال کی دزمزم دڅاه ترمیم وشونودانورشګافونه هم پیداشول.
(تاج تورایخ البشر، علامه الخضراوی رحمة الله علیه)
زمزم دطوفان په بڼه سره:
په (۹۰۹) میلادی کال کی دزمزم دڅاه اوبه دومره ډیری شوی چې دمکې معظمې څخه دیوطوفان په بڼه سره راووتلې اوټولې ابادۍ ئې له خاوروسره خاورې کړې اوپه سلهاووحاجیان ئې له مینځه یووړل.
دسعودی دحکومت څخه مخکي دزمزم څاه
ازرقی دحضرت ابن عباس رضی الله عنه په وخت کی دزمزم په هکله وایی:
دلومړی ځل لپاره دزمزم دوه حوضونه وه چې دیوه حوض څخه اوبه څیښل کېدلې اوپربل حوض باندی اودسونه تازه کیدل. دلومړی ځل لپاره چې دزمزم پرڅاه باندی ئې ګنبده تعمیر کړله هغه سلیمان بن عبدالله بن عباس ؤ اودسلیمان بن عبدالمالک له لوری پرمکه باندی خالدبن عبدالله القسری عامل ؤ، امیرالمؤمنین حضرت ابوجعفرپخپل وخت کی پرزمز م باندی کاروکی او دی لومړی شخص ؤچې دزمزم وڅاه ته ئې کړکۍ ورکړه اودمرمرودډبروفرش ئې ولګاوه؛ دزمز دڅاه دروازه ۱۲ لاسه او۱۹ ګوتې وه، دزمز م دحجرې لوړوالی ۵لاسه وه، چې ۲ لاسه او۱۲ ګوتې ئې دمرمروډبره وه، دحوض لوړوالی ئې ۱۹ ګوتې اوپراخوالی ئې ۱۷ ګوتې وې دلاندی څخه ئې ددیوال اندازه ۲ لاسه وه، چې دسنګ مرمروپه ډبره باندی پوښلی ؤ،، دحوض ګول والی دباندی څخه ۱۵ لاسه وه اودننه څخه ۱۲ نیم لاسه وه، چې دادمهدی په وختونوکی دزمزم دڅاه اندازه اومعلومات وه دازرقی په اند.
ازرقی وایی چې دامیرالمؤمنین المعتصم بالله په وخت کی په زمزم کی تغیرات راغلل چې دا۲۳۰ هق سنه ده، په دغه وخت کی دزمزم دګنبدې څخه ماسوی بله ګنبده جوړه شوه چې عمربن فرج الرخجی دساګوان لرګې ورباندی کښیښودل اودننه ئې دسروزروآب ورکی اوقندیلونه ئې پکښې ولګول چې ترڅودحج پرمهال حاجیان ورڅخه پوره استفاده وکی اودلته رڼاوي د۲۲۰ هق کال راهیسی هرکال دحاجیانولپاره دزمزم څاه ډیرښکلی سنګاریدی اوښایسته کیدی.
دمهدی بالله په وخت کی ۲۵۶ هق کی دمسجدخادم دزمزم داګنبده دځمکې سره اواره کړل اوټول سنګ مرمر ئې مات کړل اوحوض ئې دخاوروڅخه ډک کی، له دې څخه ئې یوتالاب جوړکی چې دزمزم دڅاه څخه په لرګیوکی اوبه راپورته کیدلی دفواری په شان اوخلکوورڅخه دلومړی ځل لپاره په عمومی ډول سره ورڅخه استفاده کوله.
ابن جبیرپخپله سفرنامه کی دګنبدې په هکله لیکی چې په ۵۷۸هق کال کی چې کومه ګنبده وه درکن اسودڅخه مخامخ ۲۴ قدمه لیری ؤ اودهغه کنج دمقام ابراهیم څخه ۱۰ قدمه لیری ؤ اودننه پکښې سپین مرمرلګیدلی وو، داوبوژوروالی ۴۲ قدمه ؤ،دننه په ګنبده کی یوسپین ځای جوړشوی وچې داوداسه لپاره ؤ، الفاسی وایی چې دزمزم دڅاه چت په ۷ دربیع الاول ۸۲۲ هق کال کی دوینکوله کبله ونړیدی، اوپردې سربیره به مؤذن اذان هم کاوه چې وروسته دمؤذن لپاره دمقام شافعی سره یومضبوط ځای جوړکړل شو، په (شفاء الغرام) کی لیکلی دی چې په ۹۳۳ هق کال کی دزمزم دڅاه شاوخواډیرنقش ونګارپه کارواچول شو اوپه دې نقشوکی دسلیمان سلاله آل سلیمان نوم لیکلی ؤ، په ۹۴۸ هق کال کی قاضی بن ظهیرة المخزومی دبیت زمزم نوښت وکی، داټوله میدان ئې فرش اوپلاسترئې ورکی، دزمزم وڅاه ته ئې چت جوړکی اوډیرښکلی لرګی ئې پرکښیښودل اوپه مابین کی ئې دسرپویوه ښکلی ګنبده جوړه کړی، په دغه وخت کی دزمزم څاه ټوله په ډبروجوړ اوپلاسترئې ورکړی، مولاناسلطان مرحوم بیاددي تعمیرنوښت پخپله وکی؛ سلطان احمدیو کاروکی هغه داچې دزمزم دڅاه دګولوای په اندازه ئې یوه داوسپنی جاله جوړه کړه اوځنځیرونه ئې ورکړه اودائې دزمزم دڅاه ترنصف پوری وځړول، چې موخه ئې داوه چې که یوسړی وڅاه ته ولویدی نوهغه لومړی نه ورلویږی اوکه ورولویږی نوبیابه نه مړکیږی، وروسته په ۱۰۲۷ کال کی داوبوخوندداوسپنی دجال اوځنځیروله کبله واوښتی، چې بیادمحمدبن سیدالمصطفی القناوی دحکم سره برابرئې داټول شیان ئې دزمزم د اوبوڅخه لیری کړل اوپه ډیرلږوخت کی دزمزم داوبوخوندوخپل اصلی ډول ته راغی،
دسعودی دحکومت څخه مخکی دزمزم پرڅاه یوګنبده جوړه شوی وه، چې شاوخوائې پنجرې درلودې اوکوچنې کوچنې دروازې ئې هم درلودی چې ساقیانوبه لوی لوی منګیان اوخومان په څرخونوډکول اوبیابه ئې وحرم ته وړل اوبیابه ئې په ښکلوګلاسونو،کاسواوښایسته کوټوریانو کی ئې وحاجیانوته ورکولې اوکله چې دسعودی حکومت راغی نوهغه دحرم دتوسیع په موخه دڅاه بڼه بدله کړه، اوبیایی بندکړ، چې اوس په مشینانوورڅخه اوبه راکښل کیږی اوحاجیان ئې څیښی. حاجیانوبه دتبرک له مخی خپل کفنونه په دې اوبولندول اوبیابه ئې وخپلووطنوته راوړل، دمسلمانانوڅخه ماسوی دتاریخ په پاڼوکې غیرمسلمانانوهم دزمزم مبارکې اوبه وړلې اودمختلفوناروغیو لپاره به ئې استعمالې کړیدی.
په بایبل کی ئې هم یادونه راغلې ده په عهدنامه قدیم په لومړی کتاب پیدایښت کی.
****************************************************************
شپږمه برخه :


وروسته دورې ئې:
یوتعمیریی په ۱۸۱۷ میلادی کال کی وشو، اوورسته بیا په ۱۹۲۸ کی دسعودی له لوری ئې نوی تعمیروشو، اوس تقریباپه اوسط ډول سره دورځې ورڅخه (۱۵۰۰۰) مکعبه متره اوبه ورڅخه را وځی چې دحاجیانوپه ډیریدوسره دااندازه ډیریږی،په ۱۴۱۵ هجری قمری کال کی دسعودی دحکومت له لوری په څوکیلومتروکی یوه لویه زخیره جوړه کړه، چې لومړی هلته دزمزم اوبه جمع کیدلی اوبیااستعمالیدلی، اوددې زخیرې پراخوالی ۱۵۰۰ مکعبه وو، ودې زخیرې ته ۳۵۰ ځایونه جوړشول چې له دې څخه حاجیانواستفاده کوله.
دزمزم څاه ۲۱ متره دکعبې څخه لیری دی، چې هغه ځای ئې معلوم دی چې دلته دزمزم څاه دی، له دې څاه څخه په یوه دقیقه کی ۲۲۰ لیتره اوبه راوځی. سُبحان الله وبحمده.
(نشانات ارض قرآن، تبرکات انبیاء، تاریخ مکه ، تاریخ مکه مکرمه،)
 
 
دزمزم اوبه په احاديثوکی
۱: په صحیح مسلم کی حضرت ابو‌ذرغفاری رضی الله عنه وایی چې داسلام په پیل کی چې می کله دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دنبوت خبرواوریدی نوومکې مکرمې ته راغلم اوپوره یوه میاشت راته دملاقات موقع پیدانشوه، اوڅه دخوراک لپاره هم نه وه راسره اویواځی می دزمزم اوبه څیښلې اوزه څه تیارشوم، زمانس غټ شو، اوپرینې باندی می چې کوم دلوږې اغیزې وی هغه ختمی شوی.
(صحیح مسلم)
۲: فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم فرمایی:
انهابرکة انماطعام طعم( صحیح مسلم)
په دې کی برکت دی، اودادمړیدوغذاده.
۳: حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
خیرمآء علی وجه الارض مآء زمزم.
په ټوله نړۍ کی دزمزم اوبه ترټولوغوره اوبه دی.
 (معجم الکبیر طبرانی، ابن حبان، تاریخ عمارة المسجد الحرام)
۴: حضرت ابن عباس رضی الله عنه  وایی چې زه وزمزم اوبوته (شباعه) وایم، داځکه چې داسړی مړوی، اوبل داچې دانس ډکوی، اوداهل اوعیال لپاره داغوره شی دی. (معجم الکبیرطبرانی)
۵: حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دزمزم اوبه دځمکې دمخ دټولواوبوڅخه غوره دی داځکه چې دلوږې په وخت کی غذاده اودناروغیولپاره شفاء ده.
۶: حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه وایی چې دزمزم اوبه چې په هرنیت سره وڅیښل شی هغه غرض ئې پوره کیږی. که هغه دناروغۍ لپاره وڅیښل شی نوشفاءده، که دلوږې لپاره وڅیښل شی نوغذاده، اوکه دتندې لپاره وڅیښل شی نوتنده له منځه وړی. (دارقطنی)
۷: رسول اکرم صلی الله علیه  وسلم پخپل لاس مبارک په سلواغه کی دزمزم اوبه راپورته کړی اوهغه ئې وڅیښلې، اودڅیښلوپرمهال ئې دادعاوکړه:
اللهم انی اسئلک علما نافعاورزقا واسعاوشفاء من کل داع.
ژباړه: ای الله وماته علم نافع راکی، زمارزق پراخه کی اودهرې ناروغې څخه نجات راکی.
۸: حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ولاړه سره دزمز م اوبه وڅیښلې.
(صحیح بخاری کتاب الاشربه)
۹: درسول الله صلی الله علیه وسلم دزمزم اوبه ډیرې خوښې وی، دمکې دفتحې څخه وروسته کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ومدینې منورې ته راغی نودمکې مکرمې نامورخطیب اوعالم حضرت سهیل بن عمررضی الله عنه ته ئې خط ولیکی اودزمزم داوبو غوښتنه ئې ورڅخه وکړه، حضرت سهیل رضی الله عنه دزمزم داوبوڅخه دوه ژي(مشک) ډک کړل اوپراوښ ئې بارکړل اوونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ئې ومدینې منورې ته ورواستول.
۱۰: حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه روایت کوی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 ان ایته مابینناوبین المنافقین لایتضلون من مآ‌ء زمزم. (ابن ماجه)
ژباړه: زموږاودمنافقینوترمنځ توپیردادی چې  دوی دزمزم اوبه ترمړتیانه څیښی.
۱۱: حضرت جابربن عبدالله رضی الله عنه دزمزم ګټی داسی بیانوی:
مآءزمزم لماشرب له. (ابن ماجه)
دزمزم اوبه چې دهرغرض لپاره وڅیښل شی دهغه مقصدلپاره دی.
****************************************************************


اوومه برخه :



۱۲: دزمزم اوبه دجنت اوبه دی:
دحضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې یوحبشی دزمزم وڅاه ته ولویدی اومړشو، نبی کریم صلی الله علیه وسلم یوسړی دزمزم وڅاه ته ورواچاوه اوهغه حبشی ئې راوکښی، بیائې ورته وویل چې ټولې اوبه راوباسه، هغه ټولی اوبه راویستلې، بیاهغه سړي ته چې په څاه کی ؤورته ئې وویل چې داسلواغه دهغې چینې څخه ډکه کړه چې دبیت الله شریفې درکن دلورڅخه ده، داځکه چې داچینه دجنت دچینوڅخه یوه چینه ده.
(مصنف ابن ابی شیبه ۱/ ۱۶۲ بسندصحیح)
۱۳: حضرت عبدالله بن عمرڅخه روایت دی :
ان فی زمزم عینافی الجنة من قبل الرکن.
بې شکه دزمزم په څاه کی یوه چینه دجنت دی، چې هغه درکن له لوری ده. (الجامع الاحکام القرآن للقرطبی)
۱۴: دنبی کريم صلی الله عليه وسلم زړه مبارک څوځلی دزمزم په اوبوپريول شوی دی:
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه روایت کوی چې ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته حضرت جبرائیل علیه السلام راغی په داسی حال کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دماشومانوسره بوخت ؤ، حضرت جبرائېل علیه السلام هغه ګیرکی اوراغځاریی کی اوبیایی دهغه دزړه مبارک ځای څیری کی، اوزړه ئې راویستی، اودوینې یوه ټوټه ئې ورڅخه راویستل اوبیاجبرائیل علیه السلام وویل چې دادشیطان حیصه ده، چې وروسته ئې درسول الله صلی الله علیه وسلم زړه دسروزروپه طشت کی دزمزم په اوبوپریمنځی، اوزړه ئې پخپل ځای کی درست کی، کله چې جبرائیل علیه السلام ولاړی نوماشومان درسول الله صلی الله علیه وسلم ورضعی مورته وروځغاستل اوورته ئې وویل چې محمد(صلی الله علیه وسلم) ئې وواژه!کله چې هغه دده ولورته متوجه شول نود رسول الله علیه وسلم رنګ بدل شوی ؤ.
حضرت انس رضی الله عنه وایی چې مادنبی کریم صلی الله علیه وسلم پرسینې مبارکې دګنډلواثرات پخپله لیدلی دی.
(صحیح مسلم، کتاب الایمان باب الاسراء برسول الله صلی الله علیه وسلم)
(صحیح بخاری، کتاب الصلوة باب کیف فرضت الصلوات فی اسراء)
۱۵: نبی کريم صلی الله عليه وسلم خپلې مبارکې ناړې دزمزم وڅاه ته ورواچولې:
دحضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دزمزم ولورته تشریف راوړی، اومایوه سلواغه اوبه راوکښلی اوده مبارک هغه وڅیښلې اوبیائې هغه غرغړه کړې اودزمزم وڅاه ته ورواچولې.
(مسندامام احمد، معجم طبرانی، درایه ابن حجر، بدایه والنهایه ابن کثیر)
۱۶: دحضرت جابررضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
من طاف بهذاالبیت اسبوعاوصلی خلف المقام رکعتین وشرب من ماء زم زم غفرله ذنوبه بالغة مابلغت.
ژباړه: که چایوه اونۍ پردې بیتې طواف وکی، اودمقام ابراهیم سره دوه رکعته لمونځ وکی اودزمزم اوبه ئې وڅیښلې چې دده هرڅومرې ګناوې وی هغه به وبخښل شی.
۱۷: ابونعیم په (حلیه) کی، مناوی په (فیض القدیر) کی دوهب بن منبه تابعی څخه روایت کوی چې فرمایی:
النظرفی زم زم عبادة والنظرفی زم زم یحط الخطایاحطا.
دزمزم اوبوته کتل عبادت دی، اووزمزم ته کتل ټولې خطاوې ایسته کوی.
۱۸: حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی :
فکان اذانزل به ضیف اتحفه من ماء زم زم.
(حلیه ابونعیم، جامع صغیرمع الفیض)
کله چې به ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته به میلمه راغی نوپه تحفه کی به ئې دزمزم اوبه ورکولې( اخبارمکه فاکهی ۲/ ۴۶)
۱۹: حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایی:
ان رسول الله صلی الله علیه وسلم امررجلامن قریش فی المدة ان یاتیه بماء زمزم الی الحدیبیه فذهب به منه الی المدینه. (زرین)
رسول الله صلی الله علیه وسلم (دحدیبیې دخبروپه دوران کی)دقریشویوکس په دې مامورکی چې دزم زم اوبه راوړی، اورسول الله صلی الله علیه وسلم هغه دخپل ځانه سره ومدینې ته یووړې.
۲۰: دزمزم اوبه نفاق له منځه وړی:
حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دزمزم په اوبوښه ځان اوبه کی داځکه چې دانفاق له منځه وړی. (بحرازازرقی)
۲۰: دزمزم اوبه اودجهنم اورنه سره یوځای کیږی.
په یوروایت کی راځی چې دزمزم اوبه اودجهنم اوردیوه بنده(مؤمن)  په نس کی نه سره یوځای کیږی.( بحرعمیق)
علماء کرام لیکی چې یوڅوک دایمان سره په پوره خلص سره دزمزم اوبه وڅیښې نوددې اوبوسره دجهنم اورنه ورسره یوځای کیږی.
۲۱: دزمزم په اوبودتبې علاج.
حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې تبه دجهنم دګرمۍ اثردی نوتاسی ئې دزمزم په اوبوسره تسکین کی.(بحرازاحمدوشیبه)
۲۲: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې داپنځه شيان په عبادت کی شامل دی:
۱: وقرآن شریف ته کتل
۲: وکعبې شریفې ته کتل.
۳: دموراوپلاروڅهرې ته کتل.
۴: وزمزم ته کتل ، چې داګناه رژوي
۵: دعالم دین ومخ ته کتل.
****************************************************************
اتمه برخه:


دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۸)
۲۳: رسول الله صلی الله عليه وسلم هرسهاردزمزم اوبه څيښلې.
حضرت ام ایمن رضی الله عنهاوایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکله هم نه دتندې اونه هم دلوږې څخه شکایت کړیدی، هره ورځ سهاربه ئې دزمزم اوبه څیښلې اوکله چې به مایوشی دخوراک لپاره وروړی نوده به راته وویل چې زه موړیم. (بحرعمیق)
۲۴: دزمزم اوبه دحوض کوثرڅخه افضلې دې.
حضرت ابوذررضی الله عنه دمعراج په کیسه کی نقل کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ففرج صدری ثم غسله بماء زمزم (بخاری)
زماسینه ئې خلاصه کړه اودزمزم په اوبوئې پریوله.
شیخ الاسلام علامه بلقینی رحمة الله علیه وایی چې که چیری دزمز م اوبه دحوض کوثرتراوبونه وای افضلې نودحوض کوثراوبه به ئې راوړی وای اودده صلی الله علیه وسلم سینه مبارکه به ئې په پریولې وای. (نشرالطیب)
په مبارکواحادیثوکی دزمزم داوبوزښته ډیره یادونه شوی ده هیله لرم چې همدومره به کفایت وکی، انشآ‌ء الله اوزه ددې لیکنې په پای دهغوکتابویادونه کوم چې دزمزم داوبوپه هکله لیکل شوی دی، اوکه یوڅوک وغواړی چې نوره مطالعه پکښې وکی نوکولای ئې شی چې تراستفاده وکړی اودپوهې تنده ئې پری ماته شی.
دزمزم اوبه چې دهرمقصدلپاره وڅيښل شی هغه مقصدبه ئې پوره شی
مآء زم زم لماشرب له فان شربته تستشفی به شفاک الله
۱: دحضرت عمررضی الله عنه نيت:
کله چې حضرت عمررضی الله عنه دزمزم اوبه وڅیښلې نودادعائې وکړل:         اللهم انی اشربه لظمایوم القیمة
ای الله ! زه دااوبه دقیامت دورځې دتندې لپاره څیښم( چې هلته بیاتږی نشم). الجواهرالمعظم، نشرالآس )
۲: دسيدناحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نيت:
کله چې حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه دزمزم اوبه څیښلې نودادعائې وکړه:
اللهم انی اسألک علمانافعاورزقاواسعاوشفآ‌ء من کل داء.
ای الله! زه ستاڅخه دعلم نافع، دپراخه رزق اودهرتکلیف څخه دشفاء غوښتنه کوم.
 
۳: دامام عبدالله ابن مبارک رضی الله عنه نيت:
امام حافظ شیخ الاسلام علامه عامل متوفی ۱۸۱ رحمة الله علیه وایی چې عبدالله ابن مبارک رضی الله عنه دزمزم دڅیښلولپاره راغی، دڅیښلولپاره ئې اوبه واخیستلې اوخپل مخ ئې دکعبې شریفې پرلورکی اوداسی دعائې وکړه:
اللهم ان ابن موابی الموالی حدثناعن محمدبن المنکدرعن النبی صلی الله علیه وسلم انه قال ماء زمزم لماشرب له وهذاشربه لعطش یوم القیمة ثم شربه.
ای الله ! ابن ابی موالی وماته بیان وکی چې وماته محمدبن منکدروویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې تاسی دزمزم اوبه چې دهرنیت لپاره وڅیښی هغه مقصدبه موترسره شی، اوزه دااوبه دقیامت دورځې دتندې لپاره څیښم، چې وروسته ئې وڅیښلې.
(ترغیت وترهیب، تاریخ بغداد، مسنداحمد، متجررابع حافظ دمیاطی، جزء ماءزم زم)
۴: دامام اعظم ابوحنيفه رحمة الله عليه نيت:
کله چې حضرت امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه دزمزم اوبه څیښلې نودزیات اونفع رسوونکی علم غوښتنه ئې دخدای جل جلاله څخه کوله، چې دادزمزم داوبوبرکت وچې ډیرلوی عالم اوفقیه شو. (نشرالآس لوحة ۱۶ ب)
۵: دامام شافعې رحمة الله عليه نيت:
امام شافعې رحمة الله علیه ددرومقاصدولپاره دزمزم اوبه څیښلې
لومړی: دغشودویشتلولپاره، دزمزم داوبوڅخه وروسته چې کله به ئې لس غشی وویشتل نوپه لسوکه به کله یوخطاشواو۹ ټول به درست ولګیدل.
دوهم:  دعلم لپاره ، چې علم ئې زیات اونافع شی.
دریم: وجنت ته دداخلیدولپاره.
(اخبارالاذکیا ابن جوزی، جزءماء زمزم، نشرالآس، الجواهرالمعظم، الجواهرالمکنونة)
۶: دامام احمدبن حنبل رحمة الله عليه نيت:
امام احمدبن حنبل رحمة الله علیه چې کله وفات شوپه ۲۴۱ هجری کی نودده ځوی عبدالله بیان کوی چې کله به زماپلاردزمزم اوبه څیښلې نودشفاءدعابه ئې کوله اوخپل لاسونه اومخ به ئې په لانده کړل. (سیراعلام النبلاء، ذهبی، التزام مالایلزم)
۷: ابن قيم رحمة الله عليه اودزمزم اوبه:
ابن قیم رحمة الله علیه وایی: مادتل په شان دزمزم په اوبوسره شفاء حاصلوله، اوالله روغیتاراکوله، زه یووخت په مکه مکرمه کی ناروغه شوم اودارودرمل نه وه نوماخپله ټول علاج دزمزم په اوبوسره کاوه او(ایاک نعبدوایاک نستعین) می پروایه. (زادالمعاد)
۸:  امام زين الدين عراقی رحمة الله عليه اودزمزم اوبه:
امام زین الدین عراقی رحمة الله علیه دڅومقصدولپاره دزمز م اوبه استعمالولې، چې یونیت ئې داوچې الله دده دنس ناروغې لیری کی، چې همداسی وشول، اودتل لپاره ئې دزمزم اوبه دهرډول تکلیف لپاره استعمالولې. (شفاء الغرام)
****************************************************************
نهمه برخه :


۹: دامام ابن خزيم  رحمة الله عليه نيت:
له ده څخه پوښتنه وشوه چې تاسوعلم څنګه حاصل کی؟
ده په ځواب کی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی، دزمزم اوبه چې په کوم نیت وڅیښې هغه مقصدبه موترسره کیږی، نوکله چې ماوڅیښلې نوالله علم نافع راکی.
(سیراعلام النبلاء، تذکره الحفاظ)
۱۰: دامام حاکم رحمة الله عليه نيت:
امام حافظ محدث ابی عبدالله حاکم وایی چې مادزمزم اوبه دښه تصنیف لپاره وڅیښلې، اوالله می دامقصدراپوره کی، اوزماپه زمانه کی زماتصنیفونه ترټولوښه وه.
(تذکرة الحفاظ ذهبی، جزء ماء زمزم ابن حجر)
۱۱: دامام ابن عربی مالکی رحمة الله عليه نيت:
په ۴۸۹ هق کی زه په مکه مکرمه کی وم اودزمزم اوبه می ډیرې څیښلې، اوکله چې می څیښلې نونیت می داوچي الله جل جلاله وماته ډیرعلم راکی اوایمان، چې الله جل جلاله وماته ډیرعلم راکی، اودامی هیرشول چې دعمل غوښتولو نیت هم وکړم. (احکام القرآن)
۱۲: دامام ابن الجزری رحمة الله عليه دپلارنيت:
دامام حافظ مقری ابن الجزری محمدبن محمدچې په ۸۳۳ هق کی وفات شوی دی دده په سوانحوکی داسی راځی:
دده پلارتاجرؤاودواده څخه وروسته تر۴۰ کلونوپوری کوم اولادنه درلودی هغه حج وکی اودزمز م اوبه ئې په دې نیت باندی وڅیښلې چې خدای وده ته یوعالم ځوی ورکی، چې الله همداسی وکړل اودتراویحوڅخه وروسته محمدجزری په ۷۵۱ هق کال کی پیداشو.
(الغایة شرح الهدایة فی علم الرویة، رسالة ډاکتریت جامعه ام القری، قسم الکتاب والسنة، الضوء الامع)
۱۳: دامام حافظ ابن حجرعسقلانی رحمة الله عليه نيت:
حافظ ابن حجرعسقلانی رحمة الله علیه چې په ۸۵۲ هق کی وفات شوی دی داسی وایی:
ماپه ۸۰۵ هق کی حج وکی اودحج په دوران کی می چې دلومړی ځل لپاره دزمزم اوبه وڅیښلې نودانیت می وکی:
یاالله وماته دذهبی په ډول سره حفظ حدیث راکی، چې همدامقصدمی ترسره شو، اوعلم می دومره اضافه شوچې فتوی لیکل راته دومره اسانه شوچې زه دهیڅ مشکل سره نه یم مخامخ شوی، اوماپه ډیرمهارت سره په یوه ټوک کی (عجب الرهرفی فتاوی شهر) ولیکل.
(الجواهروالدرر، جز‌ء فی ماء زمزم، طبقات الحفاظ)
۱۴: دامام سيوطی رحمة الله عليه نيت:
امام ابوبکرسیوطی رحمة الله علیه چې په ۹۱۱ هق کی وفات شویدی داسی وایی:
کله چې زه وحج ته ولاړم نومادزمزم اوبه ددې مقصدلپاره وڅیښلې چې په فقه کی دشیخ سراج الدین بلقینی رحمة الله علیه وځای  اومرتبې ته ورسیږم، چې هغه امام اومجتهدؤچې په ۸۰۵ هق کی وفات شوی دی، اوپه احادیثوکی وحافظ ابن حجرعسقلان رحمة الله علیه ورتبې ته ورسیږم، چي همداسی وشول.
دامام سیوطی رحمة الله علیه په وخت ترده لوړرتبه عالم نه ؤکه څه هم دی دعمرپه لحاظ کشرووچې دده ټول شاګردان اونورعلماءورباندی اتفاق لری. (حسن المحاضرة، الجواهرالمعظم، نشرالآس)
۱۵: دشيخ احمدبن محمدآق شمس رحمة الله عليه نيت:
شیخ احمدبن محمدآق شمس رحمة الله علیه چې په۱۱۶۵ هق کی وفات شوی اود(الجوهرالمنظم) مصنف دی خپله کیسه داسی بیانوی:
زه په دې باندی اعتراف کوم چې ما څوڅوځلی دزمزم اوبه وڅیښلې اودڅیښلوپرمهال می دوړواولویومشکلاتودحل نیت کړی دی، چې ټول الله جل جلاله راته اسانه کړی دی، اوزه دخپل رب شکرګذاره یم چې زماسره ئې مرسته وکړه. (الجوهرالمنظم)
۱۶: دزمزم په اوبوړانده بيناشول:
امام تقی الدین فاسی به (شفاءالغرام) کی لیکل چې احمدبن عبدالله شریفی چې په مسجدحرام کی پروت واوسترګې ئې ړندې وی، نودزمزم اوبه ئې دسترګودشفاءلپاره څیښلې چې الله جل جلاله ورته شفاء کامله ورکړه.
حافظ جارالله ابن فهدمحمدبن عبدالعزیز پخپل کتاب (نعمت الرحمن فیمایعین علی حفظ القرآن) کی وایی چې زمانیکه نجم الدین فهدعمربن محمدمؤرخ ویل چې زماپلاردسترګو څخه اوبه روانې شوې دااوبه دومرې ډیرې شوې چې دسترګودید ختم شو، نوولاړی اودزمزم اوبه ئې دشفاءپه نیت سره وڅیښلې اوسترګې ئې روغې شوې.
حافظ جارالله ابن فهدمحمدبن عبدالعزیز پخپل کتاب (نعمت الرحمن فیمایعین علی حفظ القرآن) کی خپل دځان په هکله وایی چې په ۹۱۰ هق کال کی وماته هم دسترګوتکلیف پیداشو، چې تلکیف داسی ووچې پرسترګومی دردؤ اوپرباڼوګانومی وړې دانې راپورته شوې، چې مطالعه می نشوای کولای اوهمدارنګه دحج په دوران کی راته مشکله وه چې دحج مراسم پرځای کړم، سهارچې می په مطاف شریف کی لمونځ وکی نودزمزم دڅاه ولورته روان شوم اوبه می وڅیښلې اودادعامی وکړه چې ای الله وماته عافیت راکی، همداسی وشول په همدغه کال الله جل جلاله وماته پوره روغتیاراکړه.


****************************************************************
لسمه برخه :
دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۰)
 
۱۷: دزمزم اوبه دډيروناروغيولپاره:
شیخ عبدالرشیدابراهیم تتاری دعثمانی دورې دتتاری علماؤ څخه وه، چې په ۱۳۶۳ هق کی وفات شوی دی، هغه د۱۹۰۷- ۱۹۱۰ میلادی کال په منځ کی یونړیوال اوږدسفردر لودی چې ترټولولومړی ئې سفردآسیاڅخه پیل کړ چې پکښې چین، جاپان، کوریا، هندوستان، جنوبی اومشرقی آسیا، حجاز اوشام شامل وه، ده خپل داسفرنامه دیوه کتاب په بڼه سره هم لیکلې ده چې (کتاب العالم الاسلامی) دی چې په ترکې ژبه باندی لیکل شوی دی چې اوس ژباړل شوی اوچاپ شوی هم دی، دی چې کله دمکې مکرمې څخه تیریدی نودزمزم اوبه ئې وڅیښلې اودائې وویل چې دزمزم اوبه همداسی دی لماشُربَ لهُ چې په دې کی هیڅ شک نشته خوشرط داپکښې دی چې خالص نیت ئې وی اواعتقادئې پوخ وی، اودزمز م اوبوزماډیرې ناروغیانې شفاء کړی چې په دې ناروغیوکی دمثانې ناروغې، داخلې نورې ناروغیانې، دسترګوتکلیف اوداسی نوری شاملې وې.
۱۸: دزمزم اوبه دسلسل بولولپاره درمل شوې:
جناب محترم المقام ډاکټرشیخ محمدمظهربقاصاحب چې په (اصول الفقه) ئې په احیاء التراث الاسلام په مرکزجامعه ام القری کی ئې تحقیقی کارکاوی داسی وایی:
زه دلومړی ځل لپاره په ۱۳۹۰ هق کال کی وحج ته ولاړم چې زماسره دسلسل بولوناروغې وه چې زه په هرعبادت کی معذوره وم نودزمزم ولورته دشفاء په نیت ولاړم اوبه می وڅیښلې اودخپل رب څخه می دروغیتاعوښتنه وکړه، چې ددې دعاڅخه وروسته الله جل جلاله راته شفاء کامله راکړه اوټول لمنځونه اوطوافونه می په پوره طهارت سره وکړل.
دزمزم داوبودڅيښلومسنونه طريقه
۱: مخ پرقبله به دریږی
۲: دزمزم اوبه په راسته لاس کی نیسی.
۳: دزمزم اوبه به په درې ځلي څیښئ.
۴: په لومړی ځل به بسم الله الرحمن الرحیم وایاست.
۵: دهرځل څیښلووروسته به الحمدلله وایاست.
۶: دزمزم اوبه په ولاړوڅیښئ
۷: دزمزم داوبودڅیښلوڅخه وروسته به دعاء کوی
۸: دزمزم اوبه به ترمړتیاڅیښئ.
دزمزم اوبه ځکه غوره دی؟!!!
۱: حضرت جبرائیل علیه السلام دبن اسماعیل علیه السلام بن ابراهیم علیه السلام لپاره ۶۰۰۰ کاله مخکی په دې صحرااودښتواوغروکی دالله په حکم سره راویستلې.
۲: دزمزم اوبه خپله رسول الله علیه وسلم پخپله څیښلې، اووخلکوته ئې ددې اوبو دڅیښلوترغیب هم ورکړی دی، ددې اوبوفضیلت ئې هم ورته بیان کړیدی.
۳: دزمزم اوبه دالله دمبارک، مشرف اومحترم کور(مکې معظمې) څخه لاندی، اودصفااو مروادلوری څخه راروانې دی، چې داټوله عظیم شعائرالله دی.
۴: زموږخوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم دمکې دفتح څخه وروسته چې په مدینه منوره کی وودمکې معظمې څخه ئې دااوبه راوغوښتلې، چې صحابه کرامورضی الله عنهم اجمعین  وروړې.
۵: فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ددې اوبوزښته ډیرې ګټې بیان کړیدی، که دتندې په نیت وڅیښل شی نوڅیښاک دی، که دخوراک په نیت وڅیښل شی نوغذاده، که دشفاء په نیت وڅیښل شی نوروغتیاده اومطلب داچې که په هرنیت وڅیښل شی الله ئې هغه مقصدورحاصلوی، لکه مخکی چې ذکرشول.
۵: دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په حدیث کی راځی چې دزمزم اوبه دمنافق اومؤمن ترمنځ بیلوالی راولی، اوهغه داچې منافق دااوبه ډیری نشی څیښلای چې نس ئې په ډک شی.
۶: دزمزم په اوبوسره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارکه سینه څوځلی پریمنځل شوې ده.
۷: دزمزم اوبه انبیاء علیهم السلام والصلوة، صحابه کرامورضی الله عنهم اجمعین، علماؤ، بزرګانواودامت مسلمه نورورصالحوکسانوڅیښلې دی، دااوبه په هروخت کی شفاءګرځیدلی دی، داسی نه چې داجراثیم اوبکتریاوی اوس پیداشوی،اوپه هغه وخت کی نه وې، بلکې دابه ترقیامته پوری باقی وی، اوشفاء به وی.
۸: دزمزم اوبه دجنت داوبوڅخه یوه چینه ده.
۹: دزمزم اوبه دټولونعمتونوڅخه غوره دی، داځکه چې الله جل جلاله ترهرڅه لومړی وحضرت اسماعیل السلام ته دزمزم اوبه ورته راویستی.
۱۰: دزمزم اوبه دمکې مکرمې چې دخدای کوردی ددې دآبادۍ سبب وګرځیدې.
۱۱: دزمزم اوبه دالله جل جلاله په حرم کی یوه تل پاتې اودژوندیونښانوڅخه یوه نښان ده.
۱۲: دزمزم اوبه دځمکې پرمخ دټولواوبوڅخه غوره اوعمده اوبه دی.
۱۳: دزمزم اوبه په دې سپیڅلې اوبه دی چې په مقدس ځای (حرم) کی دی.
۱۴: دزمزم اوبه په دې غوره اوبیاغوره دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم خپلې مبارکې ناړې پکښې ورواچولې.
۱۵: دزمزم اوبه په دې غوره دی چې په صرف کتوسره عبادت دی، اودسترګونظر زیاتوی.
۱۶: دزمزم اوبه ځکه غوره دی چې لکه په حدیث شریف کی راځی دا(شرب الابرار) دی. یعنی دنیکانوخلکوڅښاک دی.
۱۷: نبی کریم صلی الله علیه وسلم دزمزم اوبه دغوره تحفې په شکل سره وکړی دی.
۱۸: دزمزم اوبه به ترقیامته پوری وی، نه لږیږی اونه هم ختمیږی اونه هم خپل اصلیت دلاسه ورکوی، داپه ماضی کی، په حال کی اوپه آینده کی یوشانته دی.
۱۹: دامت دعلماؤ په آنددزمزم اوبه دسروزروڅخه ئې هم ارزښت ډیردی.
۲۰: په اهل کتابوکی داعنعنه وه چې هرچابه دزمزم اوبه پرسرتوی کړې وای نوهغه به دذلت سره نه مخامخ کیدی اوتل به سوکاله اوخوشحاله ؤ.
۲۱: مؤمن چې کله دزمزم اوبه ډیری وڅیښی نوهغه به دګناهونودچټلۍ څخه وژغورل شی.
۲۲: دزمزم اوبه وزړه ته قوت ورکوی، اوخوف اوبیره له منځه وړی.
۲۳: دساینسی ګټوددرلودلوله کبله چې دهرې ناروغۍ لپاره شفاء ده ځکه داارزښت لری اوبایدچې ارزښت ئې له پامه ونه غورځول شی، تری استفاده وشی، نوځکه دزمزم اوبه غوره اوبهتره دی.
****************************************************************
يوولسمه برخه:


دزمزم اوبه اونوې ساينسي څېړنې
لومړۍ څېړنه:
دمصريانوڅيړنه:
کله چې مصری څیړنکودزمزم پراوبوباندی څیړنه وکړل نودائې ثابته کړل چې داکیمیاوی مواددزمزم په اوبوکی شتون لری:
۱: مګنیزیم سلفیټ Magnesium Sulfate
۲ : سودیم سلفیټ Sodium Sulfate
۳: سودیم کلورایډSodium Chloride
۴: کلسیوم کاربونیټCalcium Carbonate
۵: پوتاشیم نایتریت Potassium Nitrate
۶: هایدروجن سلفایډHydrogen Sulfate
۱: مګنیزیم سلفیټ: Magnesium Sulfate دادبدن تودوخه لیری کوی، دقی، دخواګرځی، اوددماغ لپاره ډیرګټوردی، ددې بله ګټه داده چې دبدن شحمیات له منځه وړی اویایی کموی؛ چې دامطلب ورڅخه راوځی چې دچاغوالی مخه نیسی .اوهمدارنګه په طبابت کی دایوالکترولیت کموونکی تشنج ضدلامل چې مسهل اوموضعي التهاب ضدپه توګه هم کاریږی.
۲ : سودیم سلفیټ Sodium Sulfate  : دایوډول مالګه ده، چې قبض (Constipation) لیری کوی، دبندونوددرد(وجع المفاصل) لپاره کیمیاده، دشکرې (Sugar) لپاره، دخونی پیچس لپاره، دډبرولپاره اوهمدارنګه داستسقاءلپارډیرګټوردی. اوهمدارنګه په طبابت کی کله ددرداوپاړسوب دلیری کولولپاره په انتانی ټپونوکی په موضعی ډول سره دمحلول په بڼه سره کاریږی.
۳: سودیم کلورایډSodium Chloride   :یادخوړوعادی مالګه،  دامالګه دانسان دوینې لپاره، دتنفسی نظام لپاره، دجسم دتوازن  دساتلولپاره، دنس ددردلپاره، اوداسی نوروډیرناروغیولپاره ډیره ګټوره ده، ودې مالګې ته ساینس پوهان اوروغتیاپالان حیاتی مالګه وایی. اوهمدارنګه دوینې اونسجونودآسموتیک فشاردخوندینې لپاره اړینه ده.
۴: کلسیوم کاربونیټCalcium Carbonate   : دغذادهضم لپاره، دپښتورګودډبرولپاره، دبندونودزیات دردلپاره، اودناوړه اغیزولپاره بې بیلګې درمل اوکاری دواده.اوهمدارنګه داسیدونه په ضد(انتی اسید) په بڼه سره په طبابت کی استعمالیږی.
۵: پوتاشیم نایتریت Potassium Nitrate  : دستړیالپاره، دتودې لمبې  داغیزودلیری کولولپاره، اوپه ځانګړی ډول سره دآرام لپاره ډیرګټوردی، داپه هغه وخت کی کله دیوه انسان څخه خوله زیاته ځی اودزمزم داوبودڅیښلوله کبله داهرڅه له منځه ځی، داځکه چې همداموادپکښې شتون لری، اوسړی اراموی، ستړیایی ختموی اودخولې اغیزې ئې له منځه وړی.اوهمدارنګه دادسینې دقفس ددردلپاره اسمعمالیږی.
۶: هایدروجن سلفایډHydrogen Sulfate : دپوستکی دټولوناروغیولپاره ډیره ښه نتیجه ورکوی، دزکام پرمهال وبدن ته ډیراستراحت اوسکون ورکوی، دجراثیموپه وژلوکی هم مهم رول لری، دهاضمې توان زیاتوی، حافظه قوی کوی، دانسان دبدن دفاعی سیستم ته توان وربخښی، دبواسیرلپاره هم ښکلی درمل دی اوداسی نور…
نوکه یوڅوک لږشانته فکروکی نوچې داټولې ښې ګڼې سره یوځای شی نوبه څومری ګټوروی؟؟؟ دابه څومری ناروغۍ تداوې کړي؟ اوداټولی نیکمرغۍ په څه شی شته؟؟؟
داټولې ښې ګڼې اونیکمرغۍ دزمزم په اوبو کی شتون لری، اوهمدااوس ساینس داثابته کړل چې دزمزم اوبه دبې شمیروناروغیولپاره کیمیاده نوځکه داهم غوره څښاک دی، هم غوره غذاده اوهمدارنګه دټولوناروغیواوناخوالولپاره شفاء ده.
دوهمه څېړنه:
ډاکټرغلام قريشی چې دلاهوردکنګ ايډورډمیډیکل کالج پروفیسردی وایی چې دزمزم په اوبوکی منګنیز، اوسپنه، جست، تیزاب، اکسیجن، دسلفیټ مرکب اوسودیم موجوددی نوځکه دادوینې کمښت له منځه وړی، دماغ قوی اوتیزوی ئې، هضمیه اصلاح کوی اودډیرونوروناروغیولپاره  ښه درمل دی.
دريمه څېړنه:
دسعودی عربستان دوزارت زرعت څېړنه:
دزرعت وزارت په ۱۹۷۱ میلادی کال کی دزمز م پراوبوباندی یوه څیړنه وکړل، اودزمزم داوبوکیمیاوی تجزیه ئې دوه ځلی وکړل، چې په دې څیړنه کی مصری ماهرین ورسره مله وه، دماهرینو مطابق دکیمیاپه علم کی ځینی اوبه دآکسیجن اړتیاقبلوی، اوداځانګړتیالری چې زیات آکسیجن واخلی، په کیمیاکی سی او ډی (C.O.D) ورته وایی، کله چې واوبوته جراثیم داخل شی نوبیااوبه ددې په خاطرچې جراثیم له منځه یوسی وآکسیجن ته اړتیالری،ترڅوجراثیم وده ونکړی، چې په دغه وخت کی دآکسیجن ضرورت ډیردی چې ودغه عمل ته په کیمیاکی بی او ډی (B.O.D)  وایی، دزمزم په اوبوکی ددې دواړوتناسب په لاندی ډول سره دی:
C.O.D        ۵۵ ملی ګرامه فی لیټرکی
B.O.D        ۵.۸ ګرامه فی لیټرکی
له همدی کبله نړیوال روغتیایی اداره World Health Organization وایی چې دزمزم اوبه دصحت لپاره ترټولواوبوغوره اوبه دی اودوی داپریکړه دکیمیاوی تجربوپربنسټ کړیده.


 


****************************************************************


دوولسمه برخه :


دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۲)


څلورمه څېړنه:


په ۱۹۷۶ او۱۹۷۷ میلادی کلونوکی چې کله دزمزم اوبوکیمیاوی تجزیه وشوه نونتیجه ئې داسی اعلان شول:


Total Dissolved Solids     1620


Chlorine  234


Sulphate  190


Calcium  +ve


Magnesium Iron +ve


Sulphur  -ve


Nitrates  -ve


   پنځمه څېړنه:                      


ځینو عنادکوونکواوداسلام ضدعناصرووویل  چې داځانګړیتاوې دمکې معظمې په ټولواوبوکی شته، چې ددوی داخبره غلطه اوبې بنسټه وه اودوی ځکه داکاروکی چې دزمزم داوبوتقدس په اسلامی امت کی کمزوری کړی،چې وروسته پردې باندی څیړنې وشوې، په مکه مکرمه کی چې کوم مشهورڅاهان شته لکه  ۱۸ میله لیری دمکې څخه دزبیدی دنهرپه لمن کی وعرفات ته نژدی یوڅاه شته، دداؤدیه څاه، دمسفله څاه، اوداسی نوروڅخه داډیرتوپیرلری، دنړۍ ساینس پوهانوپردی څاهانو اونوروباندی ډیری څیړنې کړیدی چې ټولوپه اتفاق سره دزمزم اوبه ترټولوغوره بللی دی، اودمکې مکرمې دټولو څاهانواوبه ئې تجزیه کړی اونتیجې ئې خپری کړیدی چې زه به ئې یوه څیړنه راوړم دثبوت په توګه سره.




























































جست


مګنیشیم


نایتریتو


نه


فی ملین


سلفر


فی ملین


سلفیتونه


فی ملین


کاربو


نیټوته


فی ملین


کلورایدونه  جزفی


ملین


دحل شوومالګو


اندازه جز فی ملین


دها


ید


روجن


نمبر


Ph


 


موجود


موجود


غ موجود


غ موجود


190


365


234


1620


6.9


دزمزم


اوبه


غ موجود


غ موجود


موجود


غ موجود


300


450


190


2000


7.2


دداؤدیه


اوبه


غ موجود


غ موجود


موجود


موجود


350


500


140


2050


7.8


دمسفلی


اوبه


غ موجود


غ موجود


غ موجود


غ موجود


190


365


234


1620


7.9


دنهرزبیده


اوبه


شپږمه څېړنه:


استادصالح محمدجمال پخپل کتاب (اخبارمکه) کی وایی چې زمز م الکلاین دی چې سوډا، کلورین، اهاک، سلفوریک اسید، نایتریت اسید اوپوتاشیم پرمنګنات پکښې شتون لری، اوپه (مرآة الحرمین) کی راغلی دی چې زمزم داوبو خوندقلوی دی، ډاکټرانجینیرحسن فریدزغلول چې دنړیوال روغیتیایی ادارې مشاوردی په ۱۹۵۳ میلادی کال کی دمصریوه وفدسره دحجازوزیارت ته راغی، چې په ۱۹۵۶ میلادی کال کی ئې یورپوټ تیارکی اودزمزم پراوبوباندی چې ده کومه تجربه وکړه هغه جدول ئې په نړیواله توګه سره داسی اعلان کړ:



























































دزمزم داوبوکیمیاوی تجزیه


جزفی ملیون


الکلیز  OH


263.00


کلورايدCI


263.00


دائمی وزن 


1240.00


سلفیټSO4– –


528.2


کلسیومCa ++


444.5


مګنیزیم MG++


130.7


سوډیم Na +


501.6


پوتاشیم K+


301.0


امونیاN+h4 NH3


10.00


نائیترایت NO2-1


0.5


نائتریت NO-13


1448.00


پرمنګنیټ باندی په څلوروساعتونوکی جذب شوی آکسیجن


5.00


اوسپنه


0.15


فلورائد


1.5


سلیکا


40


د!PH داهایدروجن دآینواندازه


7.05


په مجموعی ډول سره دزمزم په اوبوکی حل شوی جامدمواد


4500


اوومه څېړنه:


دزمزم پراوبوباندی دجرمنی دډبلیوایف کورنردکمپنی څیړنه په لاندی ډول سره ده:


















































ماده


اندازه


20 Cº pH یا 68Fº


مایکرواووم 1530 Ʉ


دحرارت انتقال


621 ملی ګرام فی لیتر


وزن اودروندوالی


14.8


دابووزن اودروندوالی دکاربونیتوله کبله


14.8


امونیا


نامعلوم


مګنیشیم


57 ملی ګرام فی لیتر


کلورائید


220 ملی ګرام فی لیتر


کلسیوم


91 ملی ګرام فی لیتر


خامه اوسپنه


ملی ګرام فی لیتر نامعلوم


سلفر


157 ملی ګرام فی لیتر


نایتریت


4.5 ملی ګرام فی لیتر


نایترایت


207 ملی ګرام فی لیتر


فاسفیټ


ملی ګرام فی لیترنامعلوم


M- Vlue


5.3 M- Vai/L


داکیمیاوی مواددنړۍ په هیڅ اوبوکی نشته، نوځکه داحادیثومبارکانواوهم د ساینسي څیړنوڅخه داجوتیږی چې داهم شفاء اوهم هرڅه.


دزمزم پراوبوباندی زښتنه ډیرې څیړنې په مختلفووختوکی شوی دی، چي ځینویی مسلمانانوکړیدی اونوری ئې بیاغیرمسلمانانوکړیدی، چې داوځانته جوته کړی چې دااوبه په داسی ضحراکی څومری ډیری دی، اوڅومری ښې دی، چې اوس نړیوال روغتیایی سازمان هم دخپلوڅیړنوڅخه وروسته داوویل چې دزمزم اوبه دټولې نړۍ داوبوڅخه غوره اودروغتیالپاره ډیرې ښې پایلې لری.


****************************************************************


ديارلسمه برخه :


(۱۳)
اتمه څېړنه:
دزمزم پراوبواعتراض اوځواب ئې:
په (۱۹۷۱) میلادی کال کی یومصری ډاکټرپه یو ه مصرې ورځپاڼه کی یومضمون لیکلی وو، اوویلی ئې وه چې دزم زم اوبه اوس دڅښلولپاره مناسبې نه دی داخبره ډېرژرپه اسلامی نړۍ کی خپره شوه، چې داحال وسعودی ته هم بېله ځنډه ورسېدی، اودنړۍ دمسلمانانوداشعارووچې دادتعصب نه ډکه یوه بې بنیاده خبره ده، دسعودی عربستان هیوادژرترژره داوبواوزراعت ووزارت ته امروکړچې ددې په هکله پلټنه وکی، اودزم زم اوبه داروپاولابراتواروته واستوی اومعاینه ئې کی، چې دامتعصب څه وایی، چې داکارپه جده (ډی سیل نېشن) په غاړه واخیستی چې دامرکزدبرېښنااودسمندرڅخه دما لګینو اوبوبدلول په خوږوابوباندی داوظیفه په غاړه لری، ددې مرکز څخه یوانجینرطارق حسین سره دبل ملګری  سره وکعبې شریفی ته واستول شول، چې دزم زم دڅاه معاینه وکی، اوڅه اوبه راوخلی دمعاینې لپاره، پخپله انجينرطارق حسين وايي:
موږچې کله وکعبې شرېفې ته راغلونوغسلونه مووکړل اودواړه چې نوردولتی خلک هم راسره وه دزم زم وڅاه ته ولاړو، ددې څاه اوږدوالی ۱۸ فوټه، سورئې ۱۴ فوټه اوژوروالۍ ئې ۵ فوټه وو، دادعبدالمطلب پرمهال چې کوم څاه ده جوړکړیدی اوهمدانن ئې دده همهغه اندازه ده، هیڅ بدلون نه وپکښې راغلی وڅاه ته په حیرانۍ سره ولاړیم اووخپل ملګرې ته وایم چې داهغه څاه دی چې په ورځ کی په کروړوګېلنه اوبه ورڅخه راوځی، زه هم ورته حیران اودی هم حیران دی، دااوبه ډېرپه نرمۍ سره ولاړې دی ، ماډېرکوښښ وکی چې پیداکړم چې داڅاه خوبه یوځای نل یاپایپ نه لری، اودڅاه د کومه طرف نه اوبه راوځی هیڅ ونه توانېدم،چې څومره اوبه رااخلو هیڅ بدلون نه پکښې ترسترګوکیږی، اوولاړیم اوله ځان سره می دافیصله وکړل چې داستاترفکراوعلم څخه لوړدی، اوپه دې می اعتراف وکړچې بې شکه چې دامعجزه ده، اوداهرڅه ددې څاه اواوبه په اړ ه چې نشرکیږی داټولې غلطې دی، یوڅه اوبه موهلته وڅیښلې اویوڅه موله ځانه سره وجدې ته دمعاینې لپاره راوړې، الحمدلله ثم الحمدلله۔
وخپلوافسرانوته می دزم زم دڅاه کیفیت بیان کړ چې دوی ټول هم ورته هک پک حیران شول، اوبه مواروپاته ولېږلې اومعاینه ئې وسوه، چې نتیجه ئې داراغله چې په دې اوبوکی کلسیم اومګنیزیم مالګې ترنورواوبوډېرې دې، چې داخوشحالې، تازګې اوهوسایی هم له همدې کبله ده، دزم زم په اوبوکی ددې څخه علاوه دفلورایډمرکبات هم شته، چې دادجراثیمودوژلوښه منبع ده، اوپه دې کې مهم رول لری، اروپایی ماهرینوداهم علاوه کړل چې په نړې کی دداسې اوبومثال نشته، اودمصری ډاکټردابیان چې دزم زم اوبه نوردڅښلونه دی یوه پوچه اوبې بنیاده خبره ده، دوی داهم زیاته کړل چې دابهترین خواړه هم دی۔
ډېرژردانتیجې دنړې په ګوټ ګوټ اسیا، اروپا، امریکا، افریقا اواسترلیاکی خپرې شوې، وګوری دحق اوباطل مقابلې ته اوکفارو دامعجزه ثابته کړل، اوخپل اعتراف ئې وکړ، الحمدلله ثم الحمدلله۔
دزم زم دڅاه ځانګړتياوې:
 دزم زم څاه هیڅکله نه وچېږی اوهرڅومره اوبه چې ورڅخه خیږی پکښې شته۔
 دزم زم اوبه هیڅکله خپل خوندنه دلاسه نه ورکوی، داځکه چې داسی معدنی موادپکښې دی چې اوبه وخرابېدوته نه پرېږدي، چې هرڅومره وخت هم پرتېرشی۔
 دڅښلوپه وخت کی هره ناروغی لیری کوي، ستړیا، سستوالۍ، درد اوخفګان هم بېله شکه لیری کوی چې هرکال حاجیان داپخپله مشاهده کوی، دډېرې ستړیاوروسته چې ئې وڅیښی نوضروربه هوساسی، دحج په وخت کی که دحاجیانوپښې دردوکی اویادډېرمزل څخه وپړسیږی نوبېشکه چې کله دامبارکی اوبه وڅیښل شی اویاهم پرتوی سی نوهرڅه به الله جل جلاله ورڅخه لیری کی، اوصحت به ومومی۔
 دزم زم څاه ونوروکیمیاوی موادوته ضرورت نه لری، لکه په عام ډول سره چې موږوخپلوڅاګانوته کلورین اوداسی نورموادوراچووترڅوئې خوندخراب نه سی اویاهم دچېنجی لپاره، دزم زم اوبه دخپلو ځانګړو موادوپه درلودلوسره نه ئې خوندبدلیږی اونه هم چینجی کوی، چې داددې اوبویوه معجزه ده۔
 ځینی څاګان ونورژوروالی ته ضرورت لری، داوبودکمښت له کبله، خودزم زم څاه وژوروالی ته کوم ضرورت نه لری، ددې څاه اوبه دومره ډېرې دی که دټولې نړۍ خلک په یووارراټول هم سی اودااوبه څیښل پیل کی لابه ئې هم یوه زره فرق څوک پکښې پیدانه کی، داځکه چې ددې زم زم دڅاه معجزه وټوله نړۍ ته ثابته سوی ده۔ د (۶۰۰۰) یازیاتوکلونوراهیسی همداڅاه دی اوهمدااوبه دی، کومی اوبه چې دحضرت اسماعیل علیه السلام اوعبدالمطلب په وختوکی پکښې وی په هغه اندازه اوبه اوس هم پکښې دی، اواندازه ئې هغه دعبدالمطلب صاحب اندازه ده۔خو پاته دې نه وی چې اوس مهال دسعودی عربستان چارواکوبرمی پکښې وهلی دی چې دوی غواړی ترډېرځایه پوری دااوبه ورسوی، نه ددې په وجه چې دااوبه لږشویدی۔
نهمه څېړنه:
دزم زم په اوبوکې کيمياوی مرکبات:
ډاکټرعبدالقادرالمهندسی ویلی دی چې دزم زم په اوبوکی د(ph value) یعنی دهایدروجن ایون (۷۔۵) پکښې دی، دامریکایی ماهرینوپه اند دزم زم په اوبوکی دنوروموادوڅخه علاوه،
هم (Trace Elements) شتون لری،داهغه مواددی چې دانسان په بدن کی ډیرلږموجوددی لکه مس، کوبالټ، منګنیز، فلورین اونور، چې ددې اندازه (۰۔۰۱) ده، نړېواله روغتیایی ټولنه هم په دې اند ده چې دزم زم اوبه په ټوله نړۍ کې نظیرنه لری، اودښواوبوپه فهرست کی ئې لومړۍ مقام ورکړیدی، اوداټولنه هم په دې اند ده چې دادانسان لپاره ترټولوښه اوبه دی ، چې مکمله غذاده، اوهرچاته که ورسیږی نودابه یوسوغات دی۔
دزم زم اوبه لاندنی معدنی مواد د (ppm) په تناست سره یعنی په ملیون کی څوبرخې لری:
کلسیم ۱۹۸
میګنیزیم ۷۔۴۳
کلوراییډ ۳۳۵
ګندهک ۳۷۰
اوسپنه ۱۵۔۰
منګنیز ۱۵۔۰
مس ۱۲۔۰


****************************************************************


څوارلسمه برخه:



لسمه څيړنه:
جيولوجی (مځکپوهنه) اودزم زم څاه
دفخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه والسلم نیکه عبدالمطلب څخه راهیسی ترنن پوری دزم زم دڅاه اوږدوالی اوسورپه همهغه اندازه دی، پاته دی نه وی چې دمکی معظمې شاوخواسیمه ټوله دګرینایټ ډبروپوښلې اودهمدې ډبرې غرونه هلته شتون لری، دایوه غرنۍ سیمه ده، چې ددې ځمکی قشر (۵۰)څخه تر (۱۰۰) فوټه پوری ریګوپوښلې ده، اودمکې مکرمې دټولې سیمې همداخاصیت دی، اودزم زم څاه هم په دې ریګوکی دی، دجیولوجی دعلم له نظره څاهان پردوه قسمه دی یو (اوپن ویل) یعنی خلاص څاه، چې داڅاه عموماکوچنی دی، اولږژوروالۍ لری، لکه دزم زم څاه، که داڅاه په ډبرینه مځکه کی وی نوڅه مقاومت به وکی اوکه په ریګستان کی وی نودادومره مقاومت نلری،خودزم زم څاه ددې علم برخلاف دا ۱۴۰۰ کاله کیږی چې سته اوتراوسه مقاومت لری اوحال داچې پرهغه زاړه اندازه باندی دی؛ اوبل ژورڅاه دی، چې ځینی وختونه اوبه په اسانۍ سره نه ورڅخه راخیږی، اووټیوب ویل (برمې) ته اویاهم ماشین ته ضرورت پیداکیږی، دخلاص څاه اوبه بایدژرخرابی سی، داځکه چې دمځکې سطحی ته ډېرژورنه دی اومعدنی موادنشی راجذبولای، ددې اوبورنګ هم ژرژړیږی اویاهم بدلون مومی، داسی څاګان دجیولوجی په تاریخ کی اودمځکپوهانوپه انددیوه کاله ترپنځوکالوڅخه اضافه عمرنلری اوډېرژرله مابینه ځی، اوحال داچې دزم زم څاه د ۱۴۰۰ کالوراهیسی ولاړاوهیڅ بدلون ئې نه په اوبوکې، نه په خوندکی ، نه په رنګ کی، اوهم پخپله څاه کی نشی څوک ثابتولای ، چې داددې څاه معجزه ده، اوداداسلام حقانیت دی، اوپه تاریخ کی ئې هم هیڅوک نشی ثابتولای چې په دغه تاریخ دزم زم څاه اوبه خرابی وی اویائې هم خوند خراب وو، اویاهم یوچاوڅښلی اوناروغه شو، چې هرڅومره وڅیښی، برعکس اوس په دې پرمختللې ټکنالوجی اوساینس کی دنړۍ ماهرین اوساینس پوهان راځی دااوبه وړی ګوری یی، اوهیڅ شی ئې نه دی پکښې موندلی بې له ګټوڅخه اودتعجب وړخبره خولاداده چې اوس ئې غیرمسلمانان دااوبه هم څیښی اورانیسی ئې اوډېرخلک ددې اوبوپه څیښلواوحقانیت لیدلوسره مسلمانان سوی سی چې زه به ئې وروسته تفصیلی بیان پرانټرنیټ باندی خپورکړم۔
په لنډډول سره داویلای شم چې دزم زم اوبه د (جیولوجی) مځکپوهنې، اود (هایدرولوجی) اوبوپېژندنې ټول قوانین ئې وغورځول چې دا پخپله یوه معجزه ده اوپه همدې وجه ټول ساینس پوهان  په ځانګړی ډول سره ددې علوموپوهان ورته حیران دی۔
دزمزم په هکله کتابونه:
۱: آب زمزم کے فضائل اوربرکات   (مولانامحمدروح الله صاحب نقشبندی)
۲: آب زم زم  (یحی همزه کوشک مترجم خدابخش کلیارایډوکیټ)
۳: فضائل آب زم زم  (سائدبن محمدیحیی بکداش (مکه مکرمه)
ترجمه: قاری محمدیاسین قادری صاحب
۴: تاریخ مکه مکرمه . ـ( مرتب کرده: شعبه تحقیق وتالیف دارالسلام
۵: ماء زم زم لماشرب له . (حافظ ابن حجرعسقلانی رحمة الله علیه.
۶: الجوهرالمنظم فی فضائل ماء زم زم. (احمدبن محمدبن آق شمس الدین حنفی مکی رحمة الله علیه.
۷: الاعلام الملتزم بفضائل ماء زم زم. (محدث احمدبن علی غزی ازهری)
۸: ازالة الدهش والوله عن المتحیرفی صحة حدیث ماء زم زم لماشرب له.
(سیدمحمدبن ادریس قادری حسنی فاسی)
۹: برکت ماءزم زم ودعاءالحفاظ عندها.( محمداحمدعباس)
۱۰: معجزات الشفاء ماء زم زم.( محمدعبدالعزیزاحمدوسیدابراهیم)
۱۱: زم زم بین عجائب التاریخ ومکتشفات العلم.
(دارکلم الطیب دمشق)


****************************************************************


نوربيا