کور / تازه خبرونه / پېښور: د چاودنې له امله ٢٨کسان مړه او ټپيان شوي

پېښور: د چاودنې له امله ٢٨کسان مړه او ټپيان شوي

پېښور : د پېښور کوهاټ روډ په سکيم چوک کې د چاودنې له امله لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او ١٨ ټپيان دي. په ټپيانو کې ٣ښځې او٣ ماشومان هم شامل دي ټپيان ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي او هلته بېړني حالات نافذ دي. چاودنه په موټر کې د ځاى په ځاى شوي چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې ده چاودنې د مسافرو يو فلاينگ کوچ ته هم تاوان رسولى دى. په دغه چوک کې هر وخت د څلور لاري له امله گڼه گوڼه زياته وي. د يادولو وړ ده چې اته کال د مخه د همدې چوک د هوټل مخې ته درنه چاودنه شوې وه. چې په کې ديارلس تنه وژل شوي وو.