نن سهار د کابل د هوايي ډګر پر سړک يه یوه ځانمرګي بريد کې نهه بهرنيان او درې تنه افغانان ووژل سول .په برید کي دوه پو لیسان هم ټپیان سویدی.
د کورنیوچارو وزارت دجنا یی جر مونو رېیس جنرال ظاهر وا یی چي ،دا ځانمرګى بريد ديوه کرولا موټر په وسيله شوى دی.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريدکوونکي د بهرنيانو يو فلاينګ کوچ کو چنې بس موټر سره خپل موټر جنګولى او درنه چاودنه یی رامنځته کړه.
ده زياته کړه ، چې په دې پېښه کې وژل شوي بهرنيان د اې سي اېس ( ACS ) د پوستي د نړيوال شرکت په نامه له امريکايانو سره ديوه بهرني قراردادي هوايي شرکت کارکوونکي او پيلوټان وو.
هغه زياته کړه ، چې په بريد کې ۹ کسه بهرنيان ، یو افغان ژباړن ، افغان موټر چلوونکى او دغه راز يو افغان لاروى او په سيمه کې يوتن پنچرمين هم وژل شوي دي.
دګلبدين حکمتيارپه مشرۍ اسلامي حزب دبرید پړه په غاړه اخیستی ده،او ويلي دی چي بريددوی کړی دی.
ددې ګوند وياند رسنیو ته وويل، چې دا ځانمرګى بريد د فاطمې په نامه يوې ٢٢ کلنې پېغلې، په امريکا کې د اسلام پر ضد د خپور شوي فلم په غبرګون کې کړى دى.
ده وويل، چې دغه پېغله دکابل اوسېدونکې وه اوپه خپل موټر کې يې تر ٢٠٠ کيلو ګرامو پورې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي و.
د ښځینه له خوا په افغانستان کې د ا ډول ځانمرګی څلورم برید دی، خو د حکومت دمخالفې ډلې حزب اسلامي له خوا دا لومړی ځانمرګی برید دی چی تر سره کیږی.