په کابل کي د روانو سياليو په درشل کي د نن ورځي لوبه د کندهار د ميوند د اتلانو لوبډلي د کابل د لوبډلي څخه وګټله .
روانۍ سيالۍ چي د اتو زونو ترمنځ دي ننۍ لوبه پر درې بجې پيل او د پنځو بجو پر شااو خوا د کندهار د ميوند د اتلانو د لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده.
د لوبي په لومړي اپټېم کي لومړى هدف د ميوند اتلانو لوبډلي د واجد په مټ وواهه او د کابل لوبډلي له لوري هم يو هدف ترسره سو.
په دوهم اپټېم کي دوهم هدف فيض وواهه او همدا ډول تر لږ لوبي وروسته د کندهار د ميوند د اتلانو لوبډلي دريم هدف وواهه او لوبه ئې د کابل څخه درې پر يو وګټله .
د دې لوبډلي روزونکو سمېع عېرتمل ډېر خوښ ښکارېده او دا ئې د خپلو هلو ځلو يوه لاسته راوړنه بلله .
لراوبر ويب پاڼه دواړو لوبډلو ته مبارکي وايي.