داحمدزي جام کرکټ شل اورېز سيالۍ چې په جلااباد ښارکې دلسو پياوړو لوبډلو په ګډون شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پيل شوې وې په نيمه پاى لوبه کې عادل شاه لوبډلې هلال ګروپ ته په ماتې ورکولو سره وکولاى شول چې ددغه سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي .
ددغه سياليو په نيمه پاى لوبه کې هلال ګروپ لمړى توپ وهنه وکړه او په شل اورونو کې دټولو لوبغاړو په سوزېدو سره يې يوسلو درويشت منډې ترسره کړي .
په ځواب کې عادل شاه لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف د دوه لوبغاړو په سوزېدو سره په شپاړسم اورکې پوره کړي او هلال ګروپ لوبډلي ته په اته ويکټو ماتې ورکولو سره ددغه سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي .
ديادونې وړده ددغه سياليو په دوهمه نيمه پاى لوبه کې سباون لوبډله دننګرهار کرکټ اکاډمۍ سره دلوبې ډګر ته ودانګي .