کور / تازه خبرونه / کراچۍ: تاو تریخوالي کې دروېشت تنه ووژل شول

کراچۍ: تاو تریخوالي کې دروېشت تنه ووژل شول

کراچۍ:د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د سې شنبې د ورځې له بمي چاودنو او تاوتریخوالي وروسته چې دروېشت تنه په کې ووژل شول، نن د چار شنبې په ورځ هم تاو تریخوالی دوام لري.بل لور ته د جماعت اسلامي ګوند د خپل یوه مشر د وژل کېدو له امله او د هغه امریکايي فلم په ضد چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی په یاد ښار کې د کاربندیز اعلان کړی.د کار بندیز د اعلان له امله د کراچۍ ښار یو شمېر مارکیټونه تړلي او په سړکونو لږ ګاډي لېدل کېدل.دجماعت اسلامي ګوند مسوولینو ادعا کړې، چې پولیسو د دوی یو شمېر مشران نیولي، خو د کراچۍ پولیس مسوولین دغه ادعا ردوي.د ښار په ځینو سیمو کې نن سهار د ډزو غږونه هم واورېدل شول، په سړکونو ښاري ټرانسپورټ نه شته او اکثر پټرول پمپونه له بیګاه راهیسې تړلي دي.د سې شنبې په ورځ د یوه دولتي کارکوونکي په ګډون یوولس تنه په ډزو ووژل شول.د سې شنبې په شپه د ښار په بېلا بېلو سیمو کې پنځه تنه نور هم په ډزو ووژل شول.د امنیتي مقاماتو له قوله ویل شوي دي، چې په وژل شویو کې سیاسي مشران هم شامل دي.بل لور ته د یاد ښار په تجارتي سیمه حیدري کې د سې شنبې د ورځې په بمي چاودنه کې د وژل شویو شمېر اوو تنو ته ورسېد او په همدې پېښه کې د ټپیانو شمېر دروېشت تنه دی.په وژل شویو کې یوه ښځه او یوه لس کلنه نجلۍ هم شته.د پولیسو ځايي مشر عمر خطاب وايي په بمي چاودنه کې له اوو نه تر اته کېلو پورې باروت کارول شوي دي، چې له دې مخکې هم توندلارو ډلو په دغه ډول بمي بریدونو کې کارولي دي.په حیدري سیمه کې د داودي بوهره فرقې اړوند خلک مېشت دي، چې اکثر يي سوداګري کوي.د کراچۍ پولیسو د یوه بل چارواکي چودري اسلم په وینا د بمي برید هدف د یادې فرقې کسان وو.د نوموړي په خبر د روژې په میاشت کې هم له دې سیمې څخه یو بم تر لاسه شوی و، چې وروسته شنډ کړل شو.