کور / تازه خبرونه / ولسمشر په ځینو ولایتو کي نوی والیان ټاکي

ولسمشر په ځینو ولایتو کي نوی والیان ټاکي

کابل: نن چهار شنبه د( وږی ٢٩ ، ٩١) د ۲۰۱۲ سپتبر ۱۹ نیټه دپژواک دخبری اژانس له مخي دیو باوری سر چیني په حواله وايي، چې ولسمشر حامد کرزي په ځينو ولايتونو کي نوي واليان ټاکلي ، ځينو يې بدل کړي او يو شمېر نور يې پرکورکښینولي دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي د بغلان د والي په توګه، د ولسي جرګې پخوانی وکيل مجيد خان د ميدان وردګو د والي په توګه، نعيم خان بلوڅ د هلمند د والي په تو ګه، عبدالجبار تقوا د کابل د والي په توګه اوسرورثبات د نيمروزدوالي په توګه ټاکل شويدي.
سرچينه زياتوي، چې د نيمروز والي کريم براهوي، د هلمند والي ګلاب منګل، د لغمان والي اقبال عزيزي او د بغلان والي منشي مجيد خان خپلوکورونوته ليږل شويدي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند بشير بهرام پژواک اژانس ته منلي، چې په يو شمېر ولايتونو کې بدلونونه راغلي ، خو ژمنه يې وکړه، چې په دې اړه به نور معلومات وروسته ورکړي.
هغه تېره اوونۍ پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د يو شمېر واليانو په اړه څېړنې کړي او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې لېږلي دي.