د برهان الدين رباني زوى او ځايناستي صلاح الدين رباني د ناټو له خبري ټلويزيون سره په مرکه کې په ډاګه کړې چې جمهور رييس حامد کرزى به د کندهار نړيوال هوايي ډګر د دۀ د پلار په نوم ونوموي. د حيرانۍ خبره دا ده چې د جمهور رييس حامد کرزي دغه پرېکړه بۀ د کوم منطق او کوم منصف له مخې وي.
هوايي ډګر، روغتونونه، پوهنتونونه، ښوونځي، واټونه، کوڅې او داسې نور د معمول او معقول له مخې د هېواد او نړۍ د تاريخي او نامتو څېرو په نومونو چې پوهان، د هېواد او نړۍ په کچه بريالي مشران، مذهبي مشران، د هېواد او ټولنې خدمتګار او بشردوست کسان وي، نومول کېږي، نه د هغو کسانو په نومونو چې تل يې د هېواد د بربادۍ، ملي نفاق، قوم پرستۍ او ژبني تعصب ته د لمن وهلو لپاره ژوند قرباني کړى وي. که موږ د برهان الدين رباني ژوند او شخصيت ته په غور سره وګورو، هېڅ داسې نښه بۀ پۀ ګوته نکړو چې د هغۀ پر وطن دوستۍ، هېواد ته د خدمت، ملي يووالي ته په ژمنتوب او ښۀ رهبريت دلالت وکړي.
له پښتنو او پښتو سره د هغۀ دښمني د لمر په شان ټولو افغانانو ته روښانه ده چې بېلګه يې په افغانستان باندې د امريکا له خوا د تيري په وخت کې- له امريکا څخه د هغه ملاتړ او تشويق دى. امرکايانو ته به يې ويل چې لوى لوى بمونه ورباندې واچوئ، دا قوم په داسې بمونو سره له منځه نه ځي. د حزب شعار يې تل دا و چې تر هغه کچې بايد مبارزه وکړو- چې که د کوم پښتون دروازه څوک ور وټکوي ونه وايي چې څوک ياست بلکه بايد ووايي چې کيست يعنې څوک دي؟ په دې مانا چې حتى د دې قوم ژبه هم بايد له منځه يوسو.
هېواد ته د هغۀ د خدمت ښه بېلګه په ښکاره توګه د سولې د عالي شورا مشري وه خو په پټه يې له سولې سره هم دښمني کوله. هم يې حکومتي څوکۍ اشغال کړې وه او هم يې د سولې په ضد ګوندونه او ټپلې رامنځ ته کړې چې د ملي ائتلاف په نوم د حزب او نورو ټپلو رامنځ ته کول يې ښه مثال دى چې په ډاګه له سولې او ملي يووالي سره دښمني پالي. د يوې ټپلې مشر ډاکټر عبدالله چې ځان د ملي ائتلاف په نوم د حزب مشر بولي، په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل چې موږ د حزب (چې دى يې ځان مشر بولي) رامنځ ته کول او خپل ټول فعاليتونه د استاد رباني په خوښه او مشوره مخ ته وړي او وړو يې. د نوموړي په وينا استاد زموږ يو ښه مشر او رهبر دى. دا په داسې حال کې ده چې د ملي ائتلاف په نوم د حزب او نورو ټپلو فعاليتونه چې د استاد رباني په مشوره رامنځ ته شوي، او له سولې او ملي يووالي سره د هغوى دښمني د لمر په شان روښانه ده، آن دا چې د هېواد د تجزيې په اړه يې دسيسې او هڅې هم له هېچا څخه پټې نه دي.
رباني او حزب يې د افغانستان په پرتله د ايران ګټو ته ډېر ژمن دي چې ښه بېلګه يې نور ټلويزيون دى چې د ايران د ګټو پر بنسټ او د افغانستان د ملي ګټو مخالف خپرونې کوي. بله بېلګه يې په مزار شريف کې د ايراني جاسوسانو په نوم چې د طالبانو له خوا وژل شوي وو، د يوه لوى سړک نومول دي چې دا هم د ايران ملي ګټو ته د دې حزب او نورو ټپلو يې- د ژمنتوب بېلګه ده.
جمهور رييس حامد کرزي هم تل د ملي يووالي په پلمه، په قدرت کې د پاتې کېدو او شخصي ګټو په موخه دوى ته ښه راغلاست ويلي. فهيم کومه توره کړې، چې د مارشال لقب يې ورکړ. يو توريالى او نوميالى غازي د داسې لقب وړ دى. جنګي جنايت کار او قاتل يې د ملي اتل په نوم ونوماوه. مخدوم رهين چې ټولو ته ښه څرګند هم دى او يو ځل په همدې تور چې د ايران ګټې پالي او ملي نفاق ته لمن وهي، د ولسي جرګې له خوا صلب صلاحيت شو، خو بيا هم جمهور رييس کرزي د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه وټاکه- چې تر ننه يې ملت له شومو موخو او کړنو څخه ځورېږي.
کرزى که په رښتيا سره د ملي يووالي لپاره کار کوي، نو بيا ولې يې په ٢٠٠٩ کال کې د پخواني ولسمشر محمد داود په وياړ، چې وياړونه او کارنامې يې ټولو افغانانو ته څرګندې دي، د نوموړي په نوم د کابل هوايي ډګر له نومولو سره مخالفت وکړ.
زه د يوه افغان په توګه له جمهور رييس حامد کرزي څخه غواړم چې نور دا ډول لوبې پرېږدي او د ملي يووالي په پلمه د خپلو شخصي او ثليقوي ګټو په موخه له ملي خيانت څخه لاس واخلي. که کرزى په رښتيا سره غواړي د ملي يووالي لپاره کار وکړي نو په مزار شريف کې د ايراني جاسوسانو په نوم واټ دې د رباني واټ په نوم ونوموي، تر څو خلکو ته دا ثابته شي چې په رښتيا سره هم حامد کرزى د افغانستان خپلواک رييس جمهور دى او کولاى شي د خپل يوه والي پرېکړه رد کړي. له خلکو او په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو څخه هم په کلکه غوښتنه کوم چې پرېنږدي د جمهور رييس حامد کرزي دغه نه بښونکې پرېکړه د عمل جامه واغوندي.