۱۶ سپټمبر ۲۰۱۲
د خبريال د خبر پر بنسټ د جمعيت ګوند د وژل سوي مشر برهان الدين رباني زوی صلاح الدين رباني وايي چي ولسمشر کرزي ژمنه ورسره کړېده چي د کندهار نړيوال هوايي ډګر يې د پلار ( برهان الدين رباني ) په نامه کړي .
صلاح الدين رباني وايي دا ښه کار دی چي د افغانستان په يوه سيمه کي يو ځای د افغانستان د بلي سيمي د يوه شخص په نامه ونومول سي .
برهان الدين رباني تېر کال په کابل کي ظاهرآ په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سو چي ولسمشر کرزي د جميعت ګوند سره د خپلي همېشنۍ مهربانۍ له مخي د افغانستان د سولي د شهيد نوم ورکړ او سږ کال يې د لومړي تلين څخه يوه مياشت مخکي امر وکړ چي هر کال به د استاد رباني تلين د يوې اوونۍ په اوږدو کي په دولتي امکاناتو لمانځل کيږي چي دغه اوونۍ ته د شهيد اوونۍ نوم ورکړل سو .
د صلاح الدين رباني له خبرو ښکاري چي ولسمشر کرزي جمعيت ګوند ته ولس له حقوقو څخه د تحفو ورکولو په لړ کي دا ځل د کندهار نړيوال هوايي ډګر هم د جمعيت ګوند ته په تحفه کي ورکوي .
دا خبر په نه يوازي په کندهار ښار کي بلکي په شاوخوا ولايتونو کي په ځانګړې توګه د ځوانانو تر منځ په ډېره چټکي او قهر سره خپور سو .
ځوانان يو بل ته ټيلفوني مسيجونه ليږي ، په دغو مسيجونو کي ليکل سوي دي چي که ولسمشر حامدکرزی په دې برخه کي عملي اقدام وکړي دوی به په تېرو لسو کلونو کي تر بل هر وخت لويي مظاهرې په ترڅ کي د خپل مخالفت څرګندونه وکړي .
د يادوني وړ ده چي د افغانستان هوايي ميدانونه د اړوند ښارونو يا ولايتونو په نامه ياديږي . خو د کندهار خلک وايي که د کندهار هوايي ډګر ته د يوه ملي شخص نوم ورکول کېږي بيا نو دلته په کندهار کي د افغانستان پلار اونيکه پراته دي او دغه هوايي ډګر دي د لوی احمدشابابا يا حاجي ميرويس خان نيکه په نوم ونومول سي .
د کندهار يو شمېر سپين ږيرو او قومي مشرانو هم د صلاح الدين رباني په حواله د ولسمشر کرزي دغه اوازه په کله وغندله او وايي چي که چيري ولسمشر دا کار وکړي په دې سره به نه يوازي خپل حيثيت ته ډېر دروند زيان ورسوي بلکي د برهان الدين رباني په ګټه به يې ګام نه وي پورته کړئ .
اړوند سرليکونه :
سباوون کاکړ: ولسمشر اوس پر کندهار هم سوداګري شروع کړه
خبريال خبره نه د کندهار ده، نه د رباني/ شننه
افغان وردګ: د ايراني جاسوسانو په نوم واټ دې رباني واټ ونومول شي
احمدالله رحماني:د کندهار هوایی ډګر د ربانی په نوم نومول سیاسی خطا نه ده
احمد شاغاسي کرزی هم يو حيات خان ته اړتيا لري
سلطان محمد بارکوال: په يو نيم ګز مځکه هم نه ارزي
حبيب الله غمخور: کرزی دخپل قانوني صلاحيت نه ناوړه استفاده کوي
ډاکټر سليم نوراي: د کرزي حیات خان
محمد امين بسمل: آیادکندهارنړیوال هوايي ډګر دیوخاین او قاتل په نوم نومول ملي خیانت نه درته ښکاري؟
پښتون هراتی : ته کندهار دربانی په نوم کوه، هغه دی عکس په هرات کی نپریږدی
خوښ يې کړئ او ويې لېږئ