کور / هراړخیز / بیا هم د اعلیحضرت امان الله خان په باره کي

بیا هم د اعلیحضرت امان الله خان په باره کي

څه موده مخکي ما د اعلیحضرت امان الله خان د اصلاحاتو او د هغه د سقوط د علتونو په باره کي یو مضمون ولیکی. ما فکر نه کاوه چي زموږ د ټولني هوښیار منورین دي زما په مقابل کي داسي عکس العمل څرګند کړي چي ګواکي ما د امان الله خان د سقوط په عواملو کي انګریزی استعمار له نظره غورځولی دی. زه نه پوهیږم چي ما باید په خپل مضمون کي د اعلیحضرت امان الله خان څومره ثنا او صفت ویلی وای چي، په اصطلاح، امان الله دوستان مي خپل ځانته له غوسه کیدلو څخه را ګرځولي وای. کله چي د امان الله خان په سقوط کي په لس هاوو داخلي عوامل او د هغه خپل شخصی اشتباهات عمده رول ولري، د انګریزانو او نورو بهرني دښمنانو غندل موږ ته څه ګټه رسوي. موږ باید خپل راتلونکي نسلونه د خپلو مشرانو اشتباهاتو ته متوجه کړو، څو هغوی په راتلونکي کي عبرت ورڅخه واخلي او هماغه اشتباهات تکرار نه کړي. ما په دغه برخه کي د هغو تاریخ لیکونکو لیکنو ته اشارې کړي دي چي په هغه وخت او زمان کي یې هر څه د سر په سترګو لیدلي دي. زه د هغو ټولو مورخینو د عقایدو او لیکنو بیا تکرارولو ته ضرورت نه لرم خو د مثال په توګه مجبور یم چي د مرحوم میرغلام محمد غبار د تاریخ یو څو پاڼي مخي ته درته کښیږدم. ګوندي زموږ د هوښیارو منورینو سترګي یو څه پرانیزي. زه ګومان نه کوم چي په افغانستان کی به داسي لوستی سړی وي چي د مرحوم غبار په وطن دوستي او پاک شخصیت کي به شک ولري او دا هم ښایی اکثرو لوستونکو ته معلومه چي مرحوم غبار د انګریزانو سره د تعصب ترسرحده اختلاف درلود. مرحوم غبار د اعلیحضرت امان الله خان د عصر د منورینو څخه وو، هر څه یې د سر په سترګو لیدلي دي او د خپل کتاب په یوه برخه کي، د خوست د ۱۹۲۴ د ښورښ څخه وروسته پیښو ته د اشارې په ترڅ کي، لیکي« بودجه اردو محدود و تعداد قشون بمناصفه تقلیل ګردید، و رشوت خواري در اردو بشکل یک امر طبیعي در امد. پس در کشوریکه طبقه فیودال و اشراف و روحاني مخالف دولت بودند، و مامورین دولت با رشوتخواري توده های خود مردم را رنجانده میرفتند، و هم فعالیت زیر زمیني استعمار برای تخریب کشور دوام داشت تضعیف اردو که آخرین وسیله حفظ و تطبیق ریفورمهای دولت بود، بجز از جنون معنی دیګر نمیداد. همین روش وسیاست شاه بود که زمینه آخرین انفلاق کشور و انهدام دولت جوان افغانستان را آماده کرد و سه سال بعد مملکت واژګونه ګردید» افغانستان درمسیر تاریخ ص ۸۱۱

اعلیحضرت امان الله خان د هیواد په ډیرو حساسو شرایطو کي د اروپایی هیوادونو په دوره ولاړ او د سفر څخه له راستندیدلو وروسته یې خپلو اصلاحاتو ته نور هم زور ورکړ. مرحوم غبار وروسته لیکي« وقتیکه شاه برګشت آنمرد ګذشته نبود، او بسیار خودرای و خودخواه و مغرور شده بود و با اقدامات عجولانه یی که نمود بزودي افغانستان را مستعد یک انفلاق منفي نمود. دیګر دربار سادهء قدیم وجود نداشت، کالر و نیکتایی و تجمل و فیشن جای بساطت و البسه وطني و یخن بسته را ګرفت، عیاشي و خوشګذراني بشدت شروع شد، ریفورم مفید و حقیقي با تفرعات مضر و بچه ګانه آمیخته ګردید. در تطبیق این مرام، طبع باصلابت و خواسته های مردم زیر نظرشاه بود، و از عسرت اقتصادي و زندګي ملت بیخبر افتاده بود. مثلا در کشوریکه صد ها مشکل اقتصادي و زراعتي و تخنیکی و اداري مستلزم رسیده ګي و اصلاحات بود، شاه فرمان داده بود که تعطیل روز جمعه بروز پنجشنبه در تمام ادارات کشور عملي ګردد، در حالیکه تعطیل جمعه یک عنعنه بیضرر و پیشتر از هزار ساله کشور بود که جنبه قدسیت مذهبي در انظار ملت افغانستان و کلیه ممالک اسلامي داشت و تا هنوز در کره زمین هیچ دولتي بنام ریفورم روز تعطیل هفته ګي قدیم خودرا مثلا از یکشنبه به سه شنبه تبدیل نکرده بود زیرا این تبدیل فضول بود و بحیات جامعه تعلق و تماسی نداشت ونه مانع ترقي و انکشاف کشوري بود.

همچنین شاه امر نمود تا در جاده های مخصوصي در پایتخت تابلو ها ګذاشته و نوشتند:- هیچ زني با برقع نمیتواند ازینجا عبور نماید. پلیس ها این امر را تطبیق مینمودند و زنان ناداری که البسه عادي خودرا در زیرچادري پنهان نموده و توان پوشیدن لباس نسبتا خوبتري نداشتند مجبور شدند که از خریداري مایحتاج شبانه روز خو در بازارهای معمور صرف نظر کند. در حالیکه هیچ فابریکه و کارخانه ای برای زنان وجود نداشت. شاه امر نمود که تمام مردم در شهر کابل دریشي و کلاه بپوشند و در هر چند قدمي پولیسي استاده بود که از متخلفین جریمه نقدي میګرفت، قطع نظر از مصارف دریشي که از توان اکثریت مردم خارج بود. برای تطبیق این امر هیچ مغازه بزرګي که اقلا برای صدهزار نفر دریشی و کلاه داده بتواند موجود نبود، لهذا اغلب دکانداران کلاه های افسران نظامی در سر میګذاشتند، مردم سیکه که مذهبا موهای ناګرفته خودرا در دستار های بزرګ می پیچیدند ناچا ربودند که با کلاهای پشمي کشدار سر و دستار خود را یکجا بپوشانند، و این خود شهر را به یک تابلوی کاریکاتوري مبدل ساخته بود خصوصا که سلام دادن با دست منع شده و بایستي برسم فرنګ کلاه از سر برداشته شود. باچنین اوضاعی در پغمان محفل بال ماسکه تشکیل میشد، و درلوی جرګه بر مالیات مردم افزوده میګردید، باقیات مردم توسط محصلین دولت زیر تحصیل قرار داشت، و اغلب وزرا و ولات و حکام رشوت میخوردند. مردم شکایت کننده مرکز استغاثه و باز رسي نداشتند، و عرایض شکوه مردم از دست ماموری بخود مامور ارجاع میګردید. در مدت ده سال هیچ وزیر ووالي و حاکمی محاکمه و مجازات نشد و باز خواست بکلي متروک ګردید. انتخاب مامورین بزرګ فقط بسته به شناسایی و اعتماد شخص شاه بود که در آن لیاقت و کفایت در نظرګرفته نمیشد، و اکثر مامورین بزرګ از رجال قرن نوزده و درباریان قدیم بوند. خصوصا اشخاصیکه نسبت نزدیک بخاندان شاهي داشت. ګویا ریفورم وتحول جدید که مانندهء یک ماشین تازه اختراع بود توسط میخانیکهای قرون وسطی بکار انداخته شده بود. هغه کتاب ص ص ۸۱۲-۸۱۳

په داسي حال کي چي په مشرقي کي د شینوارو ښورښ روان وو او ورځ په ورځ یې زور اخیست. امان الله خان په لوی لاس ځواني نجوني په موټرونو کي سپرې کړې او د مشرقي له لاری یې هند او بیا ترکیې ته د تحصیل لپاره واستولې. محی الدین انیس، چي د مرحوم غبار په څیر یې هر څه د سر په سترګو لیدلي دي او پخپله د ترقی او پرمختګ یو طرفدار لیکوال وو لیکي« ګذشتن این دسته طالبه ها از زمین مشرقي و دیدن مردم آنها را به چشم سر و شایع شدن این خبر در آن سرزمین، این هردو نسبت کبریت و پترول را به یک دیګر داشت. روز به روز این افواهات شدید تر شده رفت و مخصوصا در اطراف عزیمت این طالبه ها قصه های مختلفی سروده میشد؛ به حدی که در آن جمله یک اوازه هیمن بود که این طالبه ها به طور تبادله به خارج رفتند و غیر آن اقاویل زیاد، که طبعا همه هیجان بخش بودند، نشر ګردید.» بحران ونجات طبع دوم سال ۱۹۹۹ ص ۳۷

د اعلیحضرت امان الله خان د عصر ټول لیکوالان او مورخین، د هغه د بی وختو او تلواري اصلاحاتو او د هغه د سقوط د علتونو په باره کي، دغه ته ورته نطریات لري، چي ما په خپل پخواني مضمون کي اشارې ورته کړي، او په خواشینی سره باید ووایم ، چی، په اصطلاح، امان الله دوستان مي په غوسه کړي دي. ما په خپل مضمون کي لیکلي وه چي اعلیحضرت امان الله خان پر خپل هیواد او اولس باندي مین وو او د هیواد سره یې د یوه عاشق په څير شاعرانه مینه درلوده. خو د هغه پر اشتباهاتو باندي، چي د اصلاحاتو او په نتیجه کي د هغه د سقوط عمده عوامل وه، پرده غوړول زموږ راتلونکي نسلونه د سالم قضاوت څخه محروموي. زه نه پوهیږم چي د اعلیحضرت امان الله خان په ستاینه کی د قصیدو ویل او د انګریزانو د دسیسو د غندلو په باره کي د کتابونو لیکل به زموږ د راتلونکو نسلونو دپاره څه ګټه ولري؟

محی الدین انیس دې خبري ته ډیره ښه اشاره کړې ده. هغه وایی چي احتمال لري په افغانستان کي د بې نظمیو په وخت کي به خارجي لاسونه را غځیدلي وي.« اما با این حدی که بعضیها تصور کرده اند که اصلا اغتشاش تمهید شده و ساخت دست غیر باشد، این قابل تایید قطعي نخواهد بود ومسله قابل شک است. چه تا زمانی که اقلا در ملت اسباب اغتشاش مهیا نشود طبعا نه دست؛ بل دستهای غیر هم اثر کرده نمیتواند.» هغه کتاب ص ۲۶

د اعلیحضرت امان الله خان د اشتباهاتو په باره کي یو بشپړ کتاب لیکل کیدلای سي. خو زه یو ځل بیا دا خبره کوم چي هغه یو وطن پالونکی او پر خپل اولس او پرمحتګ باندي یو مین پاچا وو. هغه له خپل ملت سره د یوه باچا په حیث نه بلکه د یوه مهربان پلار په څیر مینه درلوده. مګر د هغه اشتباهات د هغه لوی انسان له شخصیت سره هیڅ اړه نه لري. هغه چي هر څه کول په پاک نیت او ښه زړه یې کول. غوښتل یې چي هیواد په دوه کاله کي له اروپا سره سم کړي. خو له بده مرغه چي ښه سلاکاران یې نه درلودل او شاوخوا یې غوړه مالو درباریانو نیولې وه. د هغه د شخصي اشتباهاتو، په حکومتي ادارو کي د پراخ اقتصادي فساد، غوړه مالو درباریانو، نامردو مشرانو او سردارانو او بې وختو اصلاحاتو په باره کي د اماني عصر تقریبا ټول لیکوالان په یوه عقیده دي. زه نه پوهیږم چي دا نوي خواخوږي له کومه سوي دي چي د هغه وخت د لیکوالانو او مورخینو خبري نه مني او یوازي یې پر خپلو خبرو زور دی. د تاریخي حقایقو ویل په هیڅ توګه تاوان نه لري او پټول یې د راتلونکو نسلونو قضاوتونو ته صدمه رسوي. زه له خپلو ځوانانو څخه غواړم چي که یې نورو زیاتو کتابونو او اسنادو ته لاس نه رسیږي نو لږ ترلږه د محی الدین انیس د بحران و نجات دوهم چاپ، چی ښایی اوس به هم ډیر پیدا کیږي، لومړني څلویښت مخه ولولي.

د اعلیحضرت امان الله خان د اشتباهاتو په باره کي لیکني کول، د هغه له پاک او ملي شخصیت سره اړه نه لري. د نهضت د ناکامیدلو ټول مسولیت د هغه پر غاړه نه سو اچولای. بلکه ټول غوړه مال درباریان او نامرده سردار ان او مشران د اماني نهضت په ناکامیدلو کي ګډ مسولیت لري. په تاریخ کي مقدس شخصیت نسته. موږ باید د هر چا په باره کي لیکني وکړو او په دې توګه د خپلو راتلونکو نسلونو سترګي پرانیزو. زه د محترمي خور نجیبه قانع دا خبره تکراروم چي اعلیحضرت امان الله خان پاچا وو، پیغمبر نه وو. او د یوه پاچا په باره کي، که هر څومره لوی او ستر شخصیت هم وي، د لیکني کول، په تیره بیا مستندي لیکني کول، د هر لیکوال څرګند حق دی. زه نه پوهیږم چي ما په خپله لیکنه کي څه کفر کړی وو چي یوه سړي لیکلي وه چي جهانی باید د ملت څخه معافي وغواړي. معافي د حقیقت د لیکلو؟! زما یوه بل دوست، چي زما سره بې کچه مینه لري،دومره زیات زما په مخالفت کي د لیکني تر اغیزې لاندي راغلی وو چي له ښاغلي زماني صاحب څخه یې عاجزانه غوښتنه کړې وه چي جهاني ښه سړی دی خو تیروتنه یې کړې وه نو که له مهربانی له مخي هغه معاف کړي. یعني خیر دی ماشوم دی یو ګل یې وشکاوه. زه د خپل خواخوږي دوست څخه یو عالم مننه کوم خو د معافی غوښتلو، خدای سته، خندا راوسته.