کور / تازه خبرونه / نن په کابل کي دامریکا یی فلم پرضدلاریون ترسره سو.

نن په کابل کي دامریکا یی فلم پرضدلاریون ترسره سو.

کابل: نن په کابل کي ډیرو افغانانو په یولوی لاریون لاس پوری کړي کوم چې په امریکاکي د هغه فلم د جوړولو اوخپرولو پر ضد وو، چې د اسلام ستر پيغمبر ته په کې سپکاوى شويدی.
لاريون کوونکو ٢٠ پوليس ټپيان کړل، څلور کانټينر او د پوليسو يو موټر يې وسوځاوه. لاریون دڅوساعتو لپاره روان و واو دکابل -جلال آباد لویه لاره د ترافیکو پر مخ بنده وه.
مظاهره کوونکو ‘مرګ پر امریکا’ چیغې وهلې او پر هغو کسانو یې هم د مرګ نارې وهلې چې پیغمبر ته یې دغه سپکوونکی فلم جوړ کړی دی.
په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى دى.
دغه فلم بيا په امريکا کې د هغه کشيش له خوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړی وه.
له بلې خوا د کابل ښار د امنيه قوماندانۍ د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي وايي،چي له څلویښتو تر پنځوسو پولیس هم ټپیان شويدي دکابل د پولیسو مشر وايي، د یوه مظاهره کوونکي په ډبره دی هم ټپي شویدی.
لاريون کوونکو د دغه فلم د جوړوونکو د ښکاره محاکمې غوښتنه وکړه او خبردارى يې ورکړ، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.
دغه لاريو ن نن سهار وختي شپږ بجې پیل او له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې پاى ته ورسېدي .
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل پوهنتونونو سلګونو محصلينو د دغه فلم ضد سوله ييز لاريون وکړ او د اوباما انځو راو د امريکا بيرغ يې وسوځاوه.
خو د امريکا سفارت له افغان چارواکو او افغانانو نه غوښتي دي، څو په دې برخه کې له صبر او حوصلې نه کار واخلي.
په کابل کې د امريکا سفير جيمز کوننګهم د اسلام ضد فلم خپرول غندلي او ويلي يې دي، چې دغه کار د ټولو امريکايانو استازيتوب نه شي کولی؛ امريکا په نړۍ کې ټولو عقايدو ته درناوى لري او د مذهبونو ترمنځ پيوستون د امريکاياتو يو مهم اصل دى.
هغه زياتوي: “موږ ټولې هغه کړنې او هڅې ردوو، چې د نوروخلکو عقايدواو مذهب ته په کې بې احترامي کېږي.”
د امريکا سفير ټينګارکوي، چې له يوه ازاد افغانستان سره د اوږدمهاله همکاريو په رڼا کې دواړه هېوادونه د خپلو ملکي او نظامي خلکو د امنيت د ټينګښت لپاره ګډې موخې لري او په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه فلم له خپرېدو وروسته په ليبيا، مصر او ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې هم د امريکا پر ضد لاريونونه وشول او په ليبيا کې لاريون کوونکو د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايي کارکوونکو سره وواژه.